افغانستان: طالبانو څخه د ازادې ولسوالۍ خلکو مينه له ټاکنو سره زياته شوې

د غزني ولايت په يوې ولسوالۍ کې، چې پر ٢٠١٠ کال پکې يوازې درېو تنو رايه ورکړې وه، اوس تمه ده چې زيات شمېر خلک رايې ورکړي

افغانستان: طالبانو څخه د ازادې ولسوالۍ خلکو مينه له ټاکنو سره زياته شوې

د غزني ولايت په يوې ولسوالۍ کې، چې پر ٢٠١٠ کال پکې يوازې درېو تنو رايه ورکړې وه، اوس تمه ده چې زيات شمېر خلک رايې ورکړي

په غزنى کې داى دبليو پى ار تر روزنې لاندې خبريال سيد رحمت على زاده ليکنه

د افغانستان د يوې ولسوالۍ خلکو، چې د طالبانو په وړاندې پکې مشهور پاڅون رامنځته شوی و، راتلونکو ټاکنو ته په ډېره مينه او لېوالتيا ځانونه چمتو کړي دي.

په تېرو ټاکنو کې د غزني سويل ختيځ ته د اندړو په پرتې ولسوالۍ کې يوازې درېو تنو رايه ورکړې وه.

خو د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنو د رايې د ورکولو د کارتونو د ترلاسه کولو لپاره يې اوږدې ليکې جوړې کړي دي. دا کار د دې معنا لري چې د کليوالو ملېشو له خوا د ياغيانو شړلو د خلکو په چلن کې څنگه بدلون رامنځته کړی دی.

گڼ شمېر ځايي اوسيدونکو آی ډبليو پي آر ته وويل، پاڅون خلکو ته د دې زمينه چمتو کړه چې د ولايتي شورا او ولسمشريزو په ټاکنو کې ونډه واخلي او رايه ورکړي. 

د ٢٠١٠ کال په اپرېل کې د اندړو د ولسوالۍ د قديم خيلو د کلي اوسيدونکو د طالبانو په وړاندې ملېشه يي ډلې جوړې کړې چې په ځانگړي ډول يې له ډېر توند چلن څخه کار اخيست. 

دې ته ورته ډلې وروسته د مقر، قره باغ او ده يک په ولسواليو کې هم جوړې شوې او په ټوليز ډول د ملي پاڅون د غورځنگ په نامه ياد شول.

ځايي اوسيدونکي وايي د سلگونو جنگياليو غير منظمو ډلو امينت ښه کړ او له برکته يې د بيارغاولو کارونه پيل شول. 

کابل د افغانستان په لڼد تېر تاريخ کې د ملېشو د ترخو تجربو له امله د دې ډلو د ملاتړ په اړه زړه نا زړه و. پر ځای يې هڅه کوله چې د شونتيا تر کچې يې د ملي محلي پوليسو په ليکو کې ورگډ کړي.(د لا نورو معلوماتو لپاره وگورئ: افغان محلي ملېشې د مرستو غوښتنه کوي.)

لا تراوسه په اندړو کې د ولي محمد تر قوماندې لاندې د ملي پاڅون د غورځنگ څه ناڅه ١٢٠ جنگيالي په فعاليت بوخت دي. حکومت هڅه کوي چې هغوی هم د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ورگډ کړي.   

د اندړو د ولسوالۍ د خاني کلي اوسيدونکي، ٣٤ کلن رحيم الله وويل، په زرگونو نارينه او ښځو د رايو ورکول کارتونه اخيستي او غواړي د شنبې د ورځې په ټاکنو کې يې وکاروي.

هغه وويل: "په ولسوالۍ کې د امنيت د تامين ترڅنگ د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه خبرونې پروگرامونو په مټ خلک په ټاکنو کې ډله ييز گډون ته هڅيدلي دي. هغوی اوس پر دې ډېر ښه پوهېدلي چې طالبانو د پاکستان په لارښوونې په ټاکنو کې د خلکو مخه نيوله. پاکستان ته بېرته د غبرگون د څرگندولو په موخه موږ پرېکړه وکړه، چې په هره بيه کيږي، په ټاکنو کې به گډون کوو."

د کلا خيلو د کلي اوسيدونکي، ٢٥ کلن محب الله د هغه د نظر پخلی وکړ، چې د رايو د کارت د ترلاسه کولو لپاره په اوږدې ليکې کې ولاړ و.

