Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: کوکنار نه، پسته

ددې نوې تګلارې موخه داده چې خلک وهڅوي ترڅو د کوکنارو له کښت څخه، چې د ترهګری په پراخېدلو کې مرسته کوي، لاس واخلي.
By IWPR
Officials and farmers say that lucrative crops, especially the highly-valued pistachios, will help replace narcotics. (Photo: Justin Sullivan/Getty Images)

چارواکي او بزګران په دې آند دي چې د قیمتي محصولاتو لکه د پستې کرل کولای شي‌ د کوکنارو لپاره ځای ناستی (بدیل) شي.

د افغانستان په سویلي هلمند ولایت کې سیمه ییز چارواکي هڅه کوي ترڅو د مېوو بڼونو د جوړلو د پروژې له لارې د کوکنارو کښت ته ځای ناستې برابر کړي.

چارواکي او بزګران په دې آند دي چې د قیمتي محصولاتو لکه د پستې کرل کولای شي‌ د کوکنارو ځای ناستی شي. هلمند ولایت له ډېرو کلونو راپدېخوا د کوکنارو د ستر تولیدونکي  سرچینې په توګه پیژندل کېږي.

دهلمند  ، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په وینا، سږ کال تر دې دمه د پستې ۱۵۰ بڼونه د ملګرو ملتونو د بدیل معیشیت پروژې په مرسته کرل شوي دي همدا شان د ۴۰۰ نورو بڼونو جوړول هم په پلان کې شامل دي.

پسته د هلمند په شان ګرمو او وچو سیمو لپاره مناسب دی او دا نوي کښېنول شوي نیالګي به په راتلونکو درې یا څلور کلونو کې حاصل ورکړي.

د کوکنارو د ځای ناستي د برابرولو پروژه د جرمونو او مخدره توکو په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر په مالي مرسته او د (مرسي کورپس) په تخنیکي مرسته پلي کېږي.

د هلمند ولایت د کرنې ریس احمدشاه خیري وایي‌”موږ باوري یو چې پسته کولای شي چې د کوکنارو ځای ناستې شي ځکه چې په بازارونو کې لوړه بیه لري او لږه ځمکه کې ډېره پسته کرل کېدای شي. هغه زیاته کړله چې په نیم جریب ځمکه کې د پستې ۶۰ تر ۸۰ نیالګي کرل کېدلای شي.“

”د پستې د خرڅولو لپاره ډېرو هڅو ته اړیتا نشته ځکه چې پسته په کور دننه او له هېواد څخه بهر ښه بازارونه لري او بزګران کولای شي چې خپل محصولات په آسانۍ سره خرڅ کړي.“

خیري زیاته کړه چې ځینو بزګرانو ته د نیالګیو د کښېنولو، د سیمې سروې  او د پستې د بڼونو د ډیزاینولو په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده. د روانو روزنیزو ورکشاپونو په مرسته به هغوی ته د خپلو ځمکو د ښې ساتنې په برخه کې روزنه ورکړل شي.

نوموړي څرګنده کړه چې یاد ریاست د نورو قیمتي محصولاتو د کرنې د ترویج په برخه کې کار کوي چې د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې په مرسته د مېوو ۱۰۰ نوي بڼونه جوړ شوي‌ دي.

نوموړي وویل ”د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د نورو بېلابېلو مېوو ترڅنګ د پستې، امروت، سنترې او مالټو بڼونه رامنځته کړي،)) هغه زیاته کړه چې د لشکرګاه په مرکز کې په دوه هکټاره ځمکه کې د سنترو او امروتو بڼونه  جوړ شوي دي ترڅو له مخې یې یاد ولایت په نورو سیمو کې هم د نیالګیو کښېنول ډیر شي.))

د افغانستان دولت او نړیوالو متحدینو یې د بېلابېلو پروژو له لارې په لسګونه میلیونه ډالر لګولي دي ترڅو بزګران د کوکنارو له کرولو څخه  منع کړي، خو تر اوسه د پام وړ بریا یې ترلاسه کړې نه ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید کچه ۹۰۰۰ ټنه اتکل شوې وه.

سږ کال د ملګرو ملتونو چارواکو، دولت ته خبرداری ورکړی  چې په هلمند ولایت کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د کوکنارو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې خنډ رامنځته شوی دی او د ۲۰۱۶ کال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۸۷ سلنه ډېروالی راغلی دی.

اټکل کېږي چې د مېوو بڼونو د جوړولو دغه نوښت به د کوکنارو د کښت لپاره یو ښه ځای ناستی شي.

د هلمند د والي‌ ویاند ښاغلی عمر ځواک وویل ((هغه بزګران چې د کوکنارو کښت کوي نو د خپلې ګټې ډېره برخه زورواکو قاچاق وړونکو ته ورکوي. ددې پر ځای هغوی باید داسې څه وکري چې ګټه یې یوازې دوی ته ورسېږي.))

ځواک وویل چې څېړنو ښودلې ده چې د هلمند ولایت د پستې د کرولو لپاره تر ټولو ښه اقلیم لري.‌

هغه زیاته کړه ((د والي دفتر د مېوو د بڼونو د جوړولو لپاره خپلې هلې ځلې ډېرې کړي دي‌ او دا کار کولای شي چې د کوکنارو د کرنې د مخنیوي لپاره ډېر اغېزمن پرېیوځي. )) نوموړي دا هم وویل چې له مرکزي حکومت څخه غوښتل شوي ترڅو په هلمند ولایت کې د کرنې پر پروژو ډېره پانګه اچونه وکړي.

په هملند کې دمخدره توکوسره دمبارزې ریاست ریس سید احمد ورور وویل دا د هغوی نظریه وه چې د یو سیمه ییز بزګر له هلو ځلو اخیستل شوې وه.

نوموړی زیاته کړه ((د نادعلی ولسوالۍ یوه اوسېدونکي‌ د خپل ځان لپاره د پستې یو بڼ جوړ کړی وو، چې ډېر بریالی وو. نو موږ دا نظریه له مرکز کابل او ملګرو ملتونو سره شریکه کړه. وروسته له هغه، دغه نظریه د هغوی لخوا ومنل شوه او ددې پروژې د پلي کولو لپاره یې پیسې ځانګړې کړې. ))

نوموړي زیاته کړه  چې که څه هم په هلمند ولایت کې پر نشه یي موادو د روږدو کسانو د شمېر په اړه کړه معلومات په لاس کې نشته، خو د روغتیایي مرکزونو د شمېرو له مخې په هلمند کې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ کسان په نشه یي موادو روږدي‌ دي او لامل یې په سیمه کې د مخدره توکو تولید دی.

هغه زیاته کړه ((کله چې کوم شی ډیر تولید شي، نو لاسرسۍ ورته اسانه وي . دغه بڼونه به د کوکنارو د کښت په راکمولو او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي. ))

امنیتي‌ چارواکي‌ وایي چې د کوکنارو کښت له ډېرې مودې راپدېخوا د روانو جګړو لامل دی. د متحده ایالاتو د پوځ په اټکل، طالبان هر کال ۳۰۰ – ۴۰۰ میلیونه ډالر د کوکنارو او ۲۰۰ میلیونه ډالره د هیروین د تولید له لارې ترلاسه کوي.

د هلمند ولایت د پولیسو د رسنیو مسؤل محمد زمان همدرد ددې خبرې په تاییدولو سره وویل ((د ترهګرو د عاید تر ټولو لویه سرچینه د کوکنارو تولید دی. هغوی له دې څخه په ګټې اخیستنې سره وسلې پلوري او له دولت سره جګړه کوي. که چېرته بزګران د کوکنارو کښت ته د پای ټکی کېدي او پرځای یې نور څه کښت کړي، نو دا به په هلمند کې پر روانې جګړې ډېره اغېزه ولري.))

د مدني ټولنې فعال عبدالحق ځواکمن وویل چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د زور او جزا ورکولو کړنلاره ډېره ګټوره نه ده.  نوموړي وویل ((که چېرته دولت غواړي چې د کوکنارو کښت په بشپړه توګه له منځه یوسي نو باید د بزګرانو لپاره اړینې اسانتیاوې لکه د پروسس ماشینونه، د تازه مېوو لپاره سړې خونې او د هغوی د محصولاتو لپاره په هېواد دننه او له هېواد څخه بهر ښه بازارونه برابر کړي.))  همدا شان زیاته یې کړه چې د پستې دکرلو لپاره د بڼونو جوړول د بزګرانو د هڅولو لپاره ښه بېلګه ده.‌

غه بزګران چې په دې کړنلاره کې یې برخه اخیستې ده وايي چې له دې پرمختګ څخه خوښ دي.

محمود د مارجې او ناد علی ولسوالیو ترمنځ په پوله کې د پستې څه د پاسه ۵۰۰۰ نیالګي‌ کرلي دي.

هغه وویل ((د پستې ځیني‌ نیالګي د کرنې د ریاست لخوا راکړل شوي دی او ځینې نور مې په خپله رانیولي دي. اوس خلک پوهېږي چې دلته د پستې نیالګي‌ ډېر ښه روزل کېږي  چې ډېره ګټه هم ترې اخستل کیدای شي .))

نوموړي زیاته کړه ((ما د کرنې د ریاست په مرسته د نیالګیو د کښېنولو ځیني تخنیکونه زده کړي‌ دي چې زما لپاره ډېر ګټور وو. زه اوس هم ځینې وختونه له یاد ریاست څخه سلا مشورې ترلاسه کوم.))

د ډیریو بزګرانو لپاره ددې پرېکړه کول چې آیا کوکنار وکري او که نه، دې پورې اړه لري چې هغوی څرنګه کولای شي چې په ښه توګه خپلو کورنیو ته ښه ژوند برابر کړي.‌

عبدالمقیم په نادعلي ولسوالۍ کې انګور کرلي دي او په وینا یې انګور ورته د کوکنارو په پرتله ښه او ګټور محصول پرېوتی دی. له دې وړاندې هغه په خپله څلور جریبه ځمکه کې کوکنار کرلي وه او خپل ټول تولیدات یې په ۲۰۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل. خو اوس په یو نیم جریبه ځمکه کې د انګورو په کرلو سره هغه ۴۴۰۰ امریکایي ډالر ګټلي دي.

هغه وویل ((ما سږ کال کوکنار ونه کرل ځکه چې ډېره ګټه پکې نشته. زه به د خپلې ځمکې په پاتې برخه کې هم د انګورو او نورو مېوې نیالګي کښېنوم، ځکه چې زه اوس پوهېږم چې دا راته د کوکنارو په پرتله ډېره ګټه کوي ))