افغانستان: می / اپرېل ۲۰۱۱

ويل کيږی د آی ډبليو پي آر يو رپوټ د هغو الوتونکو پر پټ ښکار د بنديز لګولو لامل شوی، چې کروندو ته يې زيان رسوونکې حشرې له منځه وړلې.

افغانستان: می / اپرېل ۲۰۱۱

ويل کيږی د آی ډبليو پي آر يو رپوټ د هغو الوتونکو پر پټ ښکار د بنديز لګولو لامل شوی، چې کروندو ته يې زيان رسوونکې حشرې له منځه وړلې.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، صادق بهنام ليکنه

د هرات چارواکې وايي د لږ پيدا الوتونکو د قاچاق په اړه د آی ډبليو پي آر يو رپوټ د امنيتی چارواکو او د عامو خلکو پام دې ته اړولای چې د نوموړې سوداګرۍ په وړاندې ودريږي.

«الوتونکي د افغانستان له خاورې ورکيږي» رپوټ د ۲۰۱۰کال د نومبر په مياشت کې

خپور  شوی و.  نوموړي رپوټ د الوتونکو د ځانګړو نوږو د ناقانونه ښکار له امله په کرنيزو ځمکو کې د ملخانو، مږو او نورو حشرو د زياتېدو له امله  د ځايي خلکو اندېښنې غبرګې کړې وې. ماشي، مچان او نورې حشرې هم پر دې ستونزې ورزياتې شوې وې، چې د لږ شمېر الوتونکو زور د هغو په له منځه وړلو نه رسېد.

د هرات ولايت د کرنې رياست چارواکي ددې پخلی کوي چې د الوتونکو ښکار به د حشرو  له زياتوالي سره مرسته وکړي  او په دې توګه به د کرنيزو محصولاتو د زيان لامل شي. په داسې حال کې چې د طبيعي ښکاري الوتونکو په پرتله د کيمياوي درملو کارول هم ګرانبيه دي او هم چاپېريال ته زيان رسوي.

د آی ډبليو پي آر رپوټ د تلويزيون او راديوګانو په ګډون يو شمېر ځايي رسنيو نقل کړی او د امنيتی کارکوونکو او د هرات ولايت د اوسيدونکو مينه يې پارولې وه. يو شمېر  آن د چاپېريال د ساتنې رياست ته تللي ترڅو هغوی وهڅوي په دې اړه د محافظت او ساتنې په هيله د هغوی ژمنې او مرستې تر لاسه کړي.

د هرات ولايت د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر، عبدالقيوم افغان وويل: «له اوږدې مودې راهيسې موږ ته د ميناګانو او نورو الوتونکو د بچيانو د غلا رپوټونه رارسېدل، خو موږ نشو کولای د حکومتي ادارو له همکارۍ او مرستې پرته کوم ګام پورته کړو.» 

هغه وويل: «د آی ډبليو پي آر د رپوټ له څرګندېدو او په نورو رسنيو کې د هغې له بيا بيا خپرېدا وروسته ستونزې ته د زيات شمېر چارواکو پام  واوښت. خلکو هم مينه څرګنده کړه.» 

افغان وويل، ولايتي لوړپوړو چارواکو د ستونزې د هوارۍ پر لارو چارو غور وکړ او له څو غونډو وروسته د هرات له والي، داود سبا سره په ګډون يې وپتېله چې د هر ډول سارايي الوتکونو پر ښکار او خرڅلاو  دې ژر تر ژره بنديز ولګول شي.

نوموړي وويل، له هغه وروسته لږ ترلږه دولس تنه د الوتونکو د قاچاق په تور ونيول شول او لنډه موده حبس او نقدي جريمه پرې ولګېده. په سلګونه نور بندي شوي الوتونکي له خلکو راټول او بېرته والوزول شول.

هغه وويل، دا بنديز ددې لامل شو چې د لږ پيداکېدونکو الوتونکو قاچاق وړونکي خپل فعاليتونه ودروي. هغه زياته کړه: «اوس موږ  ځکه رسنيو، په تېره بيا آی ډبليو پي آر ته، د فعاليتونودرپوټ  ورکول خپله دنده بولو، ترڅو هغه لويې او جدي ستونزې چې لږ پام غواړي، هوارې کړای شو.»          

د هرات د پوليسو د زون وياند، نورخان نېکزاد وويل، پخوا يې  د الوتونکو د بچيانو موضوع  ته په جدی سترګه نه کتل.  له دې امله موضوع ته سمه پاملرنه شوې نه وه. 

نوموړې موضوع ته د رسنيو له پراخ پام اوښتلو وروسته  پوليسو ته دا حقيقت څرګند شو، چې د سارايي الوتونکو ښکار يو جرم دی او د هېواد طبيعي سرچينې له ګواښ سره مخامخ کوي. هغوی د چاپېريال ساتنې د ادارې له کارکوونکو سره په ګډه ددغه ښکار د مخنيوی او بندولو لپاره هلې ځلې پيل کړې. 

هغه وويل: «زه له آی ډبليو پي آر او نورو رسنيو څخه مننه کوم، چې ددې ستونزې په اړه يې رپوټ ليکلی دی.»  نوموړي پر رسنيو غږ وکړ  د هغو موضوعګانو په اړه هم ليکنې وکړي، چې پوليس پرې خبر نه دي.  

په هرات کې د باران د ځايي رادېو مشر، حيات الله حميد وويل، هغه زياتره د خپلې (رادېو) لپاره د آی ډبليو پي آر رپوټونه لولي. د الوتونکو د قاچاق  په اړه رپوټ په ځانګړي ډول د هغه پام اړولی دی. 

نوموړي د رپوټ له لوستلو وروسته د راديو يو خبريال ته لارښوونه وکړه، بله ورځ د چاپېريال د ساتنې د ادارې، پوليسو او نورو ماهرينو په ګډون د بحث لپاره يو ګردی مېز جوړ کړي. د خبرو اترو پروګرام زيات شمېر اورېدونکي وهڅول چې تيليفونونه وکړي. 

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، ولي شاه بهره وويل، دا د رسنيو دنده ده چې ټولنيزو ستونزو ته هم د چارواکو او د پراخو پرګنو پام راواړوي.

هغه وويل، له بده مرغه يو شمېر رسنۍ ددې پر ځای د هغو ستونزو په اړه رپوټونه خپروي، چې ولس زيانمنوي، زياتره  په افغانستان کې د شخړو او جګړو په اړه رپوټونه خپروي.  

هغه وويل: «تر هغه چې په ما پورې اړه لري،(بايد ووايم)  آی ډبليو پی آر عموما هغو موضوعګانو ته پام اړوي چې زموږ ټولنه ورته اړتيا لري. د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس په توګه غواړم له دغه انستيتوت څخه په هرات کې د هغوی د کار له امله مننه وکړم.»

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists