افغانستان: د ٢٠١٠ کال جون او جولاى

د آى ډبليو پي آر اديتوره په افغانستان کې د روزنيزو کورسونو له جوړولو وروسته د راستنېدو پر مهال وايي چې د افغاني ژورنالستانو د مقاومت او زړورتيا تراغېز لاندې راغلې ده.

افغانستان: د ٢٠١٠ کال جون او جولاى

د آى ډبليو پي آر اديتوره په افغانستان کې د روزنيزو کورسونو له جوړولو وروسته د راستنېدو پر مهال وايي چې د افغاني ژورنالستانو د مقاومت او زړورتيا تراغېز لاندې راغلې ده.

Thursday, 5 August, 2010

د آى ډبليو پي آر د خبريالې، دانيلا پليد ليکنه

د خبريال ژبه تونده او سخته وه او د سترګو پټولو اجازه يې نه ورکوله: "ښه وزير صاحب، ولې له دومره امنيتي تدبيرونو سره سره بم چوونکي په ډېرې اسانۍ د کابل ښارمنځ ته راننوتل؟" د هغه بل ملګري زياته کړه: "موږ دمخه څو څو ځلې د نوو امنيتي تدبيرونو په اړه ستاسو ژمنې اورېدلې دي، څنګه به خلک پر تاسو باور وکړي؟"

ما هيڅکله داسې نه انګېرل چې د افغان حکومت له يو وزير سره به دومره د زړه سوي احساس ولرم. له نيکه مرغه دا د چاودنې خبره نه وه. دا د آى ډبليو پي آر له خوا برخوالو ژورنالستانو ته په روزنيز کورس زما رول و چې مازې په يو جوړ شوي بېلګه ييز مطبوعاتي کنفرانس کې مې د يو مامور په توګه لوباوه. دا په افغانستان کې زما د لس اوونيز سفر په ترڅ کې د روزنيزو ورکشاپونو په لړۍ کې د يوه ورکشاپ برخه وه. .

نه يوازې ژورنالستان د روزنېز کورس په بهير کې په زغرده غږېدل، بلکې زه له افغانستان څخه په داسې حال کې راستنه شوم، چې د افغاني ژورنالستانو له ټينګار او زړورتيا څخه هيښه او هڅېدلې وم.

افغاني رسنيو نهه کاله وړاندې د طالبانو له سقوط راوروسته پرمختګ کړى دى. د درېو لسيزو جګړو او نښتو له امله د ازادو او عادلانه مطبوعاتو د سر پورته کولو چانس ډېر لږ و.

اوسمهال د رادېو په لسګونه ستيشنونه، د تلويزيون يو شمېر کانالونه او په سلګونه خپرونې رامنځته شوي دي. سره له دې چې د نوي نسل ژورنالستان د (مسلکي) روزنې او تخنيکي منابعو له نشتوالي سره مخامخ دي، خو هغوى لېوال، مسؤول او تر هرڅه زيات، زړور دي.

په نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه په پخواني شوروي اتحاد، کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالان د واک د ننګونې په وړاندې، د استبداد د پاتې شونو له امله، دوه زړي وو. خو په افغانستان کې د هغې د کمونيستې دورې او د نه مننې وړ بېثباته دولت سره سره، چې جنګ سالاران پکې په ډاډه زړه فعاليت کوي او د حکومت ملاتړ او مرسته نه ليدل کيږي، ژورنالستان له روان حالت سره له ډار پرته ډغرې وهي.

د آى ډبليو پي آر مشر اديتور، جان ميک لوييډ وويل: "افغانان له دولته لږ ډار لري، ځکه په تاريخي لحاظ د يوې موسسې په توګه کمزورى دى. خو دا سمه بريښي چې افغانان په عين وخت کې له زياتو اکتورانو څخه وډاريږي. دا ژورنالستان کولاى شي پر هغوى سترګې پټې کړي."

په افغاني فرهنګ کې، په تېره بيا مشرانو ته، په درناوي زيات ټينګار کيږي. زياتره په اخلاقي لحاظ د سختو پوښتو اجازه هم نه وي. دې فشار ته هم ښايي ډډه کېښودل شي چې د اخلاقو له مخې له توندو او سختو پوښتنو څخه ډډه وشي.

له دې حقيقت سره سره داسې ژورناستان هم وو چې د حساسو موضوعګانو، لکه سقط په اړه ليکنې وکړي او د يو متوازن او مسلکي رپوټ د ليکلو لپاره خپل نظر او عدم توافق يوې خواته پريږدي. .

يو شمېر نورو ژورنالستانو په دې وروستيو کې د جوګيانو (جپسيانو) اندېښنې رابرسېره کړي، چې د خلکو له پامه غورځېدلي دي.

په دې هېواد کې بله دېره مهمه موضوع د بشر حقونه او د اوسنيو او پخوانيو جنګ سالارانو حالت دي. خبريالانو په دې وروستيو وختو کې زړورتيا ښودلې او د (پارلماني) ټاکنو د نوماندو په وړاندې يې د رايه ورکوونکو د غوسې موضوع رابرسېره کړې، چې دمخه په زور زياتي تورن وو. .

ميک لوييډ وويل: "له بشري حقونو څخه د سرغړونې موضوع په رښتيا هم خطرناکه ده. هغوى له هغو خلکو سره په ډېرو سختو حالتونو کې مرکې کوي چې پخپله تر ګواښ لاندې او د وسله والو ډلو له رښتيني خطر سره مخامخ دي. له دې سره سره بيا هم هغوى له ډېرو خطرناکو افرادو څخه همدا سختې پوښتنې کوي."

دا خبره هغه مهال ډېره رښتونې وي چې کله ناکله بوږنوونکي رپوټونه چمتو کوي، لکه د طالبانو په لاسونو د يو ماشوم وژنه، چې بهرنيو پوځونو ته په جاسوسۍ تورن و.

آى ډبليو پي آر ژورنالستان د خپلو کارول شوو منابعو کره کولو ته هڅوي او ددې روزنه ورکوي چې د رپوټ دواړو اړخونو ته د رسېدو په موخه لازم دسپلين ولري.

په پاى کې زياتره هغه خبريالان چې ما ورسره وليدل د عدالت د احساس خاوندان وو او داسې ټينګ باور او عقيده يې درلوده، چې د افغانستان اوسنى ناوړه حالت په يو ډول نه يو ډول له پرون سره تړاو لري. 

Afghanistan
Journalism
Frontline Updates
Support local journalists