Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: شاته پرېښودل شوي مېرمنې

کله چې نارینه د کار لپاره له هېواد څخه بهر ځي نو ډیری ښځینه په کلونو ناامیدی او تنهایي زغمي.
By Atal Yad

شاه لیلا چې اوس ۲۹ کاله عمر لري، په ۲۰۰۸ کال کې یې له محمد ولي سره واده کړی دی. شپږ میاشتې وروسته له واده د هغې خاوند د کار لپاره سعودي عربستان ته ولاړه او په ۲۰۱۳ کال کې بېرته خپل کور ته، چې په پکتیکا ولایت کې موقعیت لري، راستون شو.  

لیلا وویل (دا ځل هم هغه له ما سره شپږ میاشتې تېرې کړلې او بېرته ولاړه، او له هغه وخت راهیسې بیا ندی راغلی. ډېره سخته ده چې د خپل د واده له ۱۰ کلونو څخه ۹ کاله په خپله خونه کې یوازې پرته له خاوند څخه تېري کړي).

هغې زیاته کړله چې د جنسې غریزې له امله کړېدله خو په وینا یې ددغې غریزې د پوره کولو یوازینې سمه لاره د هغې خاوند دی.

لیلا څرګنده کړله چې (زما ژوند د سپی په شان دی.)

په سویلي پکتیکا ولایت کې امنیت خراب دی او د کار زمینې نه شته دی نو ځکه ډیری نارینه د کار لپاره نورو هېوادنو ته مهاجرت کوي، او په سختی سره خپلو کورنیو ته بېرته راستانه کېږي.

د یوسف خیل ولسوالی یو قومي مشر میرزا خان وایي چې له هرو لسو نارینه و شپږ یې د کار لپاره بهرنیو هېوادونو لکه هندوستان، سعودي عربستان او دُبی ته ځي. دا کار د هغوی مېرمنې له یو ناڅرګند راتلونکي‌ سره مخ کوي او ترڅنګ یې هغوی د ټولنیزو خنډونو له کبله خپل طلاق هم غوښتلای نه شي.

په اسلام کې‌، یو نارینه کولای شي چې له څلورو ښځو سره ودونه وکړي که چېرته وکولای شي چې له ټولو سره مساویانه چلند وکړي.‌ له بلې خوا  بیا د ښځې حق دی چې لږ تر لږه په څلورو میاشتو کې یو ځل له خپل خاوند سره جنسي اړیکي ټینګې کړي.

خو د ناندریزو سیمه ییزو دودونو له کبله ښځینه نه شي کولای چې د ښځې او مېړه ترمنځ د جنسي اړیکو په هکله خبرې وکړي.

د جګړې او سولې د رپوټ ورکوونې انستیتوت خبریال ته په مرکه کې یو شمېر مېرمنو د تنهایي او ناامیدی د هغه ژوند په هکله، کله یې چې مېړونه د کار لپاره له هېواد څخه بهر ځي، خبرې کړي دي.

۳۹ کلنه زهرا په یوسف خیل ولسوالی کې ژوند کوي. د هغې مېړه،‌ اکبرخان، په ۱۹۹۸ کال کې له واده شپږ میاشتې وروسته هندوستان ته د کار لپاره ولاړه. هغه تر ۲۰۰۴ کاله پورې بېرته راستون نه شو.

زهرا وویل: (زما خاوند له ما سره شپږ میاشتې تېرې کړلې او بېرته هندوستان ته ولاړه. له څلورو کلونو وروسته هغه ۲۰۰۹ کال کې کور ته راغی).

په دې موده کې دوی دواړه د دوه ماشومانو، یو هلک او یوه انجلی، خاوندان شول.

زهرا زیاته کړله (کله چې اکبر خان په ۲۰۰۹ کال کې کورته راغی نو د شاه بخت په نامه له یوې ۱۸ کلنې انجلی سره یې واده وکړ.)

له خپلې نوې مېرمنې سره د یوه کال له تېرولو وروسته اکبر خان بیا هندوستان ته ولاړه او له دوی دواړو هېڅ کوم یې هم هغه له هغه وخت راهیسی لیدلای نه دی.

زهرا زیاته کړله (کله چې زه د شپې د خوب بسترې ته ولاړه شم، نو د خپل خاوند په هکله فکر کوم، او کله چې رایاد شي چې هغه له ما سره نشته نو له ډېره خپګانه لیونی کېږم. ددې کار له کبله زه دې ته اړ شوم چې د تجرد ژوند پرمخ یوسم).

دوهمې مېرمنې یې، شاه بخت، هم وویل چې هغه هم له تنهایي څخه کړېدلې ده.

شاه بخت زیاته کړه: (زه خپل خاوند نه بښم ځکه چې هغه، اته کاله زه له جنسي اړیکې لرې ساتلې یم).

د عبدالمنان په نامه یو دینی عالم وویل، هغه نارینه چې له هېواد څخه بهر د کار په موخه ځي او خپلې مېرمنې یوازې پرېږدي نو په حقیقت کې هغوی ستره ګناه ترسره کوي.

هغه زیاته کړله چې که چېرته په داسې قضیو کې ښځه خپل د خاوند د غیابت په هکله شکایت وکړي نو محکمه دا حق لري چې هغې ته طلاق ورکړي.

د پکتیکا ولایت د والی ویاند ښاغلی محمد رحمان ایاز وویل چې ښځې له خپلو مېړونو سره د اړیکو په برخه کې د ستونزو له کبله شکایت کوي. دغه راز ستونزو ته ډیری وخت د غیر رسمي منځګړیتوب او له قومي مشرانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې رسېدنه کېږي.