Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: د بيا رغاونې سيه ييزې هڅې بېځايه ځي

اوسيدونکي ټولنيزو مشرانو باندې له بېلو شوو پيسو څخه د ناسمې ګټې اخيستنې ادعا کوي.
By Maiwand Safi

په افغانستان کې د آي ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

شمال لويديځ ته د تګاب په پرتې ولسوالۍ کې کلو ته د بيارغاونې د بېلو شوو  پيسو ناسمه لګونه پر مرکزي حکومت باور راټيټوي. 

د افغانستان د نورو سيمو په څېر د پلازمېنې، کابل شمال لويديځ ته ددې پرتې ولسوالۍ خلک بايد له هغو پراختيايي پروژو څخه هم ګټه واخلي چې د ملي پيوستون پروګرام(NSP)له لارې تمويليږي.

په نوموړې ولسوالۍ کې د آی ډبليو پي آر له خوا مرکه شوي خلک پر هغو استازو نيوکې کوي، چې پروژو ته په بېلو شوو پيسو کې په زياته کچه اختلاس کوي. هغوی وايي د کار د پرمختګ څارنه څوک نه کوي او ترسره شوې کوچنۍ پروژې لا له وړاندې بېرته خرابې شوي دي.

د تګاب ولسوالۍ اوسيدونکي، جعفر د «اده زايي » د سيند د اوبوجوړ شوي  ډنډ ته په ګوته نيولو  آی ډبليو پي آر ته وويل، « دا دېوال  NSPد سيلاو د اوبو د مخنيوي په موخه څه کم يو کال دمخه جوړ کړی دی، خو ډبرېتېږې يي  يوه په بل پسې رالويږي او نژدې ده چې ټول دېوال راونړيږي.»

  د ملي پيوستون پروګرام د کلو د پراختيا او بيا رغاونې د وزارت نوښت دی او له مخې يې د سيمه ييزو شوراګانو له خوا د بيارغاونې هغو پروژو ته د لومړيتوب حق ورکول کيږي، چې زياته اړتيا ورته موجوده وي، تر څو بېلې شوې پيسې پر نوموړو پرژو ولګوي. دا پروژې د سړکونو، پلونو، د اوبو د بندونو او کورونو په څېر له بنسټيزو پروژو څخه نيولې د څارويو د ساتلو، کيمياوی سرې، تراکتورونو او جنراتورونو تر چمتو کولو پورې رسيږي.  

د کلو د پراختيا شوراګانوته اوس  د مرستو د لګولو د پروژو پر ځای د ‎ځايي حکومت په سترګه کتل کيږي، چې د  افغانستان په ټولو ولسواليو کې د  NSP  په پروګرامونو کې کې برخه واخلي.  د  NSPد ويب پانې له مخې  «د ډېرې يوې کوچنۍ  ټولنې په کچه د تصميم د نيولو دا متبادل حکومت د يو ډېر ابتدايي ډول څرګندونه کوي، چې د ديموکراتيک بهير له لارې د ټولنو د پرېکړو له مخې د دوديز سيمه ييز حکومت په توګه يې د مشرتابه د شورا غړي ټاکل کيږي او د ټولنيز جوړښت او ارتباط د بيارغاونې لپاره په ډېر بنسټيز ډول لار هواروي.» 

په تګاب کې د مرکه شوو خلکو نظر داسې نه و، لکه چې پورته يې يادونه وشوه. هغوی وايي، ستونزه داده چې شوراګانې زياتره حساب نه ورکوي، د  خپلو ځانونو په ګټه کار کوي، د ځايي جنګ سالارانو او نورو زورمندانو تر اغېز لاندې دي او له پيسو څخه ناوړه ګټه اخلي.

جعفر وويل د سيند د دفاعي دېوال د پروژې په برخه کې  د کلو د پراختيا په شورا کې د جمعيت اسلامي په تنظيم پورې د ملېشو پخوانيو اړوندو قوماندانانو غړيتوب درلود.  

هغه وويل: «هغوی په پروژه کې خپل خپلوان او ملګري پر کار ګومارلي او د مياشتې تر يو زر ډالرو پورې معاش يې ورکاوه، په داسې حال کې چې نورو بېوزلو کليوالو ته يې په دې پروژه کې ونډه نه وه ورکړې او آن د ورځې په څلورو ډارو يې نه وو نيولي. هغوی پر دې  پيسو ځانونو ته موټرې واخيستې.»

