افغانستان: اګست / سپتمبر ۲۰۱۱ – دويمه برخه

د آی ډبليو پي آر يو رپوټ رابرسېره کړې وه چې د کاپيسا ولايت ځايي امنيتي ځواکونه [اربکيان] د ټيټ معاش د ورکړې او د وسايلو د کمښت له امله دنده پريږدي.

افغانستان: اګست / سپتمبر ۲۰۱۱ – دويمه برخه

د آی ډبليو پي آر يو رپوټ رابرسېره کړې وه چې د کاپيسا ولايت ځايي امنيتي ځواکونه [اربکيان] د ټيټ معاش د ورکړې او د وسايلو د کمښت له امله دنده پريږدي.

Thursday, 3 November, 2011

په افغانستان کې د آي ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

له هغه وروسته چې د آی ډبليو پي آر يو رپوټ د ملېشو له خوا د دندو د پرېښودلو په اړه اندېښنې برسېره کړې، په کاپيسا ولايت کې د حکومت پلوه ملېشه يي ځواکونو د ستونزو د هوارولو لپاره په لوړې کچې ګامونه پورته شول. 

د سپتمبر په ۳۱ نېټه د  «افغان ځايي پوليس (اربکيان) د معاشونو له امله دنده خوشې کوي»  تر سرليک لاندې په يو خپور شوی رپوټ کې ويل شوی و، چې د ملي پوليسو د ليکو ترڅنګ د ځايي پوليسو [اربکيانو] غړي له لږ معاش او د وسايلو له کمښت څخه شکايت کوي.  د هغوی زيات شمېر په نورو ځايونو کې د کار کولو په موخه خپلې دندې خوشې کوي.

د رپوټ له خپرېدو وروسته د کاپيسا ولايت والي، محراب الدين ساپي وويل، له لوړ پوړو چارواکو سره يې اړيکې نيولي او هغوی په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي، ترڅو په رپوټ کې رابرسېره شوې ستونزې هوارې کړي.

نوموړي زياته کړه: «هيله لرو ټولې رسنۍ د آی ډبليو پي آر په څېر کار وکړي، ترڅو ستونزې هوارې کړي، نه دا چې زياتې يې کړي.» 

د تګاب ولسوال، عبدالحکيم اخوندزاده وويل، د مليشه يي ځواکونو د احتمالي ړنګېدو د پايلو له امله خورا زيات اندېښمن دی. 

هغه وويل، هغه سړک چې د تګاب ولسوالي له مرکز، کاپيسا سره نښلوي، له ډېرو کلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو په لاس کې وه او ددې ولسوالۍ د ګوښه کېدو لامل شوې وه.  

له تېرو دوو کلونو راهيسې د ځايي پوليسو د همکارۍ له امله يې امنيت ښه شوی دی.

هغه وويل: «کله چې به ملېشې له ستونزو سره مخامخ شوې، موږ ته به اندېښنه پيدا شوه، چې د ولسوالۍ او د ولايت د مرکز تر منځ به بيا اړيکې وشليږي. کله چې آی ډبليو پي آر په دې اړه رپوټ خپور کړ، د ډېرو چارواکو پام دې موضوع  ته واوښت او په پای کې ستونزه هواره شوه. اوس نوموړې ملېشې د پخوا په څېر خپلې دندې پر مخ وړي.»  

د لنډاخيلو په سيمه کې د مزار په نامه د نوموړو ملېشو يو قوماندان هم د آی ډبليو پي آر د رپوټ هرکلی وکړ، يادونه يې وکړه، زيات شمېر هغو اربکيو، چې دمخه يې د دندې د پرېښودو تکل کړی و، اوس يې اراده بدله شوې ده.  

هغه وويل: «زموږ زيات شمېر ځوانانو د معاشونو او وسايلو د کمښت ... له امله خپلې دندې پرېښودې او ايران ته د کار لپاره لاړل. هغه مهال چې د آی ډبليو پي آر خبريال د جګړې په سختو شرايطو کې زموږ سيمې ته راغی او زموږ د ستونزو په اړه يې رپوټ چمتو کړ، نو زموږ د مشرانو پام دې لورې ته راوګرځېد. تر هغې راوروسته د معاشونو او موټرو په اړه له کومې ستونزې سره مخامخ شوي نه يو.»   

همدارنګه مزار د رپوټ هغو ټکو ته هم ګوته ونيوه، چې  د اربکيانو د ناسم چلن په اړه يې يادونه شوې وه.   

هغه وويل: «موږ هغه يو شمېرافراد له کاره ګوښه کړل، چې له خلکو سره يې ناسم چلن کاوه.»

د سيمې خلکو هم د ملېشو په چال چلن کې د سمون د راتګ پخلی وکړ.  

د تګاب د ولسوالۍ د احمدزيو د سيمې اوسيدونکي، عطا محمد وويل: «په دې ورځو کې هغوی له خلکو سره ښه وضعه کوي. خلک نه ځوروري. آن له خلکو سره په ځينو حالتونو کې مرسته کوي، چې خپلې ستونزې هوارې کړي.»

د تګاب د سيمې اوسيدونکي، د شاه اغا په نامه يو اربکي وويل، هغه ډېر خوښ دی، نور ورسره دا فکر نشته چې دنده  او کورنۍ پرېږدي او د کار لپاره ايران ته لاړ شي.

هغه وويل: «زه د آی ډبليو پي آر د خبريال مننه کوم، چې خطر يې پر ځان قبول کړ، دلته راغی او زموږ ستونزې يې چارواکو ته ورسولې. که چېرته خبريال زموږ غږ  د چا غوږونو ته نه وای رسولی، نه به ملېشې وای او نه به په تګاب ولسوالۍ کې کوم ځوان پاتې وای، ځکه ټول به له سيمي تښتېدلای وای. اوس موږ په  کورنو کې يو او د خپل هېواد خدمت کوو. دا ډېره لويه لاسته راوړنه ده.» 

Police
Frontline Updates
Support local journalists