افغانستان: په کندهار کې د واکسينو پرمختگ

د کندهار ولايت په لري پرتو سيمو کې د مړينې د کچې د راټيټولو په موخه يو لړ نوښتونه تر لاس لاندې نيول شوي دي.

افغانستان: په کندهار کې د واکسينو پرمختگ

د کندهار ولايت په لري پرتو سيمو کې د مړينې د کچې د راټيټولو په موخه يو لړ نوښتونه تر لاس لاندې نيول شوي دي.

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د ابراهيم سپېڅلي ليکنه

د افغانستان په سويلي ولايت، کندهار کې د عامه روغتيا يو لړ چارې تر لاس لاندې نيول شوي چې له مخې يې کوچنيان د گوزنډ د ناروغۍ په وړاندې واکسين او له ميندو سره مرسته سرته رسيږي. 

په نوموړي ولايت کې په دې وروستيو کې د گوزنډ درې پېښې ليدل شوي دي. روغتيايي چارواکي وايي، يوه پېښه د پاکستان له کراچۍ څخه راوړل شوې، خو دوې نورې يې د ارزگان او هلمند په ولايتونو کې موندل شوي دي.    

د کندهار د عامې روغتيا مشر، عبدالقيوم پخلا وويل، رياست يې د واکسين د پلي کولو د ډلو د چمتو کولو او کارولو په اړه يوه نوې او اغېزمنه لاره موندلې  ده.

هغه وويل: «موږ د روغتيا د وزارت په مرسته څلوېښت موټرسايکلونه پېرودلي. واکسيناتوران به په چټک ډول د ولسواليو کلو او بانډو ته ځي او پر خپل مهال به کوچنيان واکسينوي.» نوموړي له قومي مشرانو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې د خلکو د ژوند د ژغورلو په موخه دهغوی له ډلو سره مرسته او همکاري وکړي. 

د کندهار د لرې پرتو کلو او بانډو ښځو د دې نوښت هرکلی کړی؛ ځکه هغوی ته ستونزمنه وه چې له لرې واټن څخه د طبي پاملرنې لپاره ځانونه نورو ځايونو ته ورسوي. ټولنيز ځانساتي دودونه هم د ښځو د ازاد تگ راتگ مخه نيسي.  

په نوموړي نوښت کې بوخت کارکوونکي وايي، پخوا ورته ډېر ستونزمنه وه چې په خپلو پښو يا بايسکونو لرې ځايونو ته ځانونه ورسوي.

يوه واکسيناتور وويل: «اوس په لږ وخت کې ځانونه لرې ځايونو ته رسوو او خلک واکسينوو.»

د کندهار دوې ولسوالۍ، ريگستان او شوارابک روغتيايي کلينيکونه، نه لري.

د کندهار د عامه روغتيا د رياست مرستيال، دکتور احمد الله فيضي وويل، د هغه رياست په پرله پسې ډول هڅه کړې په نوموړو دوو ولسواليو کې روغتيايي کلينيکونه جوړ کړي، خو بريالي شوي نه دي. يو ستر لامل يې د طالبانو دښمنۍ وې چې تر لاس لاندې سيمو کې يې د واکسين کمپاين ته اجازه نه ورکوله.

هغه وويل: «زموږ د اټکل له مخې په نوموړو دوو ولسواليو کې نژدې ٣٠٠٠٠ خلک له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي. امنيتي وضع او سړکونه په دواړو ولسواليو کې ښه نه دي او زموږ د هڅو په وړاندې يې خنډ جوړ کړی دی.»

ځايي اوسيدونکي وايي د روغتيايي ستونزو د هوارولو په موخه يې څو څو ځلې حکومتي چارواکو ته غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.

يوه استوگن وويل: «موږ د سيمې د لرېوالي او طبي مرکزونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ يو. څو مېرمنې د ماشوم د زېږېدو پر مهال مړې شوې دي.»

فيضي وويل، د شورابک او ريگستان له ولسوليو پرته، چې شمېر يې نه دی ثبت شوې، د پاتې ولايت په کچه په تېرو درېو مياشتو کې د نژدې ٧٠٠٠ ماشومانو زوکړه ثبت شوې ده. له شمېرو څرگنديږي چې په نوموړې مودې کې د ماشوم د زېږېدو پر مهال په خپل وخت د طبي خدمتونو د نشتوالي له امله نهه ميندې مړې شوې دي.

د عامې روغتيا د وزارت د وينا له مخې د هېواد په کچه له لسو ماشومانو څخه يو يې پنځه کلنې ته له رسېدو دمخه مري او په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

د کندهار د پنجوايي د ولسوالۍ اوسيدونکې، گلمکۍ وويل، هغې په خپلو سترگو زيات خلک ليدلي چې د طبي خدمتونو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.

نوموړې وويل: «که واکسين زموږ کلي ته راشي، نو اړتيا به نه وي چې د ولسوالۍ مرکز يا کندهار ښار ته لاړه شم.»

محمد ابراهيم سپېڅلی په کندهار کې د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

 

 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists