افغانستان: له ځورونې څخه د ښځينه بنديانو شکايت

د ځورولو ډار د دې ښکارندوی دی چې بنديانې له چوپتيا پرته بله چاره نه لري.

افغانستان: له ځورونې څخه د ښځينه بنديانو شکايت

د ځورولو ډار د دې ښکارندوی دی چې بنديانې له چوپتيا پرته بله چاره نه لري.

Thursday, 10 December, 2015

 د آی ډبليو پي آر د خبريالې، ارزو محمدي ليکنه

د افغانستان په شمال ختيځ د بغلان ولايت د ښځينه زندان بنديانې وايي په زندان کې د ځورولو او سرغړونو فرهنگ د هغوی ژوند بدمرغه کړی دی. سره له دې چې په زندان کې د شکايتونو صندوق ايښودل شوی، خو ښځې وايي، د ساتونکو د ځورولو يا د زورواکو بنديانو له ډاره خپل شکياتونه نشي رسولای.  

دمگړۍ د زندان د ښځو په څانگه کې ٢٨ ښځې بنديانې دي. له يو شمېر ښځو سره يې غټ اولادونه هم اوسيږي. د افغانستان په زندانونو کې له بندي ميندو سره د هغوی د ماشومانو استوگنه يوه عادي خبره ده، خو د سوکالۍ او د ژوند د اسانتيا لپاره يې امکانات محدود دي.

يوه مېرمن، چې څه کم دېرش کاله عمر لري، د قتل  په تور په بند محکومه ده  وویل ځینې  بنديانې له چارواکو سره د نژدې اړيکو په لرلوپر نورو بندیانو زورچلوي .

هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: «دا بنديانې په زور پر نور ښځو خپل کارونه کوي.هغوی زندان ته موبايل تليفونونه راوړي او پر بنديانو يې په زور پلوري. که څوک يې امر ونه مني، نو وهي او ډبوي يې.»

 محکومې شوې بنديانې د زندان له ساتونکو سره په جنسي سرغړونه کې مرسته کوي.

هغې وويل: «هغه ښځې چې د زندان له کارکوونکو سره تړاو لري، د زندان له کارکوونکو سره د اړيکو لپاره پر نورو بنديانو زور راوړي. د زندان د يوه کارکوونکي له خوا پر يوې ښځينه بندۍ په زوره جنسي تېری شوی.»

هغې وويل، د غچ اخيستلو له ډاره د دې مېرمنو يا ساتونکو يوه نوم هم نشي اخيستلی.

د شلو کالو په شاوخوا کې عمر لرونکې يوه ښځه د تېر يوه کال راهيسې د بغلان په زندان کې مازې له دې امله بندي ده چې له کوره تښتېدلې. داسې چلن د «اخلاقي جرم» په ليکه کې شمېرل کيږي؛ داسې يوه اصطلاح چې پر ښځو جنسي ناروا اړيکو، له کوره د تېښتې يا له واده څخه د سرغړولو له امله لگول کيږي. دا جزاگانې په مدني قانون کې نه دي راغلي، خو محاکم ورته سزا ټاکي.  

هغې په ځانگړې ډول د يوې بندۍ نوم ياد کړ، چې شاو خوا پنځوس کاله عمر لري او نورې بنديانې ځوروي.

هغې وويل: «کله چې زه لمونځ کوم، هغه پر ما ملنډې وهي. کله چې ډوډۍ خورم، پر ما خاندي. وايي، لک د څاروي په څېر ډوډۍ خورم. هغه ما ځکه گواښوي چې هره خبره يې ومنم. شکايت نشم کولای، ځکه د زندان چارواکي يې تر شا ولاړ دي.»

نور بنديان هم ورته شکايتونه لري، خو په دې اړه نوموړې ځانگړې تورنې ښځي وويل، پر ما د ځوروني ادعاگانې ناسمې دي.

هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: «زه له هر چا سره ښې اړيکې لرم. کله چې نورې ښځې له بدو کارونو څخه منع کوم، نو بد يې راځم. زه له هغوی څخه مشره يم. هغوی ته نصيحت خپله دنده گڼم. ما پر هيچا تېری نه دی کړی.»

کله چې د آی ډبليو پي آر خبرياله له زندان څخه ووته، يوې نامعلومې ښځې ورته تليفون وکړ او ادعا یې وکړه چې ستا دراتلو دمخه  د زندان چارواکو گوته څنډلې وه، که څوک له وضعې يا د ساتونکو له چلن څخه شکايت وکړي، نو جزا به ورکړل شي.  

نامعلومې تليفون کوونکې دا ادعا هم وکړه چې ساتونکو پرځينو بنديانو جنسي تېری کړی دی.

