Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: نوو درسي کتابونو د ښوونکو لاسونه تړلي دي

په ننگرهار کې يو شمېر خلک وايي د ښوونځيو نوی درسي نصاب ډېر سخت دی، يو شمېر نور وايي هغه له سره ناسم دی.
By Hijratullah Ekhtyar

 

 

په ننگرهارکې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه

د افغانستان په ختيځ ولايت ننگرهار کې ښوونکي او همدا راز زده کوونکي زيار باسي د نوي نصاب له درسي کتابونو څخه يو څه ترلاسه کړي. ماهرين ادعا کوي، يو شمېر کتابونه [د زده کوونکو له سويې څخه] ډېر لوړ دي، په داسې حال کې چې يو شمېر نور له غلطيو ډک دي. 

د نوو درسي کتابونو په تاليف او چاپ باندې نوي مليونه امريکايي ډالر لگېدلي. شپږ مياشتې دمخه په ننگرهار ولايت کې ووېشل شول، خو د افغانستان په نورو سيمو کې به په راتلونکو درېو مياشتو کې ووېشل شي. 

د پوهنې د وزارت چارواکي وايي، که چېرته ښوونکي نوي درسي کتابونه نشي تدريسولای، لامل يې د هغوی د پوهې ټيټوالی دی. 

يو شمېر ښوونکي وايي د ملي [ښوونيز] نصاب منځپانگه تر دې کچې پېچلې ده چې آن پخپله هغوی پرې نه پوهيږي، زده کوونکو ته يې تدريس لا پرځای پرېږده.

د ننگرهار ولايت د خوگياڼيو د ولسوالۍ د کابو د لېسې ښوونکی، راحت الله، چې د کيميا درس ورکوي، وايي د کتاب محتوا د پوهنتون په کچه ده.

هغه وويل: "د يوولسم ټولگي د کيميا نوی درسي کتاب داسې سرليکونه لري، چې د پوهنتون د کيميا په لومړي ټولگي کې تدريسيږي. د دولسم ټولگي مضامين، لکه الجبر، هندسې او مثلثاتو محتوا په پوهنتون کې تدريسيږي. دا د دې څرگندوونکې ده چې د نصاب منځپانگه په ډېره لوړه سويه چمتو شوې ده... څنگه به د لسم، يوولسم او دولسم ټولګي زده کوونکي هغه هضم کړای شي؟ څنگه به يې ښوونکي تدريس کړای شي؟"

راحت الله وايي: "که کوم ښوونکی ووايي چې هغه تدريسولای شي، کېدای شي سمه وي، خو زه ډاډمن يم چې زده کوونکي به يې يو ټکی هم ترې زده نه کړي."

د عبدالوکيل د ښوونځي يو زده کوونکي، محمد صديق وويل، نصاب تر دې کچې سخت دی، چې نور زده کړې ته دوام نشي ورکولای.

هغه وويل: "ښوونکي وايي، موږ د [کتاب] پر منځپانگې نه پوهيږو، نو څنگه بې يې تدريس کړو؟ زاړه کتابونه اسان وو. "

د چپرهار د ولسوالۍ د څپر د لومړني ښوونځي ښوونکی، شمس الرحمن شکايت کوي په يو شمېر کتابونو کې معلومات داسې سره پېيلې دي چې پوهېدل پرې گران دي. 

هغه وويل: "کتابونه ډېر زيات جزئيات او څرگندونې لري. له دې امله زده کوونکي پرې نه پوهيږي او لار ترې ورکيږي."

نوراني وويل، موجودو ښوونکو ته د دې نصاب په اړه روزنه ورکړ شوې وه، خو هضم يې ورته ستونزمن و.

د ننگرهار ولايت د پوهنې چارواکي وايي چې د روزنې پروگرامونه تر لاس لاندې نيول شوي. 

د پوهنې د رياست وياندو محمد آصف شينواري وويل: "دا نصاب زموږ د وخت له اړتياوو سره سمون لري. ستونزه زموږ د ښوونکو د پوهې د کچې ټيټوالی دی. موږ لا له وړاندې د ساينس يو شمېر ماهر ښوونکي تر روزنې لاندې نيولي دي. هغوی اوس په خپل وار د ليسو ښوونکي روزي، چې نوی نصاب تدريس کړي. موږ په پام کې لرو چې شاوخوا پنځو زره ښوونکو ته روزنه ورکړو. تر اوسه مو زرو تنو ته روزنه ورکړې او بهير همدا اوس روان دی."

شينواري وويل، پر نوو تاليف شوو کتابونو زيات فکر او کار شوی، يوې کمېټې هغه ليدلي. په دې نصاب کې له هغو ميتودونو څخه کار اخيستل شوی، چې د هند، پاکستان، ايران، سوډان او ماليزيا  په هېوادونو کې کارول کيږي. هغه وويل، اوس د افغانستان نصاب د يو شمېر گاونډيو هېوادونو په پرتله ډېر ښه دی.

د رخشانې د لېسې د رياضياتو ښوونکې، نادره سيده باوري ده چې د نورو موډلو کارول د ستونزې يوه برخه ده. هغې ادعا وکړه چې زياته برخه له بهرنيو کتابونو څخه په پټو سترگو نقل شوې، چې ډېرې غلطۍ پکې پاتې دي. 

هغې د يوولسم ټولگي د فزيک د کتاب په څو لومړيو مخونو کې ١٥ غلطۍ په گوته کړې او د هغې تر څنگ د هر لوست په کارول شوو بېلگو کې يو شمېر ناسمې څرگندونې ليدل کيږي. 

په افغانستان کې د تدريس تر لاس لاندې ميتود د تېرو دريو لسيزو سياسي تمايلاتو تر اغېز لاندې و. کمونيستي رژيم د ١٩٧٠ کلونو په بهير کې شوروي پلوه ايديالوژي په کتابونو کې پلې کړې وه. د مجاهدينو ډلو، چې په ١٩٩٢ کال کې واک تر لاسه کړ، کتابونه بدل کړل او خپل نظر يې پکې داخل کړ، ان تردې چې دمليشو ديو قوماندان عکس د تاريخ مضمون په پوښ کې چاپ شو

بل بدلون هغه مهال رامنځه شو، چې په ١٩٩٦ کال کې طالبانو کابل ونيو. هغوی نجونې ښوونځيو ته له تگ څخه منع کړې او د ساينس او بشري پوهنو په درسي کتابونو کې يې د اسلام په اړه خپل سخت دريځ داخل کړ. 

له ٢٠٠١ کال راهيسې، په تېره بيا د نجونو د زده کړې په ډگر کې، زيات مثبت بدلونونه رامنځه شول، خو ستونزې لا هماغسې پاتې دي. د تاريخ په وروستيو درسي کتابونو کې تېرې درې لسيزي د يو جوړجاړې له امله نه دې يادې شوي. يو شمېر وايي، ځينې سياست ته اوښتو جنگ سالارانو نه غوښتل د هغوی پر تېرو پېښو دې زياته رڼا واچول شي.  

 ښوونکی، راحت الله وايي: "کله چې يو نوی حکومت واک ته رسيږي، نو د خپلو سياسي موخو په خاطر د ښوونې او رزنې په سيستم کې مداخله کوي."

نوموړي زياته کړه: "کېدای شي دا نوی تعليمي نصاب د امريکايانو، برتانويانو يا نورو لويديځو هېوادونو له مينې سره سم وي، خو نه د افغانستان په څېر د يوه جګړه ځپلي هېواد کوچنيانو او تنکيو ځوانانو لپاره."

ليکوال، اسدالله غضنفر چې تاليف شوي کتابونه يې ليدلي، وايي په پښتو گرامر کې ناسم تعريفونه شوي، سربېره پر دې متنونه يې کمزوري دي تر دې کچې چې د پوهې او درک وړ نه دي.  هغه همدارنگه د دري ژبې په کتابونه کې ورته ستونزې په گوته کړي دي. 

هغه وويل: "ويلای شم چې په نوموړو کتابونو کې هيڅ شی سم نه دی."

غضنفر وايي، دا خبره پرځای ده، ځکه درسي کتابونه له اساسي قانون وروسته د يوه هېواد ډېر مهم سندونه گڼل کيږي.

د غضنفر بله نيوکه داده، په يوه پښتو درسي کتاب کې د اتلسمې پېړۍ د يوه شاعر، کاظم خان شيدا په اړه داسې معلومات راغلي چې شعري برخه يې د درناوۍ وړ بلله شوې، خو هغومره لوړه ليکل شوي چې د منځنۍ کچې يو ښوونکی نشي کولای پر هغې پوه شي. نوموړي زياته کړه: "په ځانگړي ډول دا هغو زده کوونکو ته يوه سزا ده، چې مورنۍ ژبه يې پښتو نه ده." 

ليکوال او د ادبياتو ماهر، زرين انځور، چې د دولسم ټولگي د پښتو درسي کتاب يې ليکلی دی، د کتاب د منځپانگې دفاع کوي.

هغه وويل: "ماد پښتو ادبياتو په اړه عمومي معلومات په لاسي ډول ټاکلي. هغه تصوفي بنه لري، ځکه دولسم ټولگی پوهنتون ته د ورننوتو درشل دی."هغه وويل، زده کوونکي دې ته اړتيا لري چې د پښتو ادبياتو په اړه عمومي معلومات ولري.

هغه وويل: "زه دا منم چې کېدای شي دا موضوعگانې زده کوونکو ته سختې وي، [خو] ښوونکو ته [اسانې؟] دي."

هغه وويل، دا د ښوونې او روزنې په چارواکو پورې اړه لري چې د نړيوالو تجربو پر بنسټ د تعليمي نصاب په اړه پرېکړه وکړي او وروسته د هغې پر بنسټ پر غوښتل شوي معيار خپل ښوونکي وروزي.