افغانستان: شيعه عالمانو په ولور بنديز پورې کړ

په هلمند کې يو شمېر ښځې وايي دا پرېکړه به د هغوی په وړاندې درناوی راټيټ کړي.

افغانستان: شيعه عالمانو په ولور بنديز پورې کړ

په هلمند کې يو شمېر ښځې وايي دا پرېکړه به د هغوی په وړاندې درناوی راټيټ کړي.

په هلمند ولايت کې د اى ډبليو پى ار خبريال گل احمد احسان ليکنه
په هلمند کې شيعه اسلامي عالمانو د «ناوې ولور» په نامه د پيسو ورکړه له منځه وړې، چې په هغه ولايت کې د يو شمېر سني عالمانو د تاييد وړ هم ګرځېدلې ده.
يو شمېر شيعه مېرمنې له دې پرېکړې خوښې نه دي، وايي که په واده کې ولور وانخيستل شي، نو ناوې به په ټولنه کې خپل قدر له لاسه ورکړي.
سره له دې چې د هلمند اوسيدونکي زياتره سني مذهبه دي، خو په ډېره کمه فيصدى  شيعه اوسيدونکي هم پکې شته.
په نوموړې ټولنه کې د ناوې ولور له دوو زرو څخه تر دېرشو زرو ډالرو پورې اخيستل کيږي، خو د افغانستان په يو شمېر نورو برخو کې څاروي ورکول کيږي.
د نغدو پيسو زياتوالی د کورنيو پر اوږو لوی بار دی. ځوانان، چې نه غواړي مجرد پاتې شي، د ولور د پيسو د پيدا کولو په موخه بهرنيو هېوادونو ته ځي. زياتره ايران ته دا ناقانونه کډوال له بنديتوب، شړلو، ټپي کېدو او نورو ناوړو حالتونو سره مخامخ کيږي.
د هلمند د مرکز، لښکرګاه د لېسې زده کوونکې، شکريې وويل د ناوې د ولور کچه د راتلونکي ميړه په کور کې د هغې قدر او ګرانښت ټاکي. د ولور نه ورکړه به د هغې د نجلۍ توب په اړه پوښتنې راولاړې کړي.
هغې وويل: «که کومه کورنۍ پر خپلې لور ولور وانخلي، نو خلک به وايي د نجلۍ اخلاق ښه نه و او يا د پلار پر اوږو بار وه. د ناوې د ولور ورکړه نجلۍ له داسې تورنو څخه ساتي. که پلار مې پر ما ولور وانخلي، نو واده ته به غاړه کښېنږدم.»
په هلمند کې د شيعه ګانو د مذهبي شورا مشر، قاسم علي جعفري د هغو خلکو د نظر  مخالف  دی چې وايي ولور د يوې ښځې د قدر او ګرانښت ټاکونکی دی.
هغه وويل: «که هغوی په دې اند وي چې د ښځې قدر او ګرانښت په پيسو کې دی، نو په ناسمه لار روان دي. پيسې د ښځو قدر نه زياتوي. يوه ښځه د مينې او ملګرتيا له لارې ګرانښت او قدر ترلاسه کوي. د مېړه او مېرمنې تر منځ ګرانښت يوازې د مينې او [يو پر بل د] اعتماد له لارې رامنځته کيږي.» 
جعفري وويل، شورا په دې اند ده چې [د ولور د اخيستنې] دود د اسلامي احکامو مخالف کار دی. نوموړي اټکل وکړ چې دا بنديز به هرو مرو د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.
هغه وويل: «موږ ټول اسلامي عالمان او قومي مشران راټول شو او يوې پرېکړې ته ورسېدو چې د ټولو خلکو په ګټه ده. موږ د ژوند د لګښت د لوړېدو له امله دې پرېکړې ته رسېدلي يو. خلک زياتې پيسې لګوي، په زرګونه خلک ودونو ته رابلل کيږي او دا کار پر سياليو بدل شوی دي. له دې امله به خلک ددې پرېکړې هرکلی وکړي.»  
هغه وويل دبنديز پلي کول به اسانه وي، ځکه هغه د يو دينې اصل په توګه بلل کيږي.
هغه وويل: «دا کار خلکو ته هم ګټه رسوي، له دې امله به يې عملي کړي او پخپله به د پرېکړې ملاتړ وکړي.»   نوموړي زياته کړه، شورا به په هرو شپږو مياشتو کې يوه پلا غونډه کوي، چې د پرېکړې او د هغې په اړه د خلکو د غبرګونونو جاج واخلي.
په هلمند کې د مولوی عبدالرحمن په څېر يو شمېر سني مذهبه عالمان له دې سره موافق دي چې [د ولورد اخيستلو] دود بيځي له اسلام سره يو مخالف عمل دی. 
عبدالرحمن وويل: «د لور په نامه  له مېړه څخه د پيسو اخيستل دې ته ورته دي چې د مړي غوښه وخوړل شي. دا ناروا عمل دی چې پر دې [د ولور] پيسو خواړه واخيستل شي، ولګول شي او يا پرې کاروبار وشي.»
عبدالرحمن وويل د يوې ښځې قدر پر نغدو پيسو نه زياتيږي.
هغه وپوښتل: «آيا هغه نجونې، چې انګيري ولور د هغوی قدر زياتوي، پر دې پوهيږي چې زياتره سړي د [ولور] د پيسو د چمتو کولو لپاره  قتل، غلا، قاچاق او نورو ناروا کارونو ته لاس اچوي؟ آيا کله يې هم فکر کړی چې که ميړه يې په پورنوکې ډوب شي، نو د دوی ژوند به څنګه وي؟»   
سني طالبانو د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره په ۲۰۱۰ کال کې يو فرمان خپور کړ او د کابل شمال ته د کاپيسا ولايت د تګاب په ولسوالۍ کې يې د ولور لوړه کچه وټاکله. (د لا زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: طالبان د زړونو د لاسته راوړلو له تاکتيکونو کار اخلي.)
يو شمېر بياوايي شورا د موضوع عملي اړخ ته پام نه دی کړی.
په لښکرګاه کې د ملالۍ  د نجونو د لېسې زده کوونکې، کريمې وويل، ځينې کورنۍ د ولور په پيسو د لور  [کورنی] ژوند جوړوي. کله ناکله په پيسو د کور ځينې شيان [جهيز] اخلي او بېرته يې له ډولۍ سره د مېړه کورته ليږي. د ناوې کورنۍ د دود له مخې بايد د کور ځينې شيان د زوم کور ته چمتوکړي.  
هغې وويل: «د [شيعه ګانو] په ديني شورا کې داسې شتمن خلک شته چې د خپلو لوڼو پيسو [ولور] ته اړتيا نه لري. هغوی کولای شي خپلو لوڼو ته د واده پر مهال د اړتيا وړ ټول شيان ورکړي. زما پلار هيڅ شی نه لري. هغه نشي کولای ماته هغه شيان واخلي چې په ژوند کې به ورته اړتيا پيدا کوم.»
د شکيلا په نامه د کور يوې مېرمنې وويل، کېدای شي دا بنديز نارينه ګان له يوه څخه زياتو ودونو ته وهڅوي او بيا ورسره غير عادلانه چال چلن وکړي. 
هغې وويل: «که د ولور د پيسو اخيستل منع شي، نو هر سړی به دوې ښځې وکړي، ځکه پيسو ته به اړتيا نه وي. که چېرته يو سړی دوې يا درې مېرمنې ولري، نو په کورنۍ کې به يې لويې ستونزې پيدا شي. زه به مې هيڅکله مېړه ته د بل واده اجازه ور نه کړم. که په زوره  يې وکړ، نو زه به ترې لاړه شم.»   
هغه خلک په دې پرېکړې ډېر خوشاله دي چې د ولور له ورکړې سر مخامخ دي.
اته ويشت کلن عبدالله وويل، د ولور د پيسو د غوښتنې له امله يې ژوند ډېر تريخ شوی دی.
هغه وويل: «خسر مې راڅخه شل زره ډالره وغوښتل. دا پيسې ايله په پنځو کلونو کې پوره کېدای شوې. ايران ته لاړم. هلته زه او انډيوالان مې د پاسپورت د نه لرولو له امله يو کال بنديان شو. ورسته کاله ته راستون شوم او واده مې وکړ. خو لا تر اوسه  له خلکو څخه د ولور د پيسو پوروړی يم.» 
ګل احمد احسان په هلمند کې د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

Frontline Updates
Support local journalists