جعفر زياته کړه: «زه څه ووايم؟ دا د اختلاس يوه بڼه ده. د کنترول او څارنې سړی نشته. ټولې پيسې د NSP  غړو په خپل منځ کې ووېشلې. آن کله چې يو شمېر کوچنۍ پروژې يې جوړې کړي، د خپلۍ کورنۍ سړي يې د پروژې د منيجر، مرستيال، سکرتر، محاسب او نورو  په توګه په کار وګومارل. آن عادی کارګران هم د هماغه کورنۍ غړي وو.»

 د ميراخيلو د کلي يو اوسيدونکي، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل، د سيمې د کلو د پراختيا د شوراګانو غړي د پروژو اختيار چاته نه ورکوي او په دې توګه پيسې خپلو قرارداديانو ته ورکوي.  

هغه وويل: «NSPيو سل او پنځوس زره ډالره زموږ سيمې ته بېلې کړې وې. خلک په دې اند وو، چې په نوموړو پيسو به د برښنا د توليد يا د اوبو لګلولو سيستم جوړ شي، ځکه ښوونځي راته د پوهنې وزارت جوړول، خو د شورا درېو تنو غړو، چې پخوانی جنګ سالاران وو، فشار راوړ چې پيسې د ښوونځيو جوړولو ته بېلې شي.»

دې خلکو وروسته بيا د ودانۍ کارونه خپلو اړوندانو ته ورکړل.  نوموړی کليوال وويل، په پايله کې کار ډېر بېخونده او خراب و. 

هغه وويل: «ته ښوونځي ته لاړ شه  او د کار کيفيت ته وګوره. زه خو په ډاډ ويلای شم،  چې  ودانۍ به د پسرلي بارانونو ته ټينګه نشي.»

د تګاب په ولسوالۍ کې د کلو د بيارغاونې يو کارکوونکي، د نامه د نه ښودلو په شرط آی ډبليو پي آر ته  وويل،  CDCته د   NSP  د زياترو سپارل شوو پروژو د پيسو د څار او کنترول کار د «زور ځواکو» افرادو په لاسونو کې دی، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره يې کاروي.  

د کاپيسا په ولايت کې د کلو د پراختيا او بيارغاونې رئيس، حيات الله فرهنګ  آی ډبليو پي آر ته وويل، د CDC  غړو د پخوانيو ملېشو قوماندانان له خپل ترکيب څخه ايستلي دي. هغه وويل چې شورا د خلکو له خوا ټاکل شوې او وزارت ددې واک نه لري، چې غړی يې له ترکيب څخه وباسي. 

د کلو د پراختيا شورا په  ځانګړي ډول ددې لپاره رامنځته شوې، چې د هغې له لارې د نوموړي وزارت له خوا ورکړ شوې پيسې د ملي پيوستون پروګرام ته انتقال شي، خو فرهنګ وايي، په دې ولايت کې ټولې موجودې پروژې د وزارت له لارې نه، بلکې په خپلواک ډول [د يو شمېر موسسو له خوا] تمويل شوي دي.

هغه وويل: «موږ دمګړۍ کومه فعاله پروژه نه لرو. دا پروژې د بهرنيو موسسو له خوا چليږي، چې نېغ په نېغه يې سيمه ييزو شورا ګانو ته ورکوي او له موږ سره هيڅ اړيکې نه نيسي. اړينه وه چې دا پروژې د کلو د پراختيا او بيارغاونې د وزارت له خوا پلې شوی وای.»

د فرهنګ مرستيال، وحيد احمد په تکرار وويل، د کلو د پراختيا د شورا CDCد جوړښت واک او اختيار ځايی خلکو ته ورکړ شوی دی. هره شورا د درېو کلونو لپاره ټاکل کيږي.  هغه وويل: «پر درغليو تورن اشخاص د دويم ځل لپاره د ټاکل کېدو چانس له لاسه ورکوي.»

هغه وويل ددې وزات د پروژو د مراقبت او څارنې کمېټې د کاپيسا ولايت په پنځلسو پروژو کې « د فساد او درغلۍ» لاسوندې ترلاسه کړي او د هغوی د ځنډولو لارښوونه يې کړې ده. «د هغو پروژو د کار د ځنډولو واک نه لرو» چې د ولايتي بيارغاونې د نړيوالې ډلې او نورو بهرنيو موسسو له خوا اداره کيږي.        

د کاپيسا په ولايت کې داسې  سيمې شته چې هلته د پروژو  کار د موجود خطر له امله نشي څارل کېدای.

نوموړي  زياته کړه: «زه په پوره ډاډ ويلای شم، د نا امنو سيمو په پروژو کې فساد او درغلي موجوده ده.»

د ملي پيوستون د اجرايې مدير، محمد طارق عصمتی لومړی موافقه وکړه چې له آی ډبليو پي آر سره مرکه وکړي، خو په تګاب کې يې د CDC  په وړاندې د موجودو ادعاګانو په اړه پوښتنو ته له ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه او بوختيا يې بهانه کړه.   

سياسي شنونکي وايي، په داسې حال کې چې نړيواله ټولنه بيارغاونې ته له طالبانو سره د جګړې  په څېر اهميت  ورکوي، خو په تګاب کې آی ډبليو پي آر ته رسيدلې موضوع دا هڅې بې نتيجې کوي.

سره له دې چې تګاب کابل ته څېرمه پروت دی، خو زيات شمېر طالبان لري. طالبان په دې خوښيږي چې د حکومت او د هغه د نړيوالو انډيوالو ناکامي په سترګو وګوري.  (وګورئ: د تالاشيو پر پوستو  ياغيان بريدونه کوي.)

د نړيوالو مرستندويه موسسو  له خوا د پيسو د بېځايه لګولو او په فساد کې د افغان مرکزي حکومت د چارواکو د ښکېلتيا او له پوښتنو څخه نه ډارېدلو د خلکو تر منځ د نهيلۍ احساس راپيدا کړی دی.

په تګاب کې د کلو د پراختيا او بيارغاونې ياد کارکوونکي، چې نوم يې نه و څرګند کړی، وويل: «وېش په بسپنه ورکوونکو هېوادونو کې پيليږي. له پيل نه تر پايه ټول په اختلاس کې ښکېل دي. هرڅوک لومړی خپله ګټه ترلاسه کوي.  حکومتي مامورين، د ولايتي شورا غړي  او نور ټول د سړک جوړونې له پروژو ‎څخه خپله ونډه اخلي. ترڅو چې هغوی ته خپله ونډه نه وي ورکړ شوي، نه يوه پاڼه سند لاسليک کوي او د نه د پروژې د کار د پای مراسمو ته حاضريږي.»

سياسی ماهر وحيد مژده د بياودانولو هڅې  د ټيکاو او امن د تامين په څېر مهمې او ارزښتمنې بولي.

هغه وويل: «که چېرته پيسې په سم ډول ولګول شي، جګړه به پای ته ورسيږي. که نه، کار به سرچپه شي. حکومتي چارواکي په عمومي ډول له دې پروژو څخه په راولاړ شوي فساد کې ښکېل دي. که دا کا رهمداسې دوام ومومی، نو ډېرې ناوړې پايلې به ولري. دا يوازينی لامل دی چې د حکومت او خلکو تر منځ واټن ورځ په ورځ پراخيږي او خلک ناراضه کيږي.»

د تګاب اوسيدونکي بهير احمد وويل، هغه له اوسني افغان حکومت څخه تمه نه لري، چې د خلکو په ژوند کې به کوم ښه والی راولي.

هغه وويل: «هغه مهال ډېر خواشينی شوم چې يو امريکايي اقتصاد پوه په تلويزيون کېوويل، هر افغان ته  ۷۵۰۰۰  ډالره مرسته رسيدلې ده.  پداسې  حال کې چې نوي سلنه افغانانو ته يو ډالر مرسته هم نه ده رسيدلې. »

«زه اوس دا منم  له (ولسمشر) حامد کرزي او ... ملګرو څخه يې تمه بېځايه خبره ده، چې له موږ سره دې مرسته وکړي، آن له هغه څخهکه  شکايت هم وکړمځای نه نيسي.»