Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: د ځورونې په اړه د آی ډبلیو پي آر د رپوټ غبرګون

خبریالانو د انتقادي او حساس رپوټ په وړاندې د غبرګون مننه وکړه.
By Mahfuz-ul-Haq

د ننګرهار ولایت چاراکو لوړه وکړه چې په پوهنتونونو کې د جنسي ځورونې په اړه د آی ډبلیو پي آر د څېړنیز رپوټ له خپرېدو وروسته جدي ګامونه پورته کړي.

(وګورئ: افغان نجونې د پوهنتون په چاپېریال کې له ځورونو شکایت کوي.)

‍د ختیځ ولایت، ننګرهار پوهانو او د مدني ټولنې فعالانو هم د وروستنې برسېرونې هرکلی کړی او له  خبریالانو څخه يې د هغوی د هڅو مننه کړې ده.

چارواکو په هغې غونډې کې، چې د فبرورۍ په یوولسمه په جلال آباد کې جوړه شوې وه، وویل، هغوی له نوموړې ستونزې سره د مقابلې لپاره د دغو نوښتونو د زړه له کومي ملاتړ کوي.

همدا رنګه محصلانو وویل، له دغه راز حساسو موضوعګانو سره د آی ډبلیو پي آر د مقابلې اراده پر نورو ورته شرمناکو موضوعګانو باندې خبرو اترو ته لاره هواروي.

په ننګرهار کې د لوړ زده کړو د موسسو رئیس، نعمت الله همدرد وویل: «موږ به له دغه ستونزې سره څومره چې کولای شو، سخته مبارزه وکړو.»

«موږ په ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د شکایتونو صندقونه ایښي دي. په دې توګه به نجونې خپلې د علاقې وړ موضوعګانې له موږ سره شریکې کړي.»

«زه پخپله شخصا هره اوونۍ پوهنتونونو ته ځم او د شکایتونو له صندقونو څخه لیکونه راټولوم او په ډېر ځير يې د نجونو شکایتونه لولم او تر خپل وس زیار باسو چې مناسب سمون او اصلاح رامنځته کړو.»

د شلو نجونو محصلانو په ګډون شپېتو تنو د آی ډبلیو پي آر په غونډې کې ګډون کړی وو، چې وروسته په ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې د یو شمېر رادیوګانو له لارې خپره شوه.

غونډه د آی ډبلیو پي آر له خوا د هغوی د وروستني رپوټ د خپرولو له امله د همدرد د مننې پر وینا پیل شوه، چې په ننګرهار کې يې د ښځینه محصلانو د همټولګیوالو او استادانو له خوا د جنسی ځورونو پر موضوع رڼا اچولې وه.

په ننګرهار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون (AIHRC)  د نماینده ګۍ مشرې هاشمې شریف وویل، د ټولو پوهنتونونو د رئیسانو دنده ده چې د پوهنتون چارواکي له نژدې وڅاري او د هر نامناسب اقدام په وړاندې جدي ګام پورته کړي.   

هغې اوریدونکو ته وویل: «دا یو ډېر مهم رپوټ و چې د دغه ستونزې په اړه يې حقایق په ډاګه کړل.»

«یو مهال زه د جنسی ځورونې قرباني وم. ما دا موضوع ډېره جدي ونیوله. ما ته پته ده، په ننګرهار پوهنتون کې ځینې استادان شته چې د پوهنتون په چاپېریال کې محصلانې ځوروي.»

د بغداد ارماني په نامه یوه ارواپوه غونډې ته وویل، د هغه په اند د یو شمېر نارینه ګانو له خوا د ښځو ځورول د اجبار یوه بڼه ده.

هغه له میندو وغوښتل، خپلو لوڼو ته د دغه ستونزې په اړه معلومات ورکړي، چې ښايي د پوهنتون په چاپېریال کې ورسره مخ شي. هغوی ته په ټینګار ووايي چې باید د دغه موضوع په اړه له رپوټ ورکولو څخه ډار ونه لري.

ارماني وویل: «آی ډبلیو پي آر له یوې داسې موضوع سره اړیکې نیولي چې بله کومه رسنۍ د دغه کار زړورتیا نه لري. زه له هغوی څخه مننه کوم چې دغه راز یوه غونډه يې جوړه کړې ده. د دغه راز ستونزو په اړه څېړنه او پلټنه ډېره ګټوره ده.»

په جلال آباد کې د الفلاح پوهنتون استاد، خلیل الله شینواري وویل، د هغه موسسه هڅه کوي چې زیاتې ښځینه استادانې مقررې کړي او کله ناکله يې یوازې د ښځو لپاره ټولګي جوړ کړي دي.

هغه وویل: «وقایه تر درملنې بهتره ده.»

د مناظرې په وروستیو شېبو کې محصلانو ته وخت ورکړل شو چې له ویناوالو څخه پوښتنې وکړي.

د کمپیوټر ساینس محصلې، سایرې سلیم له همدرد څخه پوښتنه وکړه، د پوهنځي چارواکو د محصلانو نامناسب جنسی چلند په وړاندې د شکایتونو په اړه څه غبرګون څرګند کړ.

هغوې پوښتنه وکړه: «که چېرته یوه محصله ځانته د ورپېښې شوې ستونزې په اړه د پوهنتون اداره خبره کړي، نو اداره به د دغې ستونزې څومره جدي څېړنه وکړي؟»

همدرد په تکرار وویل، هغه د ځورونو په وړاندې «تر بشپړ ممکن بریده» هوډمن دی، چې هیڅ محصل په راتلونکې کې د ناراحتۍ احساس ونه کړي.

د غونډې برخوالې، هما خلاند له هاشمې شریف څخه وپوښتل، ستاسو په اند د جنسي ځورونې په وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون څومره اغېزمن دی.

شریف وویل، هغې ته په دې ولایت کې (له پوهنتون څخه بهر) لس قضیې معلومې دي، چې نارینه پکې د ښځو په وړاندې د سرغړونو له امله بندیان شوي دي.

هغې وویل: «دغه نارینه ګان اوس د زندان د میلو تر شا پراته دي. موږ له ټولو ښځو څخه غوښتنه کوو چې په دغسې حالاتو کې له ځنډ پرته موږ ته راشي او خبر مو کړي، ترڅو موږ له هغوی سره مرسته وکړو.»

د ننګرهار د والي ویاند، عطاءالله خوګیاڼي هم له آی ډبلیو پي آر څخه مننه وکړه او د دغه راز نورو څېړنیزو رپوټونو هیله يې څرګنده کړه.

هغه وویل: «ما رپوټ ولوست او مناظرې ته مې غوږ ونیو. له دې وروسته به له پوهنتونونو سره غونډې کوو چې د دغه موضوع په اړه ورسره مرسته وکړو.»

په ننګرهار کې د بي بي سيBBC  خبریال، ذبیح الله رحیمزي د آی ډبليو پی آر رپوټ یو نوښت وباله.

هغه وویل: «دا یوه حساسه موضوع ده. اوس خلکو ولوسته او په زرګونو خلکو د رادیو له لارې واورېده.»

ټولنیزه فعاله، مقدسې احمدزۍ له دې سره موافقه وه، ويې ویل: «دا تر ټولو لومړی ځل دی چې په ننګرهار کې د جنسي ځورونې په اړه دغسې مناظره جوړیږي. زه له آی ډبلیو پي آر څخه مننه کوم چې د ډېرو ښځو د ژوند له سمون او ښه کېدو سره مرسته کوي.»

More IWPR's Global Voices