افغانستان: د ٢٠١٠ کال اپرېل او مى

د پستو ځنګل ته د ګواښ په اړه د آى ډبليو پي آر رپوټ د نوموړو ځنګلونو د ساتلو زمينه چمتو کړه.

افغانستان: د ٢٠١٠ کال اپرېل او مى

د پستو ځنګل ته د ګواښ په اړه د آى ډبليو پي آر رپوټ د نوموړو ځنګلونو د ساتلو زمينه چمتو کړه.

Thursday, 24 June, 2010

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر کارکوونکي

ځايي چارواکي وايي، د بادغيس په ولايت کې د پستو د ځنګلونو په اړه د آى ډبليو پي آر رپوټ ددې طبيعي منبع د ساتلو د اهميت او ارزښت په هکله د خلکو پام ځانته اړولى دى. 

د "بادغيس د پستو ځنګلونه د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دي." اى دبليو پى ار  هغه اندېښنې په ډاګه کړې وې، چې د بېوزلۍ او د سون د توکو د نشتوالي له امله ځايي خلکو د پستې د ونو وهلو ته مخه کړې وه.

د مى د مياشتې په ديارلسمه د نوموړي رپوټ له خپرېدا وروسته د بادغيس ولايت د کرنې رئيس، حفيظ بينش وويل، زيات شمېر خبريالانو او د رسنيو استازو ورته تيليفونونه وکړل او د پستو د ونو په اړه يې ورځينې معلومات وغوښتل. نوموړي ددې کار لامل د  آى ډبليو پي آر د رپوټ  خپرېدا وبلله. 

د بادغيس په ولايت کې د هسپانيې د ولايتي بيارغاونې د ډلې تر مشرۍ لاندې د  طبيعي منابعو، ځنګلونو او کرنيزې ځمکو د موسسې (AECID) مشر، سخي پېشتاز وويل، د نوموړي رپوټ خپرېدا د هغوى کار ډېر اسانه کړى دى.

هغه وويل د نوموړي رپوټ خپرېدا له هغوى سره مرسته وکړه چې د کوچيانو د استازو په ګډون د آب کمري، مقر، قادس، بالامرغاب او غورماچ د ولسواليو ١٦٠ تنو قومي مشران د بادغيس ولايت په مرکز، قلعه نو کې په يو درې ورځني ورکشاپ کې راغونډ شي او د پستې د ځنګلونو د پالنې په اړه پوهه او معلومات تر لاسه کړي.    

هغه وويل د ورکشاپ ټولو برخه والو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د پستې ونې ونه وهي او ساتنه به يې وکړي.

د بادغيس ولايت د والي مرستيال، عبدالغني صابري، چې ويل يې د رپوټ له خپرېدا وروسته ولايتي چارواکو د قومونو له استازو او ځنګلونو ته له څېرمه اوسيدونکو خلکو سره څو څو ځلې غونډې وکړې.   

هغه وويل، له نوموړو غونډو وروسته ځايي خلک له هغه زيان څخه خبر شول چې د هغوى څاروي يې ځنګلونو ته رسوي. 

نوموړي وويل: "په بادغيس کې له قومي استازو سره زموږ د غونډو په پايله کې خلکو اوس خپل څاروي او اوښان له ځنګلونو څخه ايستلي دي."

صابري زياته کړه، په پام کې ده يو پلاوى لويديځ ولايت هرات ته لاړ شي، چې د پستې د ځنګلونو د مخنيوي په اړه کار وکړي او له ځايي چارواکو سره خبرې وکړي.  

په همدې وخت کې د هرات ولايت د چاپېريال رئيس، عبدالقيوم افغان د آى ډبليو پي آر د رپوټ هرکلى وکړ.

هغه وويل: "رپوټ په رسنيو او آن په حکومتي ادارو کې احساس شوى. هيله ده د داسې رپوټونو خپرېدل دوام ومومي."

نوموړي زياته کړه، د (يادې شوې) کيسې له امله د هغه رياست د ځنګلونو د ساتنې لپاره يو پلان تر لاس لاندې نيولى چې د اړوندو حکومتي چارواکو په ګډه مرسته به پلى شي. 

نوموړى رپوټ د هرات ولايت د پامير د مياشتنۍ او فرياد راديو په څېر يو شمېر نورو رسنيو هم کارولى او تعقيب کړى دى. 

د ولي محمد حديد په نامه د هرات راديو يو خبريال وويل، د آى ډبليو پي آر په ويب پاڼې کې د نوموړي رپوت له لوستلو وروسته هغه ته مينه پيدا شوه چې د ځنګلونو د ناوړه کېدونکي حالت په اړه پخپله هم يو رپوټ چمتو کړي.  

هغه وويل: "په رښتيا هم د آى ډبليو پي آر د خبريالانو کار د ستاينې وړ دى. دا رسنۍ نورو رسنيو ته د حقايقو د موندلو لپاره يوه ډېره ښه سرچينه ده. تر هغه چې په ما پورې اړونده ده، ددې رسنۍ رپوټونو فوق العاده اغېز کړى دى."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists