Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: د آی ډبلیو پي آر پروگرام نتیجه ورکړه

د څېړنو نوې لړۍ سیمه ییزې جدي موضوعگانې وسپړلې.
By IWPR Afghanistan

د آی ډبلیو پي آر د روزنیزو ورکشاپونو نوې لړۍ څېړنیز کار ته لاره هواره کړه. 

د هېواد له ټولو برخو څخه څه دپاسه ۵۰ تنو ژورنالستانو او سیمه ییزو چارواکو په سیمه ییزو رسنیو کې له څېړنیز ژورنالیزم سره د ملاتړ لپاره د نوې پروژې د یوې برخې په توگه په وروستیو تازه غونډو کې برخه واخیسته.

د دغو ورکشاپونو په پایله کې د لیکل شوو کیسو په لړ کې په پروان ولایت کې د ښوونکو د کورونو لپاره د ځمکې د ځانگړي کولو او په هلمند ولایت کې د مرمرو د ډبرو د قاچاق موضوعگانې شاملې وې. په نورو لیکنو کې په بامیانو کې د گرځندوی د صنعت د غوړېدا او د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې د جلغوزو د حاصل په اړه وې.   

(د زیاتو معلوماتو لپاره وگورئ: ښوونکو ته د استوگنو پر ځانگړو شوو نومرو خیټه اچول شوې، قاچاق وړونکي د مرمرو د ډبرو کان د ځان په گټه کاروي، توريزم په باميانو ولايت کې د پرمختگ په حال کې او ايا کېدای شي چې جلغوزه د بدلون يو تخم شي؟).

نوموړي ورکشاپونه د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په میاشت کې د ننگرهار، لغمان، کونړ او نورستان په ولایتونو کې جوړ شوي او ۳۴ تنه نارینه او ښځینه خبریالانو پکې گډون کړی وو. د ۲۰۱۷ کال د نومبر په میاشت کې د افغانستان له سویلی ولایتونو: کندهار، هلمند، زابل او اروزگان څخه نورو ۴۰ تنو ژورنالستانو د آی ډبلیو پي آر په دغه کورسونو کې گډون درلود.

په زابل ولایت کې د پژواک خبری آژانس خبریال، بسم الله پښتونمل وویل: «په داسې یوه حالت کې چې ناامني سویلي زون گواښوي، د څو کلونو په اوږدو کې د خبریالانو د روزنې څو پرگرامونه ځنډېدلي دی، د آی ډبلیو پي آر ورکشاپ زموږ خبریالانو ته خورا زیات اهمیت درلود.موضوعگانې زموږ له اړتیاوو سره سم غوره شوې وې. زه په دې اند یم، هغه څه چې ما په دغه ورکشاپ کې زده کړل، کولای شي زموږ ځینې ورځنۍ ستونزې هوارې کړی.»

د کندهار د مندیگک د مجلې خبریال، مجیب الله شبیر هم وویل، ورکشاپ موږ ته د اړتیا وړ عملي مهارتونه رازده کړل.

هغه وویل: «تر دې وړاندې موږ نه پوهیدو په حکومتي ادارو کې له موجود فساد او نورو ناوړو اعمالو څخه څنگه پرده پورته کړو... اوس کولای شو انتقادي رپوټونه او مرکې چمتو کړو.»

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس، فضل باري بریالي وویل، ورکشاپ به د سیمه ییزو رسنیو وضعیت ښه کړي.

د آی ډبلیو پي آر بل ورکشاپ د افغانستان په لویدیځ زون، هرات کې جوړ شوی او د بلخ، سمنگانو، جوزجان، بدخشان، فاریاب، سرپل، تخار او بغلان له ولایتونو څه دپاسه ۲۰ تنو ژورنالستانو پکې گډون کړی وو.

د الینا رسا په نامه یوې خبریالې وویل: «سره له دې چې له دریوکلونو راهیسې د جوزجان ولایت په «غزل رادیو» کې د خبریالې په توگه کار کوم، دلته د لومړي ځل لپاره ما زده کړل چې څېړنیز ژورنالیزم د فساد په وړاندې د مبارزې یوه لاره ده.»

د پگاه اوونیزې خبریالې. دیانا فرزان وویل، په درې ورځني ورکشاپ کې یې داسې وړتیاوې ترلاسه کړې چې د ژورنالیزم د پوهنځي په څلور کلنې دورې کې یې هیڅ نه وې لوستې.

هغې وویل: «په دغه ورکشاپ کې مو زده کړل چې د یوه څېړنیز رپوټ د چمتو کولو لپاره یوه فرضیه څنگه وټاکو، د دغه کار د ملاتړ لپاره څنگه کاري پلان جوړ کړو او وروسته یو خبریال څنگه کولای شي څېړنیز رپوټ چمتو کړی او د ننگونو او ستونزو په وړاندې ودریږي... .»

د ننگرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس، اورنگ صمیم وویل، آی ډبلیو پي آر په افغانستان کې د نړیوالې مینې له  کمیدو سره سره یو تلپاتې او مثبت ځواک دی .

هغه وویل: «د رسنیو د ظرفیت په لوړولو کې د نړیوالو مرسته کوونکو مرسته او همکاري د اوسني حکومت د لومړنیو کلونو په پرتله لږه شوې ده. خو آی ډبلیو پي آر چې د څو کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کوي او افغاني رسنیو او ژورنالستانو دظرفیت لوړولو په برخه کې هلې ځلې کوي لا تراوسه پخپل قوت فعالیت کوي ددوي  دا هلې ځلې د زیات ارزښت او د ځانگړي هرکلي وړ ده.»