Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغاني (جوګيان) خپل حقوق غواړي

افغاني جوګيان، چې ناکله ورته جټان ويل کيږي، سره له دې چې د سلګونو کلونو
By Najibullah Frotan




زهرا د مزارشريف په روضې مبارکې کې د يوې ونې سيورې ته ناسته ده. يوه شنه اوږده چپنه يې اغوستې، ويښتان يې شاته په يو دستمال تړلې او يو چټل بکس يې غاړې ته پروت دى. يوازې د يو څو افغانيو په وړاندې د لارويانو ورغوي او بخت ګوري.



هغه د جوګي له قوم څخه ده، جوګيان په بېلا بېلو هېوادونو کې په بېلا بېلو نومونو ياديږي. په اروپا او شمالي امريکا کې ورته جيپسي وايي.



زهرا وويل: "کار سخت دى، خو څه وکړم کوم يې. کله چې کوچنۍ وم، له مور سره به مې تلم او ورغوى پېژندنه مې زده کړه."



زهرا وويل، د ورغوو کتل، د ښځو د کار په څېر، د جوګيانو دود دى.



هغې وويل: "دا زموږ دود دى، چې نارينه په کور کې پاتې کيږي او ښځې د پيسو د پېدا کولو لپاره (له کوره) بهر ځي. هغه ښځه چې کا رنه کوي، احمقه بلل کيږي."



زهرا وايي، له يوې جوګي نجلۍ څخه له کوژدې دمخه پوښتنه کيږي، چې ايا ګټه کولاى شي او که نه؟ يوازې هغه مهال يې کوژده کيږي، چې موافقه وکړي.



جوګيان وايي چې له ١٥٠ کلونو را په دې خوا په افغانستان کې استوګنه لري. هغوى له اذربايجان، بخارا او نورو سيمو څخه دلته راغلي دي، خو لا تر اوسه مدني حقونه، نه لري. آن د افغان له لقب، تذکرې او پېژندپاڼې څخه بې برخې دي.



د بلخ په ولايت کې د صاحب نظر په نامه د جوګيانو يو مشر وويل دا بيخي د منلو وړ نه ده.



هغه غوښتنه وکړه: "ايا موږ په دې ځمکې پورې اړوند نه يو؟ ايا موږ انسانان نه يو؟ خداى نه يو پيدا کړي؟ (که نه) حکومت مو دي له ملکه وباسي، ترڅو پوه شو، چې موږ ددې ځاى نه يو. "



نظر وويل، جوګيان د افغانستان په بېلا بېلو ولايتو کې خپاره شوي دي، خو په هرځاى کې ورته حالت لري.



هغه يو سوړ اسويلى وايست: "موږ ته د انسانانو په سترګه نه کتل کيږي. موږ آن تذکره نه لرو. دلته يوه ټوټه ځمکه نشي پيدا کولاى، چې جوګيان يې ولري. موږ په خيمو او کنډوالو کې اوسيږو، چې خلک په کې خپلې خځلې اچوي. جوګيانو ته د هغو مليارډونو ډالرو څخه يو کيلو ګرام غنم هم نه دې رسيدلي، چې دې حکومت ته د مرستوپه نامه راغلي دي."



هغه غوښتنه وکړه، چې لږ تر لږه افغان حکومت جوګيانو ته يوه پېژندپاڼه او د اوسېدو لپاره يو څه ځمکه ورکړي.



د افغانستان د جوګيانو سمه شمېره په لاس کې نشته، خو پخپله د جوګيانو د وينا له مخې يوازې يو زر کورنۍ د بلخ په ولايت کې اوسيږي.



د بلخ ولايت د احصايي مشر، عبدالخالق روستايي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د جوګاينو په اړه د هغه لاسونه تړلي دي.