د زندان رئيس، محمد حنيف حيدري وويل، دا ټولې ادعاگانې بې بنسټه دي. نوموړي آی ډبليو بي آر ته وويل، د زندان دننه کارکوونکي په زندان کې ارامه فضا رامنځته کړې او ډاډ يې ورکړ چې پر بنديانو ښه پاملرنه کيږي.

هغه وويل: «موږ په زندان کې ځورونه يا کومه سرغړونه، نه ده ليدلې. موږ بنديان نه پريږدو چې يو بل ووهي. بنديان کله ناکله د ماشومانو پر سر له يوه بل سره ناندرۍ وهي. دا حالت په هره کورنۍ کې شته. فکر کوم، د ځينو ښځو ترمنځ د شخصي تربگنيو له امله هغوی شکايتونه او دا راز ادعاگانې کوي.»

حيدري يادونه وکړه، په زندان کې بنديانو ته د شکايتونو صندوق ايښودل شوی، هغوی کولای شي د نوم  له يادولو پرته خپل شکايتونه په هغې کې واچوي. يوازنی شکايت د روغتيا په اړه راپورته شوی، چې په بيړه ورته ځواب ورکړل شوی دی.

په گاونډي ولايت کندوز کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون استازې، شفيقې سپهر وويل، د هغوی د ادارې له خوا د بغلان د زندان د پلټنې پر مهال چا کوم شکايت نه دی کړی.

نوموړې د هغه شکايتونو په اړه، چې آی ډبليو پي ار ته شوي، وويل: «زه هغه نه تاييدولای شم او نه يې ردولای شم.»

سپهر وويل، په ښځينه بنديانو کې تاوتريخوالی يوه هميشنۍ ستونزه ده او د گڼې گوڼې له امله پکې مبالغه هم کيږي. 

هغې وويل: «په ښځينه بنديانو کې د تاوتريخوالي لامل دا دی چې د خپلو ماشومانو او وسايلو د ايښودلو لپاره مناسب ځای نه لري. د ماشومانو د استوگنې ځانگړې خونې نشته. زياتره تاوتريخوالي دماشومانو پر سر رامنځته کيږي.»

د بغلان د ښځو د چارو په رياست کې د عدلي چارو رئيسه، اورانوس عاطفي مني چې د کوچنيو ماشومانو پر سر له ميندو سره ناندرۍ وهل کيږي. 

هغې وويل: «بنديان تر روحي فشار لاندې دي.»

عاطفي وويل، سره له دې چې د بغلان د ښځينه بنديانو کوم شکايت ورته نه دی رسېدلی، خو بيا هم چارواکو ته پکار دي چې هغوی ته د خپلو حقونو او مسؤوليتونو په اړه معلومات ورکړي.

د بغلان د ولايتي شورا غړې، نورضياايماق آی ډبليو پي آر ته وويل، ظاهرا ورته نوموړې ادعاگانې د منلو وړ بريښي.

هغې وويل: «د ښځو د حقونو د يوې مدافع په توگه ما څو ځلې د ښځينه بنديانو د حالت په اړه پوښتنې کړي، خو هيڅکله یې هم د کوم تاوتريخوالي يا د زندان د کارکوونکو له خوا د سرغړونو په اړه شکايت نه دی کړی. نه پوهيږم چې هغوی دا شکايت له دې امله نه دی کړی چې اصلا هلته کوم تاوترخوالی موجود نه و يا يې د ډار له امله نه دی کړی.»

په بغلان کې د عبدالقيوم شريعتي په نامه د حقوقي چارو يوه کارپوه وويل، د بشري حقونو د سازمانونو وروستيو څېړنو، په تېره بيا په زندانونو کې، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لوړه کچه ښودلې ده.     

هغه وويل: «په زندانونو کې ځیني بندیان چې زياتره د زندان دننه او بهر جنايتکارو  ډلو ملاتړ ورسره دی، پر نورو بنديانو خپل خدمتونه کوي. د بېلگې په توگه،  دهغوی خواړه ورته باید ورکړي يا ورته خپل ځايونه پريږدي، بايد جامې يې پرېمنځي او نور غټ او واړه کارونه يې سرته ورسوي، که نه، نو له تاوتريخوالي سره مخ کيږي.»

شريعتي د د ې ډول سرغړونو پړه پر چارواکو واچوله چې سمه څارنه، نه کوي. نوموړي زياته کړه: «د ناسم مديريت له امله په زندانونو کې تاوتريخوالی او سرغړونې رامنځته کيږي.»

ارزو محمدي په بغلان کې د آی ډبليو پي آر له خوا يوه روزل شوې خبرياله ده.

 

Frontline Updates
Support local journalists