Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: د سولې د تامين په لور تلونکې لارې

په مناظرو کې د تلپاتې ټيکاو (ثبات) او ټولنيز عدالت سپارښتنې وشوې.
By IWPR Afghanistan
(Photo: IWPR)

په افغانستان کې د سولې د تامين په موخه د آی ډبليو پي آر د اوږدې مودې پروژې پايلې په پلازمېنې، کابل کې په يوې عمومي غونډه کې وړاندې شوې.

د پوهنتون د محصلانو، ژورنالستانو، سياسي پوهانو او د مختلفو ناحکومتي موسسو استازو په گډون شاوخوا ٢٠٠ تنو په انټرکانټيننټال هوټل کې د سپتمبر د ٢٠ نېټې په مناظره کې گډون وکړ. 

افغانان د درېو لسيزو درنو جگړو له کړاو وروسته اوس له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو له ننگونو سره مخ دي. سره له دې چې د سولې عالي شورا د تېرو شپږو کلونو راهيسې خبرو اترو ته د لارې د هوارولو لپاره کار کوي، خو ډېر لږ پرمختگ يې کړی دی.

افغانې روغه جوړه: د مدني ټولنې د ښکېلتيا له لارې د سولې تامين او د باور رامنځته کولوپروگرام د دې لپاره رامنځته شوی و چې خلک د يوې باثباته او فعاله ټولنې د جوړلو لپاره په مهمو او کليدي موضوعگانو لکه، د سولې د تامين، بشري حقونو او بياپخلاينې په اړه په فعالو خبرو اترو کې ښکېل شي.

د آی ډبليو پي آر د دغه پروژې منيجر، منير مهربان برخوالو ته په وينا کې وويل، په تېرو دوو کلونو کې په ٢٠٠ مناظرو کې د هېواد د ټولو برخو شلو زرو تنو په دغه پروگرام کې برخه اخيستې وه.

نوموړي وويل، هغه عمده پيغامونه چې دوی ورسره مخ شول، د سولې د تامين په اړه هغه هڅې وې چې د ملي کچې په پرتله په سيمه ييزه کچه ډېرې پرمختللې وې، حکومت د يوې واحدې لارې په رامنځته کولو کې پاتې راغلی و. اتحادونه ناڅرگند وو، په داسې حال کې چې مخالف سياستوال زياتره دغه بهير ته ژمن نه وو. بېوزلي او بېروزگاري هم يوه ستره ننگونه وه، ځوانان يې دې ته اړ ايستل چې د مخالفانو له لوري جلب او جذب شي.    

په دغه غونډه کې يو شمېر کارپوهانو او سياستوالو هم ويناگانې واورولې او گډون کوونکې پوښتنو کولو ته وهڅول شول.

خليل الله ساپی د پگواش د نړيوالې موسسې مشر دی چې په نړيواله کچه د سولې د تامين لپاره کار کوي.

نوموړي وويل، خبرې اترې مهمې دي، ځکه طالبان، چې مشرتابه يې په پاکستان کې مېشت دي، د عمومي نظر برعکس د هغه هېواد په گډون نورو بهرنيو ځواکونو ته د هو ځواب نه وايي.

ساپي زياته کړه، پگواش څو هېوادونه، لکه متحده عربي امارات، قطر، چاپان، فرانسه، جرمني او همدارنگه افغاني سياستوال او د طالبانو استازي په څو کنفرانسونو کې گډون ته رابللي دي. 

هغه وويل: «که چېرته نن سبا د ځينو شرايطو له امله طالبان په پاکستان کې اوسيږي، بايد ونه وايو چې هغوی د پاکستان د امر متابعت کوي. طالبان خپلواک دي او د خپلو پرېکړو د نيولو حق لري. که چېرته ستونزه دا وي چې هغوی په پاکستان کې اوسيږي، نو مجاهدين هم له شوروي اتحاد سره د جگړو پر مهال په پاکستان کې اوسېدل، خو د پاکستانيانو امرونه يې نه دی منلي.»

د پروان والي او پخوانی مجاهد، عاصم عاصم د ساپي له خبرو سره بيخي مخالف و.

هغه وويل: «تر ټولو لومړی، طالبان ترهگر دي، خپلواک نه دي او د خپلو پرېکړو واک نه لري.»

«دويم، په هغه ورځو کې د نړی او سيمې د سياسي اوضاع په پام کې دنيولو له مخې له طالبانو سره د مجاهدينو پرتله کول سم نه دي. له مجاهدينو نړيوال ملاتړ موجود و او د افغانستان جگړه اسلامي عالمانو   روا بللې وه، په داسې حال کې چې د طالبانو جگړه هيڅ قانونيت نه لري. جهادي مشران ټول خپلواک وو او خپلې پرېکړې يې پخپله نيولې، خو طالبان هغسې نه دي.»

د بلخ پوهنتون استاداو د آی ډبليو پي آر د مناظرو يو تجربه لرونکي گډون وال ، جمشېد فردين وويل، بېروزگاري يو عمده عنَصر دی چې ځوانان د مخالفينو له ليکو سره يوځای کيدو ته راکاږي. هغه وويل، په پخپلو غوږونو يې دا خبره اورېدلې.  

هغه وويل: «يو مهال يو زده کړې لرونکی ځوان له مخالفانو سره يوځای شو، له هغه وپوښتل شول، ولې يې ياغيان د حکومت په پرتله غوره وگڼل ، ځوان ځواب ورکړ، تر ماسټرۍ يې زده کړه کړې او يو څه موده په حکومتي ادارو کې کار هم کړی دی.وروسته يو بل ځوان، چې له ده يې تيټې زده کړې لرلې او د ځايي زوراکو ملاتړ ورسره و، د ده پر ځای پر کار وگومارل شو او دې له کاره گوښه شو. له اوږدې مودې بېروزگارۍ وروسته له ناچارۍ څخه د مخالفانو له ليکو سره يوځای شو.»

د کابل پوهنتون محصل، سيف الرحمن له دې خبرې سره موافق وچې خلک په حکومتي ادارو کې د فساد د لوړې کچې د موجوديت له امله پر چارواکو باور نه لري. نوموړي له ويناوالو وپوښتل، په دغو شرايطو کې به سوله څنگه ترلاسه شي.  

د سيمه ييزو ادارو د مستقل رياست وياندې، منيرې يوسف زاده په ځواب کې وويل، په دې کې شک نشته چې فساد پر حکومت د خلکو باور له منځه وړی دی. د هغې په وړاندې مبارزه يوه ملي پروژه ده او هر څوک بايد په هغې کې ونډه ولري.  

نوموړې وويل: «تر هغه چې ولس له حکومت سره همکاري ونه کړي، حکومت يوازې فساد له منځه وړلای نشي.»

د کابل پوهنتون يو بل محصل، واقف بليغ وپوښتل، ايا د افغانستان د هغو سيمو خلک ټولنيز عدالت لري چې په سوله کې ژوند کوي.

د پروان والي، محمد عاصم وويل، د طالبانو تر ولکي لاندې سيمو کې د قانون حاکميت نشته. له بلې خوا حکومت هڅه کوي په ټولو هغو برخو کې د قوم او مليت په پام کې له نيولو پرته عدالت پلی کړي چې تر لاس لاندې يې دي. 

هغه وويل: «موږ په نسبي ډول په امنيت لرونکو سيمو کې د پرتله ييز عدالت د موجوديت ادعا کولای شو.ترڅو ټولو ډلو ته په قدرت کې د هغوی ونډه ورنه کړل شي او تر هغه چې د سياسي ډلو ټپلو تر منځ پوهاوی او تفاهم نه وي، د سولې او امنيت راوستل له شک پرته به ناشونې ثابته شي.»

مهربان په پای کې وويل «د دې مناظرو له لارې عادي افغانانو وکړای شول خپلې هيلې او د نظر ټکي له ځايي چارواکو سره شريک کړي او حکومت وپوهوي چې افغانستان تر بل هر څه زيات سولې ته اړتيا لري. دې مناظرې جوته کړه چې د تېرو شپږو کلونو راهيسې د حکومت له خوا د سولې په اړه پر مخ وړل شوې خبرې اترې په سمې لارې روانې نه دي.»

په هرات کې د مدني ټولنې فعالې، عذرا عزيز احمدي وويل، آی ډبليو پي آر يوازنۍ موسسه ده چې ويې کړای شول، آن د افغانستان په دېرو لرې پرتو سيمو کې دغه راز پوهنيز کمپاين سرته ورسوي.

نوموړې په پای کې وويل: «دا مناظرې د خلکو د پوهاوي لپاره ډېرې اړينې دي. دغه راز غونډي د خلکو او حکومت تر منځ واټن لنډوي او يو بل ته يې نژدې کوي.»

د ښځو د حقونو مبارزه، حميده وردک له دې سره يوه خوله وه چې د آی ډبليو پي آر فعاليتونو د فعالانو د ټولنې دننه يو لړ اصول رامنځته کړل. 

«د آی ډبليو پي آر له خوا جوړې شوې مناظرې ډېرې اغېزمنې او معلوماتي وې. دې مناظرو څرگنده کړه چې رښتيا هم خلک څنگه فکر کوي.»