افغانستان: فبروري / مارچ ٢٠١١

آى ډبليو پي آر ته په بلخ ولايت کې د ژورنالستانو د نوې استازې موسسې په رامنځته کولو کې د يو مهم عنصر په سترګه کتل کيږي.

افغانستان: فبروري / مارچ ٢٠١١

آى ډبليو پي آر ته په بلخ ولايت کې د ژورنالستانو د نوې استازې موسسې په رامنځته کولو کې د يو مهم عنصر په سترګه کتل کيږي.

Thursday, 14 April, 2011

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

د بلخ ولايت ژورنالستانو د آى ډبليو پي آر ترڅارنې لاندې  د رسنيو د ملاتړ يوه نوې ډله جوړه کړې او په مزارشريف کې يې په خپل دفتر کې ځاى ورکړى دى. 

د "خبريالانو د کور" په نامه دا ياده شوې اتحاديه دوه اوونۍ دمخه د رسنيو د موجودې اتحاديې له اغېزمتوب څخه د ناخوښه ژورنالستانو له خوا تاسيس شوې ده. هغوى وايي آى ډبليو پي آر د دوى د ګام د اوچتولو په پرېکړه  کې اساسي رول لوبولى دى.

په ٢٠٠٨ کال کې په مزارشريف کې د آى ډبليو پي آر  دفتر تاسيس  شو. له هغې راهيسې يې  په شمالي ولايتونو کې د ژورنالستانو لپاره روزنيز کورسونه جوړ او وړيا انترنيتي خدمتونه چمتو کړل. د هغې تر څنګ يې ځايي خبريالانو ته د غونډو د جوړولو او په رسنيو پورې د اړوندو موضوعګانو په اړه د خبرو اترو لپاره وړيا دفتر او ځاى  په واک کې ورکړ.    

د خبريالانو کور، يوه نوې موسسه ده، چې ځايي خبريالان هيله لري د هغې له لارې په منظم ډول خپل کارونه همغږې،  تجربې له يو بل سره شريکې او په ګډه کار وکړي.

په بلخ ولايت کې د ازادۍ د راديو خبريال او د خبريالانو د کور د مشرتابه پلاوي غړي، سميع الله غوښتون  وويل: "د بلخ خبريالانو د آى ډبليو پي آر له مرستې او شتون پرته د يوې اتحاديې د جوړولو وس نه درلود. موږ د خبريالانو دا اتحاديه د آى ډبليو پي آر  د غونډو په خونې کې د هغه موسسې په مرسته جوړه کړه. موږ ته يې ددې اتحاديې د جوړولو لپاره  د اړتيا وړ ټولې اسانتياوې چمتو کړې. دمګړۍ د آى ډبليو پي آر دفتر زموږ د غونډو تالار  دى."

د آوا د خبري موسسې خبريال او د نوې اتحاديې غړي، کاظم حيدري وويل: "د آى ډبليو پي آر  له مرستې پرته خبريالان له زياتوستونزو سره لاس او ګرېوان وو. له دې امله له آى ډبليو پي آر  څخه د روزنيزو ورکشاپونو د جوړولو، وړيا انترنيتي خدمتونو د چمتو کولو، زموږ په وړاندې تل د خپلو دروازو د پرانيستلو او د اتحاديې د جوړولو او د هغوى د صادقانه او مخلصانه مرستو مننه کوو"

په بلخ کې د مدني ټولنې او فرهنګي انستيتوت رئيس، عظيم عظيمي وويل، آى ډبليو پي آر په مزارشريف کې له خپل تاسيس راهيسې د مدني ټولنې په فعاليتونو کې د اسانتياوو په رامنځته کولو کې رغنده رول لوبولى دى.

هغه وويل: "د بېلګې په توګه کله چې موږ د ژورنالستانو سمبالولو اويا د غونډو تنظيم ته اړتيا پيدا کوو، يوازې نوموړى دفتر خبروو او بيا هرڅه سميږي."

د مزارشريف دفتر په تېرو دوو کلونو کې له ٢٨ زيات روزنيزکورسونه جوړ کړي او د بلخ، شبرغان، فارياب او سمنګانو له ولايتونو څخه يې د رسنيو د ډګر څه دپاسه ٢٠٠  مسلکي کارکوونکي روزلي دي.

هره ورځ  له ٢٥څخه زيات ژورنالستان د آى ډبليوپي آر  د دفتر له اسانتياوو کار اخلي، وړيا انترنيټ کاروي، ليکل شوو کيسو ته مراجعه کوي او له يوبل سره خپلې تجربې شريکوي.   

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، صالح محمد خليق وويل، د آى ډبليو پي آر دفتر له سيمه ييزو ژورنالستانو سره مرسته کړې، چې د رپوټ ليکلو نړيوال معيار ته ځانونه ورسوي.   

هغه وويل: "زه په شمال کې ددې دفتر اغېزمنتوب ستايم. ددې دفتر فعاليتونه په رښتيا هم ژورنالستانو او هېواد ته مثبت دي."

د بلخ يو ژورنالست، عنايت نجفي زاده، چې د فرانس پرس خبري رسنۍ او نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته کار کوي او هره ورځ د آى ډبليو پي آر دفتر ته راځي، وويل: "زه په رښتيا هم د آى ډبليو پي آر د خدمتونو پوروړى يم. که چېرته ما ددې انستيتوت په ورکشساپونو کې ګډون نه واى کړى او د رپوټ ليکلو نړيوال معيار مې نه واى زده کړى، دې معتبرو رسنيو به ماته کار نه واى راکړى."

د سلام وطندار د خصوصي راديو خبريال، جاوېد باختري وويل: "زه هره ورځ د خپل دفتر په پرتله د خپل وخت زياته برخه د آى ډبليو پي آر په دفتر کې تېروم. ځکه زما د ژورنالستيک کار زياته برخه دلته سرته رسيږي. زه د خپلو رپوټونو د بشپړولو لپاره د آى ډبليو پي آر په ويب پاڼې کې له خپرو شوو کيسو ګټه اخلم او وروسته د چټک سرعت انترنيټ کاروم."

د طلوع د تلويزيون خبريال، سيد عارف موسوي وويل: "آى ډبليو پي آر په بلخ کې د ژورنالستانو د ظرفيت د لوړلو کار په داسې يو وخت کې پيل کړ چې په بل ځاى کې داسې پروګرامونه موجود نه وو.ددې ځاى رسنۍ دې دفتر ته په دې نظر ګوري، لکه  تږو خلکو ته  چې اوبه ورسيږي."

Afghanistan
Journalism
Frontline Updates
Support local journalists