افغانستان: د ٢٠١٠ کال دسمبر/ د ٢٠١١ کال جنوري

افغان سيمه ييز مرکز خبريالانو ته عملي زده کړه ورکړه او همدارنګه يې له يو بل سره د ليدو او د نظرياتو او افکارو د تبادلې لپاره د يو مېزشاته کښينول.

افغانستان: د ٢٠١٠ کال دسمبر/ د ٢٠١١ کال جنوري

افغان سيمه ييز مرکز خبريالانو ته عملي زده کړه ورکړه او همدارنګه يې له يو بل سره د ليدو او د نظرياتو او افکارو د تبادلې لپاره د يو مېزشاته کښينول.

Tuesday, 15 February, 2011

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر کارکوونکي

خبريالان او چارواکي وايي په هرات کې د آى ډبليو پي آر دفتر نه يوازې د سيمه ييزو خبريالانو لپاره يوه په زړه پورې سرچينه ده، بلکې د هغې ترڅنګ يې له ځايي خبريالانو سره د ژورناليزم د معيارونو په ترلاسه کولو او زده کړې کې هم مرسته کړې ده.

د افغانستان په لويديځ کې، د هرات په څېر يو مهم ولايت کې د آى ډبليو پي آر مرکز له يو کال څخه په لږه موده کې د خپل فعاليت په ترڅ کې ژورنالستانو ته د کمپيوتر او انټرنيټ وړيا زده کړې چمتو کړي او له يو بل سره يې د ليدلو او د کارونو د همغږي کولو لپاره يوځاى کښينولي دي. 

دې کار تر ټولو زيات له ښځينه خبريالانو سره ډېره مرسته کړې، چې نه يې شو کولاى خپلې زده کړې اومسلک د سيمې د محافظه کارانه چلن له مخې عملي کړي. 

د سودابې افضلي په نامه يوې خپلواکې خبريالې وويل: "ما د دفتر له جوړېدو دمخه خپل رپوټونه په ډېرو ستونزو ليکل. د اړتيا وړ موادو راټولول ګران و. کله چې به مې رپوټ بشپړ کړ ، نو د استولو لپاره به يې د انټرنيټ کلپ ته تلم. فکر ته به مې راتلل، د هرات په څېر يوې دوديزې ټولنې کې داسې خنډونه او ناويلي شتون لري چې د انټرنيټ کلپ ته د يوې نجلۍ تګ ګرانوي."

"خو اوس له ډاره پرته د آى ډبليو پي آر دفتر ته ځم او هلته کار کوم، ځکه هرڅوک پوهيږي چې دا مرکز د ځايي رسنيو د کار لپاره جوړ شوى دى."

د آى ډبليوپي آر له خوا د محمد نعيم په نامه يو روزل شوي خبريال وويل: "ما ژورنالپيزم په دې دفتر کې زده کړ." نوموړي زياته کړه، پخوا ډېرو موسسو ځايي ژورنالستانو ته د سرچينو د چمتو کولو ژمنه کړې وه، خو هغه نوښتونه به ډېر نه پايېدل او هيڅ اغېز به يې نه تر سترګو کېده.

هغه وويل: "تراوسه هيڅ موسسه نه ده توانيدلې د آى ډبليو پي آر په څېر خدمتونه چمتو کړي، ځکه د هغوى [نورو موسسو] د فعاليت موده زياتره لنډه وه او بيا به تړل کېدې. آى ډبليو پي آر نه يوازې له ژورنالستانو سره مرستې کړي، بلکې په بېلا بېلو برخو کې روزنه چمتو کوي. هر ليکل شوي رپوټ ته ښه حق الزحمه هم ورکوي چې د ډېرې هڅونې لامل کيږي."

رحيم زياته کړه د آى ډبليو پي آر دفتر د دوستانو د موندلو او د نظر د راکړې ورکړې يو ښه مرکز دى.

نوموړي زياته کړه: "په دې دفتر کې موږ [د يو مېز تر شا] کښينو او پر بېلا بېلو موضوعګانو خبرې کوو، د يوې موضوع لپاره مفکورې پيدا کوو، پر هغې کارکوو او د يو بل کار تر ارزونې لاندې نيسو."

په هرات کې يوه لسيزه دمخه د طالبانو تر رانسکورېدو راوروسته ډېرې رسنۍ رامنځته شوې  او زيات شمېر ځوانان يې په ژورناليزم کې زده کړې ته هڅولي دي. د ځايي رسنيو په ډګر کې لس راديوي ستيشنونه، پنځه تلويزيوني کانالونه او تر ٤٠ زياتې چاپي خپرونې رامنځته شوي دي.

آى ډبليو پي آر د هرات د روزل شوو خبريالانو رپوټونه په منظمه توګه خپاره کړي، چې يو شمېر يې ښې او مثبتې پايلې هم درلودلي دي. د بېلګې په توګه يو رپوټ په سيمې کې د ناچاودو توکو د شمېر پر ډېرېدو رڼا اچولې، چې چارواکي يې دې ته وهڅول پوليسو ته د بمونو د شنډولو د تخنيک په برخه کې لا زياته روزنه ورکړي.

د ساقي تلويزيون او د ځوانانو غږ راديو په ګډون د ځايي رسنيو يو خبريال، فيروز ضيا وويل، "ددې دفتر له پرانيستو را پدې خوا د هرات د بېلا بېلو رسنيو د خبريالانو مخې ته ٩٠ سلنه پرتې ستونزې هوارې شوي دي، ځکه دې دفتر  په وړيا توګه کمپيوټرونه او انټرنيټ چمتو کړى دى. په دې کار ځايي خبريالان ډېر هڅول شوي دي."

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي هم د آى ډبليو پي آر د هلوځلو ستاينه کوي او وايې چې اوس د هرات د رسنيو لپاره يو مرکز تاسيس شوى دى.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، وليشاه بهره وويل، چارواکو لا له وړاندې په خپلو سترګو ليدلي چې د آى ډبليو پي آر مرکز ژورنالستانو ته د ښو او ډېرو اغزمنو رپوټونو د ليکلو وړتيا ورکړي ده.    هغه وويل: "د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په هرات کې د آى ډبليو پي آر د کار ملاتړ او ډېره ستاينه کوي."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists