افغانستان: می / اپرېل ۲۰۱۱

د آی ډبليو پي آر رپوټ د پوليسو او ياغي ډلو د ډزو تر منځ په ښکېليتا کې د ځايي خلکو ډار په ډاګه کوي.

افغانستان: می / اپرېل ۲۰۱۱

د آی ډبليو پي آر رپوټ د پوليسو او ياغي ډلو د ډزو تر منځ په ښکېليتا کې د ځايي خلکو ډار په ډاګه کوي.

Thursday, 26 May, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

افغان چارواکي وايي کلينيکونو او ښوونځيو ته څېرمه د تالاشۍ د پوستو د ستونزې د په ډاګه کولو په اړه د آی ډبليو پي آر يو رپوټ هغوی هڅولي چې ددې کار مخه ونيسي.

نوموړی رپوټ د مارچ په دېرشمه خپور شو. رپوټ څرګندونه کوي چې د کاپيسا په ولايت کې اوسيدونکي څنګه د افغان ځايي پوليسو، ملېشو او وسله والو مخالفو ډلو تر منځ په ډزو کې د ښکېلتيا له ډاره کلينيکونو ته د ناروغانو د وړلو او يا ښوونځيو ته د خپلو ماشومانو د لېږلو په اړه زړه نازړه وو. 

چارواکو وويل له هغه وروسته چې آی ډبليو پي آر د ستونزې په اړه له دوی سره اړيکې ونيولې، نو دې ته اړ شول په دې اړه ګامونه پورته کړي.

د تګاب ولسوال، عبدالحکيم اخونزاده وويل: «ما له امنيتي ځواکونو سره اړيکې ونيولې اودې ته مې وهڅول چې امنيتي پوستې يې خلکو ته د مرستې پرځای ستونزې پيدا کوي. هغوی په پای کې خبره ومنله.»

د تګاب ولسوالۍ د فوايد عامې مسؤول، حشمت الله امين يعقوبي وويل: «له هغه وروسته چې د آی ډبليو پي آر خبريال له ما سره اړيکي ونيولې، ما دا اندېښنه د ولايتي بياودانولو له ډلې او په سيمه کې له امنيتي چارواکو سره شريکه کړه. په پايله کې د تالاشۍ پوستې لرې شوې.»

هغه زياته کړه «رسنۍ، لکه آی ډبليو پي آر، نه يوازې د ستونزو ريښو ته ګوري، بلکې له چارواکو سره يې هم شريکوي، ترڅو ځواب ورته وموندل شي.»

د کاپيسا ولايت د پوهنې رئيس، عبدالوحيد حکمت د آی ډبليو پي آر د رپوټ هرکلی وکړ، زياته يې کړه چارواکو په هغې پسې ګامونه پورته کړل او د خلکو لپاره يې ژوند اسانه کړ. 

هغه وويل: «زه له دې ستونزې خبر نه وم، ځکه اوس دلته راغلی يم. کله چې د آی ډبليو پي آر خبريال له ما سره اړيکې نيولي، له دې اندېښنو خبر شوم.  له يوې اوونۍ وروسته مې له حکومتي چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړې. دا موضوع مې ډېره جدي وګڼله.»

«اوس د خدای په فضل د ښوونځيو له ګاونډ څخه د تالاشۍ پوستې لرې شوي دي.»

د تګاب ولسوالۍ د اده زايي  د سيمې اوسيدونکي، بخت الله وويل: «موږ د ملېشو د تالاشۍ د پوستو له امله ډېر خپه وو.  پتيلې مو وه، چې خپل ماشومان ښوونځي ته ونه ليږو.»

«موږ د آی ډبليو پي آر  د کارکوونکو مننه کوو، چې حکومتي چارواکي يې زموږ له   ستونزو خبر کړل. اوس د ملېشو ځواکونه، چې خلک ورڅخه ډارېدل،  له سيمې څخه وتلي دي او زموږ ماشومان ښوونځي ته تلای شي.»

د محفوظ په نامه يو ښوونکي، چې په دې اړه ورسره دمخه مرکه شوې وه، وويل، «،د آی ډبليو پي آر  رپوټ په رښتيا هم زموږ ستونزې هوارې کړې.

 موږ په مستقيم ډول له ملېشو سره خبرې نشوا ې کولای، ځکه خلک له هغوی ډارېدل.»

 «ډاډمن يم چې که چېرته د آی ډبليو پي آر  خبريال د دې ستونزې په اړه ليکنه نه وا ی کړی، نو هغه به هواره شوی نه وای.»

د هېواد په نامه يو ځوان زده کوونکي وويل: «هر سهار ډارېدم چې کېدای شي جګړه ونښلي، لکه پروسږکال چې زما ملګری، خالقيار ټپي شوی و او اوس په لکړو ګرځي. مور به مې ‍ راته ويل،  لومړی وګوره، که د ښوونځي په خوا کې کوم وسله وال و، نو بېرته کور ته راځه. خو د تېرو دوو مياشتو راهيسې په منظم ډول ښوونځي ته راځو.»

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists