Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: له کونډو څخه د چرگانو غلا

د فساد لاس ته د کوچنيو پروژو د لويدو په اړه گوته نيول شوې ده.
By Ahmad Shah
په خوست کې يوه ښځينه متشبثه له ځايي موجودو توکو څخه جوړ شوي توليدات نندارې ته وړاندې کوي. (عکس: احمد سالارزی/ Flickr)

په سويل ختیځ ولايت، خوست کې ځايي اوسيدونکي شکايت کړی چې زورواکان له خپلو اړيکو څخه په گټې اخيستنې اړمنو ښځو ته په پام کې نيول شوې مرستې په منظم ډول خپلو ځانونو ته راگرځوي.

گڼ شمېر ناحکومتي موسسې په افغانستان کې د کوچنيو باغونو، گنډلو يا خواراکي توکو د توليد پروژو ته خپل پام اړوي، ترڅو له هغو ښځو سره مرسته وشي چې په يوازې سر خپلو کورنيو ته اعاشه او اباته چمتو کوي. 

فساد او د څار د نشتوالي له امله ښځو ته د هغوی د کسب او کار لپاره بېل شوي توکي په اسانۍ له لارې گرځول کيږي.

 رقيبه د خوست ولايت د ځاځي ميدان د ولسوالۍ د دانای د کلي يوه بوډۍ مېرمن ده. د هغې دواړه ځامن، چې د افغانستان د ملي اردو سرتيري وو، په عملياتو کې ووژل شول او هغه اوس په بېوزلۍ کې ژوند تېروي. 

هغې ويل، په خپله يې ليدلي چې د واک څښتنانو مرستې غلا کړي دي.

نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «يوه قومي مشر له يوې موسسې څخه دېرش وزې واخيستې، تر څو يې هغه مېرمنو ته ورکړي چې د عايد بله کومه لار نه لري. خو د دې پر ځای چې پر بېوزلو مېرمنو او کونډو ښځو يې وويشي، هغه ټولې يې خپلو خپلوانو او د سيمې د زورواکانو مېرمنو ته ورکړې.»

«له هغې وروسته هغه قومي مشر د چرگانو يوه پروژه تر لاسه کړه. خپلې لوڼې او ښځې يې د کونډو په توگه ورمعرفي کړې او ټول چرگان يې پر خپلې کورنۍ وويشل. د بېوزلو او اړمنو ښځو حقونه يې تر پښو لاندې کړل.»

د ځايي ښځو د يووالي د ټولنې مشرې، ناديې باوري وويل: «زياتره بې وسه مېرمنې د مرستو په وېش کې د درغلۍ په اړه ما ته د شکايت لپاره راغلي. راته يې ويلي، د مرستې توکي يې په کلو او بانډو کې هغو ښځو ته ورکړل شوي چې اقتصادي ستونزې نه لري. هيڅوک د بېوزلو او اړمنو ښځو پروا نه لري.»

باوري وويل، څارنې ته ډېره سخته اړتيا ليدل کيږي.

نوموړې زياته کړه: «حکومتې ادارو او د نړيوالو موسسو چارواکو ته ښايي د دې کړنو مخه ونيسي او ډاډ تر لاسه کړي چې حق حقدار ته ورسيږي.»

د خوست د ولايتي شورا غړې، زهره جلال وويل، د مرستو په وېش کې فساد له لارې وتلی دی.

هغې وويل: «په څرگنده ويلای شم چې څه ناڅه د ټولو مرستو د وېش په نيمايي کې فساد موجود دی. زما په اند ولايتي اداره، شورا، د ښځو د چارو رياست او نورې اړوندې ادارې بايد د مرستو د وېش يو کميسيون جوړ کړي چې د نورو درغلیو مخه ونيول شي.»

د خوست ولايت د ښځو د چارو رئيسې، ملالۍ ولي د ټولو افغان خيريه موسسو او نړيوالو مرستندويو موسسو څخه په ټينگه وغوښتل چې د موجودو قوانينو درناوی وکړي.

هغې وويل: «د قوانيو او مقرراتو له مخې ټولې هغه ادارې چې د ښځو د ژوندانه د ښه کيدو لارې چارې لټوي، بايد خپل فعاليتونه زموږ له حکومت سره تنظيم کړي.»

«له بده مرغه، زياتره ناحکومتي ادارې او بهرنۍ موسسې اړمنو ښځو ته په نه پام او زموږ له خبرولو پرته مرستې چمتو کوي. له دې امله ډېری هغو ښځو ته مرستې نه رسيږي، چې اړمنې دي .»

کله ناکله دا مرستې خپلو خپلوانو او دوستانو ته ډالۍ کيږي.

د خوست اوسيدونکې رحيمې وويل، کورنۍ ته يې د اچارو د جوړولو وسايل، چې ٢٥٠ امريکايي ډالره ارزښت يې درلود، ورکړل شوي. دا وسايل بېوزلو مېرمنو ته د مرستې په موخه بېل شوي وو چې کوچنی کسب او کار پرې پيل کړي.   

هغې وويل: «نوموړی ماشين لا تر اوسه زموږ په دکورپه انګړ کې پروت دی. دا ماشين موږ ته زموږ يوه خپلوانه  راکړی چې له يوې خيريه موسسې سره يې کار کاوه. زموږ اقتصادي وضع ښه ده او دغه رنگه ماشينونو ته اړتيا نه لرو، خو زموږ خپلوانه موږ ته په زوره راکړ. نوموړی ماشين په انګړ کې پروت دی، کېدای شي لمر او باران يې له کاره وباسي او زيانمن شي. موږ دغه ماشين نه کاروو.»

 د خوست اوسيدونکې، رابيا د خپلې اته کسيزې کورنۍ يوازنۍ ډوډۍ چمتو کوونکې ده.  

هغې وويل: «څو مياشتې دمخه يو موټر زموږ په کلي کې ودرېد. پنځه مېرمنې، چې ښاري جامې يې په تن وې، له موټر څخه کښته شوې. هغه خوا او دې خوا مې پوښتنې گرويکنې وکړې  راته څرگنده شوه چې دغه مېرمنې د مرستې ورکولو په موخه د اړمنو ښځو نومونه ليکي. د دې پرځای چې د بېوزلو مېرمنو د کورونو دروازې ټک ټک کړي، پرځای يې مستقيما د داسې يوه سړي کور ته لاړې چې هغه او لورگانې يې له بهرنيو موسسو څخه په زرگونه افغانۍ عايد ترلاسه کوي.»

د فساد اړوند تور په خوست کې د مرستندويه موسسو کارکوونکي ردوي.

محمد بشير نېکيار د يوې افغاني ناحکومتي موسسې، TLO اجرايه رئيس دی.

هغه وويل: «زموږ موسسې د خوست په درېو ولسواليو کې له ٤٨٣ اړمنو کورنيو سره مرسته کړې ده. موږ خلکو ته غواگانې ورکړي، د چرگانو فارمونه مو ورته جوړ کړي او د څارويو د واکسينولو پروگرامونه مو پر مخ وړي دي. همدرانگه دچرګانو لپاره خونې مو جوړې کړي او گڼ شمېر خلک مو روزلي دي.»

نېکيار وويل، هغوی خپل فعاليتونه په بشپړ شفافيت سر ته رسولي دي.

هغه وويل: «موږ ټولې پروژې د کلو د شورا، ولسواليو د شورا او د کرنې د رياست د لوړپوړو چارواکو تر څارنې لاندې سر ته رسوو. کومه پروژه چې هغوی يې ومني او لاسليک يې کړي، موږ يې پلي کوو.»

هدايت وزير د يوې بلې افغاني ناحکومتي موسسې، CARD-F مشر دی، چې په کليوالي سيمو کې اقتصادي فرصتونه ښه کوي.

دمگړۍ هغوی د چرگانو فارمونه جوړوي. هر يو فارم يې ٣٠ هگې اچوونکې چرگې لري او هغو ښځو ته ورکول کيږي چې د مرستې بله لار نه لري.

وزير وويل، فعاليتونو يې له نژدې څخه له ولايتي ادارې سره همغږي کړي دي.

هغه وويل: «موږ د هغو اړمنو ښځو د پيداکولو لپاره په کلو کې سروې کوو چې تر ټولو زيات مرستې ته اړتيا لري. وروسته هغو مېرمنو ته د حکومتي ادارو يا ځايي شوراگانو تر څار لاندې مرستې رسوو. غواړم اړمنو ښځو ته ډاډ ورکړم چې هيڅکله به د هغوی حقونه تر پښو لاندې نه کړو.»

د ټولنيزو چارو کارپوه، عطاءالله څرک وويل، د خوست کمزورې امنيتي وضعې حالت خراب کړی دی.

هغه وويل: «زياتره دمرستې توکي، په ځانگړي ډول د ښځو لپاره، په لرې پرتو سيمو کې د قومي مشرانو له خوا وېشل کيږي، ځکه د موسسې کارکوونکي د نا امنۍ له امله هغو سيمو ته نشي تللای. له دې امله خيريه موسسه تر ډېره بريده د مرستو په وېش کې پر قومي مشرانو ډډه لگوي. نوموړي مشران دا کار  د خپل انتخاب له مخې کوي.»

ځايي چارواکي له دې سره موافق دي چې د مرستو د وېش په پروگرام کې تر يوې کچې فساد شتون لري.

د والي وياند، مبارز محمد ځدراڼ وويل: «ولايتي ادارې ته يو شمېر رپوټونه رسېدلي چې د مرستو د وېش پر مهال د اړتيا په پرتله شخصي تړاوونه غوره بلل کيږي.»