افغانستان: د يو اوږد خونړي اوړي په لور

د امريکا متحده ايالتونه او د هغوی متحدين په سهيل کې په يو نوي بريد کې ښکېل دي، خو بغاوت د افغانستان نورو برخو ته په خپرېدو دی.

افغانستان: د يو اوږد خونړي اوړي په لور

د امريکا متحده ايالتونه او د هغوی متحدين په سهيل کې په يو نوي بريد کې ښکېل دي، خو بغاوت د افغانستان نورو برخو ته په خپرېدو دی.

. د هلمند او ارزګان په ولايتونو باندې بريدونه په داسې وخت کې تر سره کيږي، چې طالبانو له خپلې دوديزې سيمې بهر شمالي او لويديځو برخو ته خپل بريدونه غځولي دي.



د نښتو، ځانمرګي بريدونو، د ښوونځيو د سوځېدلو او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلي ورځني خبرونه له اوږدې مودې راهيسې خلک بوږنوي. ښايي افغاني جګړه د عراق د پيښو تر سيورې لاندې راغلې وي، خو تاوتريخوالي جدي او نورو سيمو ته د خپرېدو په حال کي دی.



د هلمند، زابل، کندهار او ارزګان ولايتونه، چې ټول يي له پاکستان سره په شريکې پولې پراته دي، تل ورته د ((سرکښ)) او ((بې ثباته)) ولايتونو په سترګه کتل کيږي. دا څرګندونې اوس د پلازمينې، کابل سهيل ته 40 کيلومتره وړاندې پروت ولايت، ميدان او وردګو په اړه هم تر غوږو کيږي.



آن کابل هم لکه د يو څو وروستيو اوونيو په څېر يو کرار ځای نه بلل کيږي. د غبرګولي د اتمې نېټې لاريونونو او اخ و ډب، چې له امله يي اوولس تنه مړه او نژدې 200 تنه ژوبل شول، د کابل د خونديتوب مفهوم ته د پای ټکی کېښود.



د افغانستان له شمال او لويديځ څخه وروستني رپوټونه وايي، ياغيان لکه څنګه چې يي ګومان کېده له هغه زيات برلاسي او د خلکو پراخ ملاتړ ورسره دی.

د امنيتي چارو د خوندي کولو مسوول چارواکي د طالبانو مخ په ودې شتون ته په کمه کچه ګوري.



د سهيلي يرغل په وړاندې خوشبيني



د امريکا د متحده ايالتونو پوځي وياند، ډګروال ټام کولينس د غبرګولي په 24 نېټه وويل، چې په تېرې مياشتې کې د (غرني بريد) تر نامه لاندې پيل شوېو عملياتو دويمه برخه به د هلمند ولايت له

شمالي برخو او د ارزګان په لويديځو ګاونډو سيمو کې له پټنځايونو څخه د طالبانو د جرړو د رايستلو پرېکړه کوونکې هڅه وي.



ددې عملياتو د سرته رسولو لپاره يو ستر ځواک ګومارل شوی، چې په کې د افغان ملي اردو 3500 عسکر، په هلمند کې د نوي ځای په ځای شوي برتانوي فوځ 3300 تنه غړي، 2300 تنه امريکايان او 2200 تنه کاناډايان شامل دي.



ددې يرغل موخه په يو وخت کې د ټولو ياغيانو د پټيدو د ځايونو له منځه وړل دي، تر څو نورو ولايتونو ته ونه تښتي. په دې يرغل کې په کندهار او زابل کې د اوسيدونکو ياغيانو د فعاليت د ځايونو ويجاړول هم شامل دي.



د دفاع د وزارت وياند، جنرال عظيمي له وروستي اعلان دمخه د خبرو پر مهال اقرار وکړ، چې: ((په سهيلي برخو کې وضعه ښه نه ده. موږ د سيمي لپاره امنيتي پلان لرو. هيله من يو په راتلونکو دوو مياشتو کې به يو مثبت بدلون راشي.))



عظيمي وويل، لويه ستونزه د ياغيانو د تکتيک بدلون دی.



نوموړي وويل: ((د ځانمرګي بريدونو مخنيوي سخت کار دی. موږ هڅه کوو، استخباراتي خدمتونه پراخ کړو، ترڅو له رامنځته کېدو دمخه هغه شنډ کړای شو.))



د کورنيو چارو د وزارت وياند، محمديوسف ستانيزی هم په ورته توګه خوشبينه و، ويل يي: ((هوکې، د امنيت نشتوالی شته. خو دا د خلکو د دښمنانو وروستی هلې ځلې دي. زموږ امنيتي ځواکونه ورځ په ورځ غښتلي کيږي.))



په عادي خلکو کې د پيښې رښتينی انځور



د ستانيزي په وينا په پوځي فعاليتونو کې د دښمن بوختيا مخ په اوبه کېدو ده. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((طالبانو به له موږ سره مخامخ جګړه کوله، خو اوس يي وس نه لري.))



دا د اورېدلو لپاره ښې خبرې دي، خو په حقيقت ولاړې نه دي. ياغيان يوازې ځانمرګي بريدونه نه تر سره کوي او ښکاري چې برالا بريدونه او وړې او لنډې جګړې هم کوي.



په وروستيو مياشتو کې په زياترو ولايتونو کې د پوليسو او اردو په پوستو باندې د طالبانو په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی او په ځينو سيمو کې کله ناکله يوه سيمه تر ورځو ورځو پورې تر خپل کنترول لاندې ساتلای شي. جګړې د نيمروز، نورستان او وردګو په څېر ځايونو کې هم رامنځته شوي دي،

چې ټول يي د طالبانو له اصلي ټاټوبي څخه بهر دی په دې ډېرو نژدې ورځو کې طالبانو د ارزګان په ولايت کې يوه ولسوالي د څلورو ورځو لپاره په خپله ولکه کې ساتلې وه.



د سنليس د شورا په يو وروستي رپوټ کې ويل شوي و، چې طالبانو د افغانستان د سهيلي سيمو کنترول تر لاسه کړی دی. په رپوټ کې ويل شوي و، د هلمند ولايت د استوګنو په سلو کې اتيا وګړي بهرنيو ځواکونو ته د ظالمانو په سترګه ګوري او په وړاندې يي د طالبانو ننګه او ملاتړ کوي، چې په دې وروستيو وختونو کې په کې برتانويانو له امريکايانو څخه قومانده ترلاسه کړې.





په رپوټ کې راغلي دي: ((د هلمند په ولايت کې د بې ثباتۍ طبيعت له خال خال نښتو څخه يو اوږد مهاله او منظم بغاوت ته اوښتی، چې د نوي افغانستان د جوړولو هڅې له ګواښ سره مخامخ کوي. د بغاوت طبيعت بدل شوی او اوس يي ځايي خلک د واکمنانو په توګه مني.))



په داسې حال کې چې په سهيل کې دغه راز عمليات ښايي د سنليس د شورا تته ارزيابي وګڼل شي، خو په اصل کې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې وضعه په چټکۍ مخ په ناوړه کېدو درومي.



له ايتلافي ځواکونو څخه جلا، د ناتو تر سرپرستی لاندې د سوله ساتي نړيوال ځواک وياند، جګړن لوک نايتيګ وايي: ((که موږ امنيتي حالت ته نظر واچوو، نو په هر ځای کې له امنيتي ستونزو او ګواښونو سره مخامخ يو. زياتره افغانان سوله غواړي. د هغو خلکو شمېر ډېر لږ دی، چې ستونزې رامنځته کوي. ستونزه يوازې په سهيل کې نه ده، په نورو ځايونو کې هم شته.))



د بغاوت خپرېدا



ډګروال کولينس د بريد له اعلان د مخه په يوې مرکې کې ويلي و، چې په ټول هېواد کې د بغاوت د خيرېدا خبره سمه نه ده.



هغه ويلي و: ((که موږ د افغانستان څلورو برخو ته وګورو، په شمال او لوېديځ کې بيخي کراري ده. چېرته که کومه پېښه وي، نو د جنايي فعاليت او د نيشه يي توکو د قاچاق له امله به وي، په تېره بيا په سهيل کې. موږ دا ټولې پېښې په طالبانو پورې نه شو تړلای.))



کولينس دوام ورکړ، رسنۍ د وضعې له ناوړه کېدو له امله (د طالبانو له خوا) د مسووليت د په غاړه اخيستلو له مخې خبرې کوي. هغه وويل: ((طالبان د هر شي مسووليت په خپله غاړه اخلي. بيا د رسنيو له لارې خپل غږ پورته کوي او هڅه کوي، چې وضعه د ناوړه کېدا په حالت کې وښيي. خو موږ بريالي وو او يو به.))



يو کال دمخه داسې نه برېښېده، طالبان دې په هغو ځايونو کې وګرځي، چې هلته فعاليت ونه لري.



د وردګو ولايت مرکزي سيمه درواخله، چې زياتره استوګن يې پښتانه دي او له کابل سره ګډه پوله لري.



د کورنيو چارو وزرات وياند، ستانيزي وويل: ((د وردګو ولايت په بشپړ ډول د پوليسو په ولکه کې دی. پوليس په ټول ولايت کې ګزمې کوي.))



خو د هغه ځای اوسيدونکې په تېره د تيلو په ټانکرو باندې له برېدونو راهيسې بيا بل راز خبرې کوي، چې کابل ته څېرمه په بګرام کې دايتلافي ځواکونو د مرکز او د پاکستان پولې په اوږدو کې د امريکايي تاسيساتو ته وړل کيږي راوړل کيږي.



د وردګو اوسيدونکو، چې يو شمېر موټر چلوونکي له هغه سيمې راځي او د کابل کندهار لويه لار يي له منځه تيريږي، وايي، چې د غبرګولي د مياشتې په پنځمه او شپږمه د تيلو په ټانګرونو باندې د بريدونو له امله له شلو څخه زيات خلک وژل شوي دي. د کورنيو چارو وزارت يوازې د څلورو تنو د مړينې پخلی کړی دی، خو د مړيو خپل خپلوان دا شمېره ډېره بولي. سمه شمېره ناڅرګنده ده، ځکه ويل کيږي، چې د ټولو مړيو جسدونه لاس ته نه دي راغلي.



د وردګو د ولايت د شيخ آباد د ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي: ((زما د تره زوی طالبانو ووژلو. هغوی د هغه په مخ ډزې وکړې. د نوموړی زوی لا تر اوسه ورک دی. موږ نه پوهيږو، چې آيا هغه مړ شوی، که نيول شوی دی.))



د وردګو ياغيان له کلاسيکو چريکي تاکتيکونو څخه کار اخلي، تر څو د امريکايي ځواکونو د تيلو او اکمالاتو لاره بنده کړي او ځايي خلک وګواښوي او له بهرنيو ځواکونو او له مرکزي حکومت سره د مرستې مخه ونيسي.



د شيخ آباد نوموړي اوسيدونکي وويل: ((طالبانو څو څو ځلې زما د تره زوی ته ګوته څنډلې وه، چې امريکايانو ته تېل يونه سي. هغه ونه منله او په پای کې هغوی هغه مړ کړو.))



د شيخ آباد يو بل اوسېدونکي وويل، شپږ جسدونه بېرته وردګو ته راوړل شول، خو نوموړي يوازې درې جسدونه ليدلي و.



هغه وويل: ((هغوی (مړي) په شپه کې ښخ کړل. ځکه طالبانو يوه شبنامه خپره کړې وه او په کې يي ويلي و، د هغه چا جنازه ونه کړئ، چې د امريکايانو لپاره کار کوي. په شبنامه کې ويل شوي و، که چا په جنازه کې ګډون وکړ، نو له ستونزو سره به مخامخ شي.))



شبنامه د خلکو د ډارولو لپاره د طالبانو يو عام تاکتيک دی.



ستانيزي دا خبره رد کړه او ويي ويل، چې هيڅوک د هغې پروا نه کوي.



نوموړي وويل: (( د شبنامې خپرول د هغه خلکو کار دی، چې ډاريږي او نه شي کولای ځانونه وښيي. هغوی د شپې په تياره کې ډار خپروی، خو خلک هغوی پېژني او نه ډاريږي.))



په شيخ آباد کې يو هټيوال، چې آی ډبليو پي آر ورسره مرکه کړې، د موضوع بل اړخ ته ګوته نيسي، وايي: ((هغوی زما په هټۍ باندې يوه شبنامه ځړولې وه. ما نه شوه لوستلای. نورو خلکو ماته ولوستله. په هغې کې ويل شوي و، هغه خلک چې په کابل کې د حکومت لپاره کار کوي، بايد خپل کارونه پرېږدي او (کورونو) ته راشي. زه ډاريږيم.))



هغه وړاندې وويل، ياغيانو په ولايت کې يو غيررسمي ګرځبنديز لګولای دی. نوموړي وويل: ((هغوی ليکلي، چې خلک بايد د شپې له لسو بجو څخه وروسته له کورونو څخه ونه وځي. که بېړنی حالت وي، يا څوک روغتون ته وړل کيږي، نو بايد له ځان سره رڼا ولرئ او په لوړ غږ خپل ځان وپېژنئ.))



د ورګو د ولايت د زيات شمېر اوسيدونکو په وينا د ولايت ملايانو د ياغيانو خوا نيولې ده. د جمعې په لمونځونو کې د جهاد خبرې کوي او له ځايي خلکو څخه غواړي، چې د حکومت او امريکايانو په وړاندې مبارزه وکړي.



زيات شمېر خلک دا خطر په ځان مني، ځکه بله کومه چاره نه لري.



د ټانکر د وژل شوي چلوونکې د تره يو زوی، چې په خپله د بګرام او پکتيکا تر منځ د تېلو ټانکر چلوي، وويل: ((بل کوم کار نه شته. له دې لارې ډېرې پيسې ګټم.))



امريکايان د موټرو هغو چلوونکو ته د خطر په نوم زياتې پيسې ورکوي، چې له خطر څخه ډکو سيمو ته ځي او راځي. نوموړي سړي وويل، د بګرام او پکتيکا تر منځ په څلورو پېرو کې شپږ زره ډالر ورته پاتې کيږي.



نوموړي زياته کړه: ((تر هغه چې مې وس وي، دې کار ته به دوام ورکوم.))



د غبرګولي په 24 امريکايانو ته د تيلو يو وړونکی په وردګو کې وويشتل او مړ شو. د غبرګولي په 25 د دفاع د وزارت په خپرې شوې بيانيې کې د ارزګان په ولايت کې د سړک پر غاړې د يو ايښول شوي بم له لارې د ټانکر يو بل چلوونکی وژل شوی دی.



په لوېديځو سيمو کې تاوتريخوالی مخ په زياتېدودی



په لوېديځ کې د هرات لرغونی ښار د افغانستان د لويو ښارونو تر ټولو امن او خوندي ښار بلل کيږي. خو په دې وروستيو مياشتو کې د تاوتريخوالي او بغاوت شاهد و.



د پوليسو يو وياند، عبدالروف احمدي وول: ((په تېرو درېو مياشتو کې په هرات کې درې ځانمرګې بريدونه او 25 بمي چاودنې شوي او همدارنګه په شخصي جګړو کې لس تنه مړه شوي دي.))



تر ټولو لوی بريد د غويي په مياشت کې هغه مهال تر سره شو، چې يو ځانمرګي بريد کوونکي خپل ځان په هرات کې د ولايتي بيارغاونې د ډلې د څانګې په مخ کې وچولو، پنځه تنه يي مړه او نور نهه تنه يي ټپيان کړل.



د ولايتي بيارغاوني پوځي ډلې په زياترو لويو ښارونو کې مېشتې دي، د بيارغاونې کارونه پر مخ وړي او دپوځي او ملکي کارکوونکو ګډو ډلو له لارې امنيت تامينوي. د هرات په څېر زياتره نورې ډلې د ايتلاف پر ځای د ايساف/ناتو تر څارنې لاندې کار کوي.



احمدي زياته کړه، د غويي د مياشتې په بل بريد کې يو امريکايي او يو افغان ووژل شول. هغه وايي: ((په ځانمرګي بريد باندې له وړاندې پوهېدل او د هغې کنترول سخت کار دی.))



ولايتي چارواکي په دې ټينګار کوي، وضعه هغومره ناوړه هم نه ده، چې ښوول کيږي.



دولايت د امنيت چارواکي، غلام سرور حيدري وايي: ((د دوو مليونو خلکو مېشت يو ښار کې د امنيت سل په سلو کې ټينګول يوه ناشونې خبره ده. له ټولو ستونزو سره سره پوليس خپل کارونه ډېر ښه سرته رسوي.))



د ښار يو شمېر اوسيدونکي دا خبرې د ډاډ وړ نه ګڼي.



عبدالسلام نوري د ولايتي بيارغاونې له څانګې سره نژدي په يو کور کې اوسيږي،چې تېره مياشت يي په وړاندې بم چاودلی و.



هغه وويل: ((هغوی زموږ هېواد ته د امنيت د تامين لپاره راغلي دي. (خو) اوس بايد موږ د هغوی ساتنه وکړو. دا د امريکايانو لپاره د شرم خبره ده، چې نه شي کولای ځان د ترهګرو له شره وژغوري.))



د هرات د ولايتي بيارغاونې ډله دمخه دامريکايانو تر لاس لاندې وه، خو اوس د څه دپاسه يو کال راهيسي ايټالويان د هغې مسووليت لري.



نوري زياته کړه، د ولايتي بيارغاونې د څانګې په ګاونډ کې زياتره اوسيدونکې کورنۍ د طالبانو له خوا له پرله پسې ګواښونو سره مخامخ دي، چې د افغانستان په لوېديځ کې به د بهرنيانو په وړاندې بريدونه زيات شي.



شنونکي د ستونزې جرړې په بهرني اغېز کې ګوري. هرات له ايران سره په ګډه پوله پروت دی. يو شمېر خلک د امريکا د پخواني غليم لاس د ښار په ناراميو کې احساسوي.



سياسي شنونکی او د هرات د پوهنتون استاد، عبدالغني خسروي وويل: ((ايران نه غواړي په پوله يي امريکايي عسکر پراته وي. امريکا له ډېرې مودې راهسيې د ايران دښمنه ده. په افغانستان کې د امريکا ماته د ايران ستره هيله ده.))



داسې انګېرل کيږي، چې د شمال په پېښو کې د طالبانو لاس دی



د طالبانو فعاليت په شمال کې په پرتله يزه توګه د بلخ، جوزجان، سرپل او آن ليرې پروت بدخشان خوندي سيمو ته خپور شوی دی. بدخشان هغه ولايت دی، چې طالبان ونه توانېدل هغه ونيسي.



د غويي د مياشتې په وروستيو کې په بدخشان کې په يوې غيرحکومتي موسسې باندې د بريد له امله دوه تنه مړه او دوه نور ټپيان شول. په همدې مياشتې کې په شمالي ولايت جوزجان کې د بيارغاونې په کارونو کې د اکشن ايډ د مرستندويې غيرحکومتي موسسې څلور تنه کارکوونکي ووژل شول.



د ښوونځيو د سوځولو بريدونو هم په شمال کې زور اخيستی. د غويي د مياشتې راهيسې شپږو ښوونځيو ته او راچول شوی، چې درې يي په سر پل، دوه يي په بلخ او يو يي په فارياب کې و.