هغه وويل: "هو، هغوى دلته ډېر کلونه پخوا راغلي. خو هيڅکله يې هم د تذکرې غوښتنه نه ده کړې. ترڅو هغوى يو استازى ونه ټاکي او د کورنيو چارو په وزارت کې ځان ثبت نه کړي، موږ هغوى ته پېژندپاڼه نشو ورکولاى. "



نظر دا خبره نه مني، ټينګا رکوي چې د هغه خپلوانو څو څو ځلې هڅه کړې چې ځانونه ثبت کړي، خو آن حکومتي دفتر ته د ورننوتلو اجازه نه ده ورکړ شوې.



هغه وويل: "موږ ته په ټيټه سترګه کتل کيږي. مامورين له موږ کرکه لري. هغوى موږ ته د انسانانو په سترګه نه ګوري. موږ چاته ورشو؟ "



هغه وويل: له تذکرې پرته د جوګيانو اولادونه ښوونځيو ته نشي تلاى. لويان يې پاسپورت نشي اخيستلاى.



نوموړي وويل: "ما ته په اذربايجان کې د خپلوانو له خوا يو بلنليک رارسيدلى. خو زه نشم تللاى. ځکه تذکره نه لرم او له تذکرې پرته څوک پاسپورت نه راکوي. څوک دلته موږ ته د اوسيدلو حق نه راکوي."



په مزارشريف کې د بشري حقونو د کميسون مشر، سيد محمد سامع آى ډبليو پي آر ته وويل، د هغه څانګې د جوګيانو په اړه بشپړه څېړنه پيل کړې ده.



هغه وويل: "موږ وايو چې يو جوګي بايد د افغان يا يو انسان په څېر بشپړ حقونه ولري. هغوى بايد ددې هېواد له اسلامي او مدنې قوانينيو څخه په بشپړه توګه ګټه واخلي. حکومت مجبور دى چې هغوى ته تذکره ورکړي."



په مزارشريف کې د سعادت د لوړو زده کړو د موسسې د خپرونو د څانګې مشر، محمد صالح ګردش آى ډبليو پي آر ته وويل، د هغه څانګې د جوګيانو په اړه يو شمېر څېړنې کړې دي.



هغه وويل: "د جوګيانو د اصليت په اړه دوه نظره شته. يو شمېر په دې آند دې چې هغوى د جوګي په نامه په کوشاني قوم پورې مربوط دي." لږ پېژندل شوو کوشانيانو له ميلاد ١-٥ پېړيو پورې واکمني درلوده."



ګردش دوام ورکړ: "د وخت په تېرېدو د هغوى نوم په جوګي بدل شو. بل نظر داسې دى، چې هغوى له هندوستان څخه ډېر کلونه پخوا افغانستان ته راغلي دي. د جوګيانو زيات شمېر اوس په پاکستان کې ژوند کوي او پنجابي ته په ورته ژبه خبرې کوي. په افغانستان کې ننني اوسدونکي جوګيان د جامو او ژبې له مخې موږ دې پايلې ته رسيږو، چې هغوى دوه دوه نيم سوه کاله دمخه د تاجيکستان په څېر د منځنۍ اسيا له هيوادونو څخه دلته راغلي دي.



جوګي تر ډېره بريده د افغان ټولنې جلا اوسيږي. هغوى نه ځمکه لري او نه شتمني. خپل زيات ژوند په خيمو کې تېروي. په عمومي توګه نارينه په کورونو کې پاتې کيږي، په داسې حال کې چې ښځې د خيرات غوښتلو لپاره ښارونو او کلو ته ځي.



جوګيان د نورو زياتو بهرنيانو په څېر د منفي چلن قربانيان دي. د ګونګوسو له مخې هغوى په حقيقت کې مسلمانان نه دي. هغوى ګډوډ يا نور بهرني مناسک لري.



د جوګيانو د ټولنې مشر، نظر وويل: "دا بې مانا خبره ده. موږ سني مسلمانان يو. موږ د يو او واحد خداى اوامر او د پيغمبر په لارښوونو ايمان لرو. عمده دود او رواج مو د نورو افغانانوپه څېر دى. ښايي په دودونو کې يو څه لږ توپيرونه موجود وي."