افغانستان: لطفا په سيمه ييز حکومت کې ډېرو مېرمنو ته ځای ورکړئ

په ولايتي کچه د مساواتو ترلاسه کول لاتر اوسه نيمگړي پاتي دي.

افغانستان: لطفا په سيمه ييز حکومت کې ډېرو مېرمنو ته ځای ورکړئ

په ولايتي کچه د مساواتو ترلاسه کول لاتر اوسه نيمگړي پاتي دي.

Tuesday, 21 April, 2015
په روانه مياشت کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو ويناوالو وويل، افغان حکومت ته په کار ده چې په سيمه ييزو ادارو کې زيات شمېر مېرمنو ته څوکۍ ورکړي. د خبرو اترو دا لړۍ، چې د هرات، جوزجان او بدخشان په ولايتونو کې جوړه شوې وه، په ځايي حکومت کې د ښځو گډون او په ټوله کې کاري ځايونو ته ځانگړې شوې وه. د شمال ختيځ ولايت، بدخشان په مرکز فيض آباد کې ويناوالو يادونه وکړه، چې په سيمه ييز حکومت کې ښځو ته له پنځمې برخې څخه لږ ونډه ورکړ شوې ده. د مريم امواج په نامه يوې ويناوالې وويل: «په بدخشان کې زيات شمېر ماهرې او روزل شوې مېرمنې شته، خو حکومتي چارواکي آن د هغوی له شتون څخه ناخبره دي.» امواج وويل، ښځې زياتره د تبعيض په پرتله د فساد له امله بې برخې دي. نوموړي ادعا وکړه چې په بدخشان کې زياتره لوړې څوکۍ پر لوړې بيې پلورل کيږي. ښځې نشي کولای د هغې بيه پرې کړي، له دې امله له پامه غورځول شوې. په بدخشان کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون استازي حقدار شريفي يادونه وکړه، په محاکمو کې د ښځينه کارکوونکو شمېر په حکومت او آن په ټاکل شوو ادارو کې له شمېر څخه ټيټ دی. د شمالي ولايت، جوزجان د اقچې په ولسوالۍ کې حليمې بانو غضنفر په ځايي حکومتي ادارې کې د منيجر په توگه د خپلو تجربو يادونه وکړه. د هغې زياتره کارکوونکي نارينه وو. هغوی په دې خپه وو چې د ښځې تر لاس لاندې کار کوي. هغې وويل، له هغې څخه يې بد راتلل، «ځکه ما د اختلاس او بډو مخه نيوله.» د اقچې ولسوال، رحمت الله حشر د حرفوي او اداري روزنې لپاره غږ وکړ چې ښځې وکړای شي لوړو حکومتي څوکيو ته ځانونه ورسوي. د لويديځ ولايت، هرات د غوريانو په ولسوالۍ کې د جوړې شوې مناظرې ويناوالو پر چارواکو او ديني عالمانو غږ وکړ چې د مساواتو په اړه کار وکړي. عبدالحميد، چې پخپله يو ديني عالم دی، وويل: «ديني عالمان بايد دې ته لومړيتوب ورکړي چې نارينه گانو ته د ښځو د حقونو په اړه زده کړه ورکړي.» د ورته سميې د مدني ټولنې يوې فعالې، وحيدې پويا وويل، زيات شمېر نارينه گان داسې انگيري چې ښځې نشي کولای د کار په ځايونو کې له نارينه گانو سره مساوي او برابر کارونه سر ته ورسوي. نوموړي زياته کړه: «ښځو ته په کار ده چې د تعصب په وړاندې گامو نه پورته کړي او [نارينه گان] په دې وپوهوي چې په حقيقت کې هغوی څومره وړتيا لري.»
Frontline Updates
Support local journalists