هغه وويل: "طالبانو موږ پرې نښودو چې [د ٢٠١٢ کال] په پارلماني ټاکنو کې مو گډون کړی وای. دا ځل به له ډاره پرته د رايو ورکولو مرکز ته ځم. پاکستان غواړي طالبان بيا پر موږ واکمن شي، خو پرې به نږدو چې زموږ د زاړه دښمن هيلې سرته ورسيږي."

په غزني کې د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، شاجهان سرداري د وينا له مخې به په دې ولايت کې د رايو ورکولو ټول ٣٢٢ مرکزونه پرانيستي وي. د رايو ورکولو نور ٦٠ مرکزونه به د امنيتي گواښونو له امله تړلي پاتې شي.

د اندړو په ولسوالۍ کې به ٣٢ مرکزونه جوړ شي. نور شپږ مرکزونه له لسته ايستل شوي، ځکه په ځينو برخو کې لا اوس هم طالبان موجود دي.

سرداري وويل، ښه امنيت، د خلکو د معلوماتو د کچې د لوړولو کمپاينونو، د مدني ټولنو هڅو او د اسلامي مشرانو د ملاتړ له امله له ټاکنو سره د خلکو مينه زياته شوې. د ولايت په کچه د رايو ورکولو نور ١٢٧٢٠٠ نوي کارتونه ويشل شوي دي. د اندړو د ولسوالۍ اوسيدونکو ته د نهو زرو کارتونو له جملې څخه څلور زره ښځو ته ورکړ شوي دي.

د اندړ ولسوال، قاسم دېسوال له دې سره يوه خوله و چې د رايه ورکوونکو شمېره ښايي لوړه وي.

هغه زياته کړه: "د خوښۍ خبره خو لا داده چې په اندړو کې ښځې په ټاکنو کې گډون کولو ته زياتې لېوالې شوي دي."

دېسوال وويل، ١٨٤ کلي د ملي پاڅون د غورځنگ له امله د حکومت تر واکمنۍ لاندې راغلي دي. د ولسوالۍ د تالاشۍ په پوستو کې  ٣٥٠ نوي ځايي پوليس ځای په ځای شوي دي.

په غزني کې د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه خبرتيا د ډلې غړي، ٢٤ کلن شريف کوچي وويل، د هغه ډلو د خپلو فعاليتونو له امله د خلکو په چلن کې ډېر توپير راوستی دی.

هغه وويل: "کله چې به مو پخوا خلک په ټاکنو کې برخې اخيستلو ته هڅول، ځواب به بيخي منفي و. هغوی د کرزي حکومت کافر باله. خو کله چې مو د ټاکنو په اړه د خلکو د معلوماتو کچه لوړه کړه، زيات شمېر خلک د رايې ورکولو د کارت تر لاسه کولو ته چمتو شو."

نور خلک دا بدلون د دې حقيقت له امله بولي چې په تېرو ټاکنو کې پارلمان ته د هغوی د کوم استازي  د نه ورتگ له امله خلک نهيلي شوي وو.  

د غزني ولايت د ولايتي شورا غړي، امان الله کامراني وويل: "د نورو فکتورونو تر څنگ په پارلمان کې د استازي نشتوالي د اندړو خلک دې ته وهڅول چې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې گډون وکړي... هغوی پوه شول چې د دې کار نه کول زيان دي."

په غزني کې سياسي کارپوه، حسين رحيمي د دې نظر پخلی وکړ.

هغه وويل: "په پارلمان کې د استازي نشتوالي او د طالبانو په وړاندې پاڅون خلک دې ته اړ ايستل چې په ټاکنو کې د گډون په اړه جدي پرېکړه وکړي."

د گنډېر يو کليوال، ٢٦ کلن عبدالقادر اندړ په درېو تنو کې و، چې په تېرو ټاکنو کې يې رايه ورکړې وه.

هغه وويل: "د اندړو له ټولې ولسوالۍ څخه يوازې درېو تنو؛ ما، د پارلماني ټاکنو يوه نوماند او د ملي امنيت يوه کارکوونکي په تېرو پارلماني ټاکنو کې گډون کړی و."هغه زياته کړه، پاڅون هغه مهال رامنځته شو چې ځايي خلک له طالبانو څخه پوزې ته راغلل. هغه وويل: "طالبان خلک
گواښوي او د جوماتونو او شبنامو له لارې ورته وايي چې په ټاکنو کې ونډه وانخلي، خو سره له دې هم خلکو دا پلا په ټاکنو کې گډون کولو ته ملا تړلې ده."

سيد رحمت الله عليزاده په غزني کې د آی ډبليو پي آر روزل شوی خبريال دی.


Pakistan, Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists