Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: [د جگړې] ټول اړخونه له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي

په مناظرو کې واورېدل شول چې څنگه حکومتي او مخالف وسله وال ځواکونه دواړه په عادي دول د ولسي خلکو له حقونو څخه سرغړونه کوي.
By Sediqullah Afghan

په روانه مياشت کې په کندهار کې د آی ډبليو پي آر د مناظرې ويناوالو وويل، په سويلي افغانستان کې د روانې جگړې ټول لوري د جگړې پر قاعدو سترگې پټوي.

حکومتي ځواکونه او همدارنگه طالبان د بشري سپر، درنو وسلو د کارونې او هدفي وژنو له لارې ولسي خلکو ته مرگ ژوبله اړوي.

له سلو تنو څخه زياتو ښځينه او نارينه گډون کوونکو ته دا هم وويل شول چې په جگړې کې د ښکېلو خلکو ورځنی ژوند د سړکونو د همېشني بندښت او پر شخصي شتمنيو د گېډې د اچولو له امله څومره له ستونزو سره مخ دی.

د کندهار د مطبوعاتي کلوپ رئيس، جاوېد احمد تنوير آی ډبليو پي آر ته د جولای په ١٩ وويل، د خبريالانو د رپوټ له مخې په کندهار، زابل، ارزگان، هلمند او نورو سويلي ولايتونو کې وسله وال پوځ او مخالفانو بې شمېره سرغړونې کړي دي.

نوموړي زياته کړه، د سويل خبريالانو رپوټ ورکړی چې دواړه لوري له ولسي خلکو څخه د بشري سپر په توگه کار اخلي.  

هغه وويل: «موږ د دغو پېښو په اړوند انځورونه او مستندې ويديوگانې لرو چې د جگړې له قوانينو څخه پکې سرغړونه شوې ده.»

تنوير د مطبوعاتو په وړاندې د شته خطر يادونه هم وکړه او ويې ويل يو شمېر لوړپوړو امنيتي چارواکو پر خپلو ناقانونه اعمالو باندې د پردې اچولو په موخه ژورنالستانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د جگړې ليکو ته ځانونه ورسوي.

نوموړي د چا د نامه له اخېستلو پرته وويل، يو شمېر ټاکلو لوړپوړو چارواکو ژورنالستانو ته گواښونه هم کړي دي.     

هغه وويل: «خبريالان حق لري د رپوټ د چمتو کولو په موخه د امنيتي ځواکونو په ملگرتيا لومړۍ کرښې ته لاړ شي. خو چارواکي د هغوی مخه نيسي.»

د پوځي چارو کارپوه، محمد همدرد وويل، د جگړې دواړه لوري د جگړې پر اصولو او بنسټيزو بشري حقونو، نه پوهيږي.

هغه وويل: «نه يوازې جگړه ماران د جگړې پر اصولو نه پوهيږي، بلکې د جگړې په لومړۍ کرښه کې موجود امنيتي چارواکي مسلکي پوهه نه لري او په دغه راز موادو هيڅ نه پوهيږي.» هغه زياته کړه، دغه نورمونه يوازې هغه مهال تر پام لاندې نيول کيږي چې کله مجرمانو ته سزا ورکول کيږي. پرځای يې هغه څوک چې د جگړې له قاعدو سرغړوي، امتيازات تر لاسه کوي او پورته ځي.

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، حضرت ولي هوتک يادونه وکړه، چې د متحده ايالتونو يا د متحده ايالتونه په مرسته په کندهار، هلمند او ارزگان ولايتونو کې د شپې مهال يرغلونه او بمبارۍ په ځانگړي ډول بدنامه دي.

نوموړي په دوام وويل، مخالفان هم زياتې سرغړونې سرته رسوي.

هوتک وويل: «ملېشې نه يوازې ماينونه ښخوي، بلکې د ولسي خلکو په کورونو کې مرکزونه جوړوي.» نوموړي ټولو هغو خلکو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه چې سرغړونې سرته رسوي.

نوموړي ومنله، چې حکومت له اشتباه خالي نه دي، يادونه يې وکړه، پخوانيو جنگسالارانو ته لوړې څوکې ورکړل شوې دي.  

هغه وويل: «زموږ حکومت او سيستم له جنگي مجرمانو څخه جوړ شوی دی. د کورنۍ جگړې له لوبغاړو څخه د جگړې اصولو ته د درناوۍ تمه نشي کېدای.»

په کندهار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د څانگې وياند، عبدالعزيز اکرمي هم وويل، چې حکومت د انتقالي عدالت موضوع ته په رسېدو کې پاتې راغلی دی.

هغه وويل: «موږ د انتقالي عدالت په اړه دوه رپوټونه چمتو کړل. موږ جنايتکاران معرفي کړل او هغوی ته د سزا د ورکولو غوښتنه مو وکړه، خو حکومت د هغوی په وړاندې هيڅ عملي گام پورته نه کړ. داسې ښکاري چې حکومت د هغوی په وړاندې د ودرېدو وس نه لري.»

د کندهار ديني عالم، مولوي عبدالغني وويل، د جگړې پر مهال د ولسي خلکو د حمايت په اړه اسلامي احکام جوت او څرگند دي.

د اسلام ستر پېغمبر، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د جگړې پر مهال له ډېر غور او پام څخه کار اخيستی او د جگړې د اسيرانو او ولسي خلکو په وړاندې ډېر حساس و.

هغه وويل: «اوسنی حالت چې ولسي خلکو ته پکې زيان رسيږي، د سړکونو پر غاړو ماينونه اېښودل کيږي، د جهاد په نامه يو مسلمان د بل مسلمان په لاس وژل کيږي، په اسلام کې د منلو وړ نه دی. الله جل جلاله هيڅکه موږ ته د يو بېگناه انسان د وژلو اجازه نه راکوي.»

 

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >