افغانستان د بانکدارۍ د عصري سيستم په درشل کې

د مرکزې باند رئيس په دې باور دى، چې مالي عصري سيستم د افغانستان اقتصاد په پياوړي کولو کې ستر رول لوبوي.

افغانستان د بانکدارۍ د عصري سيستم په درشل کې

د مرکزې باند رئيس په دې باور دى، چې مالي عصري سيستم د افغانستان اقتصاد په پياوړي کولو کې ستر رول لوبوي.

Wednesday, 16 November, 2005

افغانستان د يو داسې هېواد په توګه، د پيسو د شميرلو اتوماتيک ماشين تر لاسه کړ، چې د پانګې د ساتلو مينه وال اوسيدونکي يي پيسې تر خپل بالښت لاندې ساتي.


په داسې حال کې چې يو شمېر نړيوال بانکونه خپلې څانګې يو په بل پسې په کابل کې پرانيزي، د افغانستان بانک رئيس، ډاکټر انور الحق احدي وايي، چې ولس نوي مالي عصر ته د ورننوتلو په درشل کې دى. نوموړي له آى ډبليو پي آر سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل: "بهرنيو بانکونوپه هېواد کې د اقتصاد د ودې لپاره لاره هواره کړه."


د احدي د وړاندوينې له مخې، په بانکونو باندې د دولت داوږدې مودې کنترول، سياسي بهيرونو او بې پروايۍ وروسته، د بانک پر نوروخدمتونو برسېره، بانکي سکتور د مسلکيت او روڼوالي (شفافيت) يو نوي دور ته ورننوزي. نوموړى وايي: "دلته به هم د نړۍ هغه وروستى سيستم وکارول شي، چې په نورو هېوادونو کې په کار لوېدلى دى. هغه بانکي خدمتونه چې په نورو هېوادونو کې چمتو شوي دي، دلته به هم خلکو ته چمتو شي."


د برتانوي ستندرد چارتر بانک څانګه په دې وروستيو وختونو کې په کابل پرانيستل شوه او د پاکستان نشنل بانک هم په کابل کې د خپلې نماينده ګۍ له لارې په فعاليت پيل کړى دى.


په پام کې ده، چې د اقتصادي پراختيا لپاره د آغاخان په مرسته لومړنى ميکرو فايننس بانک، همدارنګه د پاکستان حبيب بانک او د افغانستان نړيوال بانک په نژدې راتلونکې کې په فعاليت پيل وکړي.


په همدې توګه په پام کې ده، چې د هېواد موجود شپږ بانکونه له سره جوړ شي او ځينې يي له يو بل سره يوځاى شي. د افغانستان مرکزي بانک، چې تر اوسه يي د پنډو کتابونو په واسطه د کاربن پيپر له لارې خپلې ورځنۍ چارې سمبالولې، په راتلونکو دريو مياشتو کې به په بشپړه توګه کمپيوتري شي.


احدي هيله څرګنده کړه، چې دا پرمختګ به په بانکونو باندې د خلکو باور لا پسې پياوړى کړي او د "حوالې" زوړ دوديز سيستم ته به ماتې ورکړي، چې خلک د هغې له لارې په پټه له يو ځاى څخه بل ځاى ته خپلې پيسې او شته ليږدوي. داسې شبکې زياتره د ترهګرو له خوا کارول کيږي ، چې د ترهګرۍ خپل فعاليتونه د خلکو له نظره ليرې سرته ورسوي.


احدي وايي، يوازې د دسمبر په مياشت کې د هغه د بانک له لارې د ١٣٠ مليونوامريکايي ډالرو په ارزښت مالي راکړه ورکړه تر سره شوې ده او په پايله کې "د خصوصې "حوالې" سيستم مخ په ځوړ روان دى."


له هغه وروسته. چې په٢٠٠٢ کال کې احدي دامريکې د پراويدينس په پوهنتون کې د سياسي علومو په تدريس کې له پنځلسو کلونوبوختيا وروسته هېواد ته راستون شو، زيات بدلونونه رامنځته شوي دي. په هغه مهال کې په افغانستان بانک کې يوازې درې کمپيوتره موجود وو او هغه هم د حسابي چارو لپاره نه وو. احدي آى ډبليو پي آر ته وويل: "په حقيقت کې هغه يوازې په نوم يو بانک و." دا له هېواد سره د هغه مينه او د حامد کرزي شخصي بلنه وه، چې هېواد ته يې راستون کړ. هغه وايي: "نه د پيسو په چاپ او نه د هغې په ذخيره کولو کنترول موجود و. کارکوونکي يي مسلکي کسان نه وو"


په حقيقت کې سيالو جنګ سالارانو خپلې پيسې چاپولې او د ډلو ټپلو له خوا په پاکستان او روسيه کې جعلي او ناچلې پيسې په ډېريو ډيرېو پرتې وې.


د انفلاسيون کچه دومره لوړه وه، چې د يوې ډېرې کوچنې پېروپلور لپاره په بوجيو، بوجيو پيسې ليږدول کېدې.


د احدي لومړى ګام د نويو پيسو د چلن له لارې د هېواد په مالي سيستم باندې د کنترول لاسته راوړل و، چې د زړو افغانيو په پرتله يي (حجم) يو زر ځلې لږ دى.


د پيسو بدلون له شور او زوږ پرته په ډېره کراره سرته ورسېد او نن نوې افغانې په اسيا کې د ډېروثبات لرونکو اسعارو په ډله کې شمېرل کيږي. احدي يو روښانه راتلونکي ويني.


هغه وايي: "موږ د افغانيو په چاپ او ذخيرې باندې بشپړ کنترول لرو او په ډېر احتياط او پام د هغې څارنه کوو. خلک بايد اندېښنه ونه لري، زموږملي خزانه ډېره بډايه ده. موږ زياته اندازه بهرني اسعار لرو."


احدي دا ټکى مني، چې هېواد ته څه ناڅه ټول بهرني اسعار د مرستو په ډول راځي. خو هغه وايي دا توقع بايد هغه مهال وشي، چې افغانستان بېرته په خپلو پښو ودريږي.


احدي په نوي اساسي قانون کې کومه ستونزه نه ويني، چې د نويو پيسو په چاپولو کې مرکزي بانک بايد د ولسي جرګې له اقتصادي جرګه ګۍ سره سلاه مشوره وکړي. هغه وايي بانک کولاى شي، چې د پسيو د ذخيرې او ويش له لارې خپله خپلواکي وساتي.


بانک په دې هلو ځلو بوخت دى، چې په هېواد کې په پلورولو او پېرودلو کې د بهرنيو اسعارو په کارونې بنديز ولګوي. په زياترو لويو ښارونو کې راکړه ورکړه په ډاګه په امريکايي ډالرو تر سره کيږي. په داسې حا ل کې چې په سرحدي سيمو کې ټوله راکړه ورکړه په پاکستانيو پيسو باندې کيږي.


احدي وايي دا کار بايد بند شي. هغه وايي :"موږ به سرغړوونکو ته لارښوونه وکړو، چې ددې قانون متابعت وکړي. اوس آن په ولايتونو کې دا موضوع ترکلکې څېړنې لاندې ده. د بهرينو اسعارو کارونه به بنده شي."


احدي له دې ټکي څخه انکار کوي، چې د اوږدې مودې لپاره د افغان ملت د ګوند مشرتوب د هغه د بانک په پرېکړو اغېز اچوي. هغه وايي: "ملي ګټې، کفايت او اهليت په بانکي چارو کې زما د کار عمده اصل دى او له دې امله زه دتګلارو له مخې کارونه پر مخ وړم."


Frontline Updates
Support local journalists