Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: نومبر / دسمبر ۲۰۱۲

مستند فلم يو شمېر ليدونکي له تېر حالت څخه خبرکړل اوځوان ننداره کوونکو له هغو زياته زده کړه وکړه.
By IWPR
IWPR Afghanistan country director Noorrahman Rahmani interviewed after the Kabul screening of “Forgotten Victims”. (Photo: IWPR)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

په افغانستان کې د ۱۹۷۸ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ د جنګي جرايمو او [بشري حقونو د] سرغړونو په اړه د آی ډبليو پي آر له خوا يو جوړ شوی مستند فلم د نندارچيانو د ستاينې وړ وګرځېد.

د «هېر شوي قربانيان» په نامه فلم په ۱۹۷۸ کال کې د شوروي له يرغل او اشغال لږڅه دمخه موده،  په  ۱۹۹۰کلونوکې کورنۍ جګړه او له  ۱۹۹۶  څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د واکمنۍ پېر رانغاړي. دا فلم په هغه اوږده تاريخي پېر کې يوازې د ګوتو په شمېر د يو څو پېښو يادونه کوي.

دا مستند فلم په پلازمېنې، کابل او د هرات، ننګرهار او بلخ  په ولايتونو کې نندارې ته وړاندې شو. کورنيو او د بي بي سي د فارسي د څانګې په ګډون نړيوالو رسنيو د هغې په اړه پراخ او ژور رپوټونه خپاره کړل.

«دا فلم به له جګړې او تاوتريخوالي سره د خلکو کرکه زياته کړي. هغه د سولې د يو اغېزمن پيغام په توګه شمېرل کېږي.»

د فلم د ننداره کوونکو له ډلې څخه د بلخ د اطلاعاتو ا وفرهنګ پخواني رئيس، توريالي رازقيار وويل، فلم  له ډېر حساسو ضوعګانو سره تماس نيولی او  پر هغوی يې خورا ژوره اغېزه کړې، په تېره بيا دا موضوع چې ددې پېر په زياترو تاوتريخوالو او سرغړونو کې ښکېل افراد لا اوس هم د واک پر لوړو ګديو ناست دي.

په هرات کې د فلم نندارې ته راغلي د کليد رادېو د خپرونو مشر، بشير احمد حنيف ووويل: «هيچا تر اوسه پورې داسې زړورتيا نه ده کړې. د آی ډبليو پي آر دا نوښت په خپل ډول کې ځانګړی دی.» 

د دفاعي چارو حقوقپوه، محمد نادر آتش، چې په ننګرهار کې يې له  ۳۰۰ نندارچيانو سره د نوموړي فلم ننداره وکړه، له حنيف سره همنظره دی.

هغه وويل: «په اوسنيو شرايطو کې ددې ډول فلمونو جوړول ډېره زړورتيا غواړي. دا کار د عدالت غوښتنې په لاره کې ستر ګام دی.»  

نندارچيانو د افغانستان پر خونړۍ مخينې باندې د رڼا د اچولو له امله د «هيرشوي قربانيان» د فلم ستاينه وکړه.  يو شمېر ځوانو نندارچيانو وويل د تېرمهال د سرغړونو په اړه يې معلومات نه درلودل.   

د کابل اوسيدونکي، يو ويشت کلن جواد وويل، د فلم  تر ليدلو دمخه په دې فکر کې و چې په کابل کې له بشري حقونو څخه تر ټولو ناوړه سرغړونه شوې ده.

هغه وويل: «د فلم له نندارې وروسته ماته پته ولګېده چې په رښتيا هم  څومره ستر جنايتونه سرته رسيدلي [او چا سرته رسولي دي] جنايتکاران څوک دي.» 

د  شل کلن محمد سليم په نامه د کابل يو تن اوسيدونکي وويل، زياتره ځوانان د ۱۹۷۸ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ پېښو په اړه لږ معلومات لري.

هغه وويل: «فلم ماته د هغو شيانو په اړه معلومات راکړل چې زه يې په اړه هيڅ نه پوهېدم. دا ډېره مهمه خبره ده چې د ځوان نسل لپاره داسې مستند فلمونه جوړ شي.»  

نوموړې زياته کړه، ښه به وي چې له ۲۰۰۱  کال څخه راوروسته د وينې د تويېولو په اړه دې ته ورته نور فلمونه هم جوړ شي.

زياترو تنظيمي مشرانو او جنګ سالارانو د تېرو دورو د تاوتريخوالي او نښتو په بهير کې لاس درلود، چې لا اوس هم په افغانستان کې د پام وړ واک لري.

د مجاهدينو د حرکت اسلامي تنظيم په مشر، آيت الله محسني پورې د اړوند تلويزيوني کانال، تمدن کارکوونکي، نظري وويل، فلم يو اړخيز و. هغه پر جوړوونکو پړه واچوله چې د تېر تاوتريخوالي د تورنو افرادو له خوا يې تبصرې  نه درلودې. هغه وويل، د تېر يادول به زړې دښمنۍ بېرته راژوندۍ کړي.

د افغانستان لپاره د آی ډبليو پی آر مشر، نور رحمان رحماني وويل، د مستند فلم جوړوونکو په حقيقت کې زيار ايستلی په فلم کې د نومول شوو ډلو له هر فرد سره مرکه وکړي.  

هغه ويل: «نه يوازې نوموړو ډلو له مرکو ډډه کړې، بلکې د فلم جوړوونکي يې ګواښلي هم دي.»

رحماني وويل، برخلاف د قربانيانو خپلوانو هيله لري چې دا مستند فلم به  د عدلي مجازاتو له بهير سره مرسته وکړي.

د ۲۲ کلن شکيب په نامه  دکابل يوه اوسيدونکي وويل، خلک نشي کولای د مجرمانو [د جرمونو] په اړه پخپله څه ووايي، له دې امله خوشاله دی چې فلم جوړوونکو دا کار  وکړ. 

هغه وويل: «اوس ډېر خوشبين يم، جنايتکاران به تاريخ محاکمه کړي.»  

د اوسنيو قوانينو له مخې محاکمې ته راکښل يوه ناشوني خبره ده.

په ۲۰۱۰ کال کې يو قانون نافذ شو او هغه خلک يې له تعقيب او څارنې څخه معاف کړل چې په تېرو لسګونو کلونو کې د جګړې په جنايتونو  او د بشريت پر ضد جرمونو تورن دي، خو تاوتريخوالی يې غندلی دی. 

د بشري حقونو فعالينو د لويو ظلمونو سرته رسوونکو ته د معافيت د قانون جوړول غندلي دي، خو هغه خلک چې خپل عزيزان يې له لاسه ورکړي، وايي له هغوی سره ښايي سلا شوی وای.   

د بېنظير په نامه د کابل يوه اوسيدونکي، چې  په يو راکټي بريد کې يې اووه تنه خپلوان له لاسه ورکړي،  په فلم کې راښکاره شوې ده.  هغې آی ډبليو پي آر ته وويل، که د پارلمان د غړو خپل زامن او لوڼې وژل شوی وای، نو د معافيت قانون به يې نه وای تصويب کړی.

يو شمېر نندارچيانو هيله څرګنده کړه، چې فلم به له قربانيانو سره مرسته وکړای شي.

د بشري حقونو د خپلواک کميسون د هرات د څانګې مشر، عبدالقدير رحيمي وويل، نوموړی فلم کولای شي پر رواني ټپونو پټۍ کيږدي او قربانيانو ته ورپه زړه کړي، چې له ياده نه دي ايستل شوي. 

په بلخ کې د جرمني د دويچې ويلې د رادېو خبريال، نبي اسير وويل، کېدای شي فلم له ځوانانو سره مرسته وکړي، له هغو مشرانو څخه ځانونه لرې کړي چې د «توکم، ژبې او سمت تر پردې لاندې يې» جنايتونه سر ته رسولي دي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني رئيس، توريالي رازقيار هيله څرګنده کړه، ازادې خبرې اترې د تاوتريخوالي فرهنګ په راټيټولو کې مرسته کولای شي.

هغه وويل: «دا فلم به له جګړې او تاوتريخوالي سره د خلکو کرکه زياته کړي. هغه د سولې د يو اغېزمن پيغام په توګه شمېرل کېږي.»