په بريدونو کې د ښکېلو ډلو ټپلو پېژندل ګرانه خبره ده، خو په جوزجان کې د اکشن ايډ د څلورو تنو کارکوونکو د وژلو د پېښې څېړونکی، ډګروال محمد ابراهيم په دې پيښې کې د طالبانو په لاس لرلو ګومان کوي.



نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ له پيښې سره په تړاو کې څلور تنه نيولي دي. دا خلک د هغه ځای اوسيدونکي دي، چې پېښه په کې منځ ته راغلې ده. موږ په دې باور يو چې طالبانو هغوی ته ددې کار د سرته رسولو لارښوونه کړې وه. دا شونې ده، چې طالبان د برېدونو د سرته رسولو لپاره خلکو ته پيسې ورکړي. ښايي دلته هم يو شمېر طالبان واوسي.))



ډګر وال ابراهيم ټينګار وکړ، چې امنيتي ځواکونه په حالت کابو دي.



د افغانستان په شمال کې د ايساف تر قوماندې لاندې د جرمني د پوځ يو افسر، جنرال مارکوس کنايپ وويل، چې په سيمې کې د طالبانو د شتون نښې نښانې شته.



هغه وويل: ((موږ ته داسې رپوټونه رسيدلي، چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو کوچنۍ ډلې شته. هغوی زياتره په هغو ځايونو کې دي، چې کوکنار په کې کرل کيږي او د نيشه يي توکو په کاروبار کې بوخت دي.))



کنايپ زياته کړه، ناتو له افغان پوځ او پوليسو سره په سيمې کې د امنيت د بسياينې لپاره په ګډه کار کوي.



نوموړي وويل: ((ښه امنيت د خلکو په مرسته ټينګيږي. په هر ډول، شمال له سهيل سره نه شي پرتله کېدای.))



ايتلاف د بيارغاونې او همدارنګه د بغاوت ضد فعاليتونه تر پام لاندې نيسي



ډګروال کولينس د غرني بريد د عملياتو د په ډاګه کولو پر مهال وويل، د جګړه ييزو عملياتو وروسته به د سهيل په ناکراره سيمو کې د بيارغاونې کارونه په مخ يوړل شي.



د جون د مياشتې په لومړيو کې له آی ډبليو پي آر سره په خبرو کې هغه وويل: ((پوځ بايد يو نوی تاکتيک رامنځته کړي. ستونزه يوازې د پوځي لارې له منځه نه شي تللای... موږ غواړو د بيارغاونې پروګرامونه پر مخ يوسو، ترڅو خلک راتلونکې ته هيله من کړو.))



په داسې حال کې چې د ولايتي بيارغاونې ډلې په ټول هېواد کې شته او د بيارغاونې او پراختيايي

کارونه پر مخ وړي، د ايتلاف يوازينی ټينګار د طالبانو او په هغوی پورې د تړلي القاعده او حزب اسلامي ډلو د لټون او د هغوی د له منځه وړلو ماموريت دی.



د بغاوت په وړاندې عملياتو په سهيل کې د خلکو د باور د تر لاسه کولو په لارې کې خنډونه اچولې او د امريکايي ځواکونو ته د حکومت د يو مرستندوی په سترګه کتل کيږي، چې د خلکو په ژوند کې يي هغومره زيات بدلون راوستی نه دی.



يو افغاني سياستوال، فضل الرحمن اوريا باوري دی، چې په پوځې لارې د ناتو او ايتلافي ځواکونو ګومارل ستونزه نه شي هوارولای. هغه ټينګار کوي، چې په بيارغاونې باندې د ايتلاف ټينګار ډېر لږ دی او خورا ناوخته پيل شوی دی.



هغه وويل: ((د افغانستان ستونزه د اقتصادي او پوځي لارې نه شي حلېدلای. کله چې امريکايان پوځي عمليات پر مخ وړي، د هغوی په وړاندې د خلکو خوابدي زياتيږي.))
Frontline Updates
Support local journalists