Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: د هرات بې اعتباره اقتصاد

ليلامي او د دويم لاس مالونو ځايي بازارونه په سر اخيستي، پېرودونکي پکې ګټه نه کوي او مازې د خځلو او کثافاتو ډېرۍ زياتوي.
By Nasima Hamdard

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، نسيمههمدرد ليکنه

عبدالظاهر، د افغانستان په لويديځ کې د هرات ښار د غور دروازې په کوڅه کې يو يخچال ته د اخيستونکي په سترګه وکتل او ويې ويل: «دا زيانمن کاروبار دی. کېدای شي، د چا لاس ته ښه مال ورشي او د چا لاس ته خراب.»  

عبدالظاهر دا پلا ډېر احتياط کوي، ځکه دمخه يې يو يخچال پېرودلی و، خو کار يې نه وورکړی او خراب ختلی و.

هغه وويل: «ما د يخچالونو په پيرودولو درې سوه ډالره لګولي دي. که مې په پيل کې دا ټولې پيسې يوځای کړی وای، نو يو نوی [يخچال] به مې اخيستی وای.»

غور دروازه د زړو او دويم لاس مالونو د پېر او پلور  عمده کوڅه ده؛ له کمپيوټر، تلويزيون او يخچالونو څخه نيولې بيا تر زړو ټايرونو پورې هر راز توکي او مالونه  افغانستان ته له بهر څخه  راوړل کېږي . ځينې نوموړي توکي کار کوي، خو ځينې يې خراب او کار نه کوي. له زيان سره سره په کوڅه کې ګڼه ګوڼه ډېره او له خلکو ډکه وي.    

د دويم لاس په نورو مالونو کې موټرې، موټر سايکلونه او ليلامي جامې پلورلو ته ايښې وي.  

د هرات ولايت د ګمرک د رياست مرستيال، محمد نسيم کارګر وويل، د زړو او دويم لاس توکو وارداتو ځکه زور اخيستی چې  د نوو توکو په پرتله پرې ۴۰ سلنه لږ محصول لګول کيږي.

 په داسې حال کې چې زياتره هټيوال جنس ته ګوري او بيه ورته ټاکي، خو په پای کې ددې ارزانو مالونو بيې لوړيږي. 

د هرات پوهنتون محصلې، سميعې وليزاده د يو کمپيوټر د اخيستلو لپاره له شپږو مياشتو راپه دې خوا خپلې پيسې زېرمه کړې وې.

هغې وويل: «کله چې مې له هټۍ څخه يو کارېدلی کمپيوټر په 5000واخيست، هټيوال پرې نه ښودم چې چيک يې کړم. کورته چې لاړم، کار يې و نه کړ. د ترميم لپاره مې يو ورکشاپ ته يوړ. ورکشاپ والا راته وويل چې ايسته يې واچوم؛ ځکه د کا رنه و.»    

وليزاده هم همدا کار وکړ او د ښار د خځلو پر ډېرۍ يو بل توکی هم ورزيات شو.

د هرات د چاپېريال د ساتنې رئيس، عبدالقيوم افغان وويل: «افغاني سوداګران داسې مالونهراوړي، چې د خپل توليد په هېوادونو کې يې [خاوندان] په خځلو کې اچوي او ډېرې پيسې پرې لګوي، چې ځانونه ترې بېغمه کړي. له دې امله چې [نوموړي مالونه] ډېر کارېدلي وي او نور د کار نه وي، اخيستونکي يې دلته غورځوي او د چاپېريال ستونزې زياتوي. زيات يخچالونه او اير کنډيشنونه د CFCپه نامه خطرناک غاز لري. که چېرته دا غاز هوا ته راوځي، نو چاپېريال ته نه جبيره کيدونکی زيان رسوي.»      

افغان وويل، د هرات په ښار کې د ککړتيا کچه د دوو تېرو کلونو په پرتله درې سلنه لوړه شوې او چاپېريال ته يې لوی ګواښ پيدا کړی دی.

هغه وويل: «موږ د وضعې د کنترول او ددې توکو د واردولو د مخنيوي لپاره د يو کميسون جوړول تر پام لاندې نيولي و. ((په دې اړه مو يو پلان پلازمېنې ته واستاوه. پلان داسې و، چې سوداګرو ته بلنه ورکړ شي او له دې توکو څخه د راولاړ شوي خطر په اړه ورسره خبرې وشي. په پای کې هغوی ته قناعت ورکړ شي، چې دا ډول مالونه وارد نه کړي. خو زموږ رئيس موږ ته ددې کميسون د جوړولواجازه رانه کړه. هغه وويل، د افغانستان خلک بېوزلي  او د داسې توکو واردول ورته اړين دي. په دې توګه مو د کميسون د جوړولو کار بند کړ))    

د ضيا محتسب په نامه يو ډاکټر ګوته وڅنډله، چې د ليلامي او کارېدلو جامو د کارولو له امله د پوستکي يوه خطرناکه ناروغي رامنځته کيږي.

هغه وويل: «موږ تل د ښار بېلابېلو ځايونو ته طبي ډلې ليږو، ترڅو هټيوالو او د دويم لاس پلورونکو ته ووايي چې له پلورلو دمخه خپل توکي ښه پاک پريمنځي، خو له بده مرغه هغوی په دې خبره غوږ  نه ګروي.»    

کارګر وويل، د دندې له مخې، پر روغتيا يا چاپېريال له پولې څخه د اوړيدونکو توکو د اغېز يا نه اغېز موضوع د ګمرک په کارکوونکو پورې اړه نه لري. هغه وويل: «زموږ دنده يوازې د محصول اخيستل دي او بس.»   

د دويم لاس د واردوونکو توکو يو سوداګر، عزيز احمد محمدي وويل، نوموړي توکي  د چينايي نوو توکو په پرتله  لوړ کيفيت لري او زياتره بېوزله خلک يې اخلي.

نوموړي زياته کړه: «افغانستان يو ازاد بازاردی. هر سوداګر هر هغه څه واردولای شي، چې  زړه يې غواړي.»