افغانستان: د اپينو توليدات په کندهار کې هوا ته ختلي دي

د کوکنارو کرکيله د امنيتي پوځونو له دې ادعاگانو سره سره غوړېدلې چې وايي د نابودولو هڅې يې اغېزمنې دي.

افغانستان: د اپينو توليدات په کندهار کې هوا ته ختلي دي

د کوکنارو کرکيله د امنيتي پوځونو له دې ادعاگانو سره سره غوړېدلې چې وايي د نابودولو هڅې يې اغېزمنې دي.

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د محمد ابراهيم سپېڅلي ليکنه

سره له دې چې تېرکال د افغانستان په سويلي ولايت، کندهار کې د اپينو توليد نژدې پنځه سلنه زيات شوی، خو ځايي چارواکي ټينگار کوي د کوکنارو د کرکيلې د اړولو کمپاين بريالی و.

د نشه يې توکو او جرمونو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې د وينا له مخې د کندهار ولايت د هلمند له ولايت څخه وروسته د افغانستان د اپينو دويم لوی توليدوونکی ولايت دی. نوموړې اداره وايي سږکال د کندهار په ٣٣٧ کيلومترمربع ځمکه کې کوکنار کرل شوي، چې د ٢٠١٣ کال په پرتله ١٩ سلنه زياتوالی په گوته کوي.

په داسې حال کې چې تېر کال په ٨، ١٠ کيلومتر مربع ځمکه کې د کوکنارو بوټې له منځه وړل شوي وو، خو په ٢٠١٤ کې يوازې ٦٨، ٠ کيلومتر مربع ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه شوې ده.

د نشه يي توکو په وړاندې د کندهار د پوليسو د مبارزې مشر، محمد اسمعيل غوثي آی ډبليو پي آر ته وويل، پروسږکال يې ادارې په دې اړه د پام وړ پرمختگ کړی و. د کوکنارو د کرکيلې د پاکولو او همدارنگه د اپينو د سوځولو تر څنگ يې له درې سوه څخه زيات خلک نيولي او ترعدلي تعقيب لاندې دي. شپېته تنه يې د سلگونو کيلوگرامو نشه يي توکو شکمن قاچاق وړونکي او اته تنه يې په ملي کچه د نشه يي توکو لوی قاچاق وړونکي وو.  

غوثي وويل: «که زموږ د تېرکال لاسته راوړنو ته وکتل شي، د هېواد د پاتې برخې په پرتله د پام وړ دي. سږکال مو د نشه يي توکو په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی. موږ له هيچا سره ژمنه نه کوو. تر ټولو ښه بېلگه يې د ميوند ولسوالۍ پخوانی ولسوال، حاجي صالح محمد نورزي دی، چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور مو بندي کړی دی.»

د کندهار يو شمېر کروندگر وايي، د ځمکې پر نور کښت ژوند نه تېرېږي. د بند شوي کښت له کرلو پرته بله لار نه لري.

عبدالسلام، چې د ميوند ولسوالۍ په لرې برخه کې اپين توليدوي، آی ډبليو پي آر ته د تليفون په ليکه وويل، هغه او نور انډيوال کروندگر به يې د کوکنارو کرکيلي ته دوام ورکوي، توپير نه کوي که هرڅومره يې حکومت کرونده واړوي. 

هغه وويل: «موږ کوکنار د شوق لپاره نه کرو. موږ يوازې پرېښودل شوي يو. حکومت تراوسه خپلې ژمنې سرته نه دي رسولي، چې خپلو قانوني غلو دانو ته بازار ومومو. که چېرته حکومت له موږ سره په کړو ژمنو ودريږي، موږ هم چمتو يو چې دا بند شوی بوټی نور ونه کرو.»

غوثي ومنله، کروند گر يوازې هغه مهال کوکنار کري چې بيوزلي وي او د ژوند د تېرولو لپاره بله چاره ونه لري. که چېرته بديل کښت يا بازار په گوتو ورشي، نو پوره ډاډمن دی چې د نشه يي توکو توليد به پر ځمکه ولويږي. 

ځينې ځايي اوسيدونکي وايي، کروندگر پوهيږي چې څنگه د کوکنارو د کښت کرنه سمبال کړي.

د کندهار د ډنډ د ولسوالۍ اوسيدونکي، کليم الله وويل: «دمخه به د کوکنارو کرکيله د ولسوالۍ په هرځای کې ليدل کېده. آن د ولسوال د دفتر ترڅنگ به د کوکنارو پټي وو. اوس يې اندازه ډېره راټيټه شوې. اوس يې په پټو ځايونو کې کري.»

په کندهار کې د سمون په نامه د مدني ټولنې مشر، الحاج غلام محمد معصومي وويل، سږکال د کوکنارو کښت ځکه زيات شوی چې ځايي امنيتي ادارې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال بوختې وې. هغه وړاندوينه وکړه چې تر هغه به دا کار دوام ومومي، ترڅو حکومت خپلې ژمنې عملي نه کړي او کروندگرو ته د ژوند د تېرولو بله لاره [بديل معيشت] پيدا نه کړي.  

د کندهار د دوو مليونو اوسيدونکو تر منځ پر نشه يي توکو روږدي کېدل يوه ستونزه ده. په دې وروستيو کې د کندهار سرپرست والي، توريالي ويسا د رسنيو يوې غونډې ته ويلي وو، په نوموړي ولايت کې ١٠٠٠٠٠ تنه روږدي کسان شته. 

د نشه يي توکو د غوښتنې د لږولو د پروگرام مشر، محمد يوسف وويل، دمگړۍ په کندهار د درملنې څلور دولتي او يو شخصي مرکز موجود دی. سږکال د يو زر تنو درملنه شوې او شپږ زره نور اوس د درملنې لاندې دي.

هغه وويل: «زموږ رياست د [کوکنارو د] کرکيلې د مخنيوي په بېلابېلو لارو چارو بوخت دی. يوه لاره يې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د عامه خبرونې پروگرامونه دي. همدارنگه موږ غواړو د روږدي کسانو شمېر او نشه يي توکو ته د غوښتنې اندازه راټيټه کړو او د هغې د کښت مخه ونيسو.»

يوسف وويل، يو شمېر کروندگرو ته اصلاح شوی تخم ورکړ شوی چې د قانوني کښت کرلو ته وهڅول شي.

دا تگلاره له ډېر پخوا څخه په افغانستان کې پر مختللې. تېرکال له کندهار څخه د ليدنې پرمهال، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير، ضرار احمد مقبل او د متحده ايالتونو د قانون د پلي کولو استازي، سټيفن ميکفارلنيډ داسې پلانونه بيان کړل چې په کوکنارو کرونکو ولسواليو کې د «خوراکي توکو زون» رامنځته کړي. د دې پروگرام موخه له نشه يي توکو سره د مبارزې له لارې د خلکو د پوهې د کچې زياتوالی او د بديل معيشت چمتو کول و.   

د خوراکي توکو پروگرام په گاونډي ولايت، هلمند کې د غنمو د تخم له وېش سره يوځای روان دی. د دې پروگرام له امله لومړی د کوکنارو په کرکيلې کې ډېر لږوالی راغی او د اپينو د توليد له ټيټولو سره يې مرسته وکړه، خو سږکال د فساد د تورونو له امله له نوموړي برياليتوب وروسته د اپينو په توليد کې بېرته زياتوالی راغی.

محمد ابراهيم سپېڅلی په کندهار ولايت کې د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

 

Afghanistan
Economy, Drugs
Frontline Updates
Support local journalists