افغانستان: اکتوبر – نومبر ٢٠١٠ دويمه برخه

په بلخ کې د بنديانو د لوږي د اعتصاب په اړه د آى ډبليو پي آر د رپوټ له خپرېدا وروسته بنديانو ته د استوګنې او درملنې نوې اسانتياوې چمتو شوې.

افغانستان: اکتوبر – نومبر ٢٠١٠ دويمه برخه

په بلخ کې د بنديانو د لوږي د اعتصاب په اړه د آى ډبليو پي آر د رپوټ له خپرېدا وروسته بنديانو ته د استوګنې او درملنې نوې اسانتياوې چمتو شوې.

Wednesday, 26 January, 2011

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

د حکومت او محبس چارواکي وايي د بلخ په محبس کې د سختو شرايطو په اړه د آى ډبليو پي آر رپوټ دوى په محبس کې د ښه والي  راوستلو ته وهڅول.[وګورئ: د محبس د سختو شرايطو له امله د لوږې اعتصاب]

بنديانو په خونو کې د ګڼې ګوڼې او غير صحي شرايطو له امله د لوږې يو لړ اعتصابونه  پيل کړيوو. په نوموړي محبس کې د ٧٠٠ بنديانو لپاره اته ټټۍ (بيت الخلاء) موجودې او د ناروغۍ رامنځته کيدل پکې يوه عادي خبره ده.  

د بلخ د محبس قوماندان ، جنرال دولت محمد عزيز وويل، د آى ډبليو پي آر د رپوټ دخپرېدو له امله د محبس په شرايطو کې د پا م وړ ښه والى راوستل شو. هغه يادونه وکړه په داسې حال کې چې يو شمېر رسنيو د محبس د لوږې د اعتصاب په اړه خبرونه خپاره کړي وو، خو يوازې آى ډبليو پي آر د عمل تر شا د موضوع  پلټنه وکړه  

د آى ډبليو پي آر د رپوټ له خپرېدا وروسته د عامې روغتيا وزارت د محبس د ودانۍ دننه يو څلور بستره يې روغتون جوړ کړ او په پام کې ده ترڅو په ځايي ملکي روغتون کې د بنديانو لپاره يوه څانګه بېله کړاى شي. 

د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره د عدليې وزارت  د محبس  د ودانۍ پراخول تر لاس لانې نيولي دي او د څلوېښتو بندي ميندو د ١٨ ماشومانو لپاره يې يو وړکتون هم جوړ کړى دى. د ليک لوست د زده کړې کورسونه پيل شوي او د بنديانو د مطالعې په موخه يو کتابتون جوړ شوى، چې په سلګونه کتابونه لري.

عزيز وويل، د نړيوال سوله ساتې ځواک (ايساف) او د ولايتي بيارغاونې د ډلې په ګډون د بهرنيو موسسو استازي د محبس ليدلو ته راغلي او د هغې د شرايطو د ښه کولو  لپاره يې د خپلو مرستو ژمنې وکړې. 

د عامې روغتيا د وزارت وياند، دکتور نور اوغلي وويل، هغه تېره مياشت د آى ډبليو پي آر رپوټ له خپرېدا ورسته په ډېره مينه ولوست.

هغه وويل: "ما شخصا د بلخ د محبس د ستونزو په اړه  د عامې روغتيا له چارواکوسره خبرې وکړې. موږ سمدلاسه د بنديانو د درملنې لپاره د محبس دننه يو کلينيک جوړ کړ."

نوموړي زياته کړه: "د رپوټ خپرېدا نه يوازې د بلخ له محبس سره مرسته وکړه، بلکې نورو محبسونو ته مو هم پلاوې واستول. په نژدې راتلونکې کې به په نورو لسو ولايتونو کې کلينيکونه جوړ کړو."

اوغلي وويل،  هره ورځ ملي او نړيوال خبري رپوټونه لولي، خو د آى ډبليو پي آر رپوټ په ځانګړي ډول هراړخيز او واقعيت يې څرګند کړى دى..

نوموړي زياته کړه د نړيوالو رسنيو رپوټونه له دې امله مهم دي چې حکومتي چارواکي له سيمه ييزو انديښنو خبر کړي، خو ټينګار يې وکړ چې آى ډبليو پي آر بايد د داسې رپوټونو خپرولو ته دوام ورکړي، ترڅو په راتلونکې کې نورې ستونزې هم هوارې شي.  

په محبس کې د عبدالخالق په نامه يو بندي وويل، هغه ته د آى ډبليو پي آر د خبريال راتګ ياد دى، چې ورته يې ويلي و، د آى ډبليو پي آر په ويب پاڼې کې له خپرېدو وروسته به دا رپوټ د حکومتي چارواکو په ګډون ټوله نړۍ ولولي

هغه وويل: "له يوې نيمې مياشتې وروسته يو لړ بدلونه راوستل شول او زما په اند رپوټ په شرايطو اغېز کړى، ځکه زيات شمېر کورني خبريالان دلته راغلي وو، خو کوم بدلون تر سترګو شوى نه و."

عبدالخالق وويل، [په خونو کې] ګڼه ګوڼه له منځه تللې، روغتيايي خدمتونه ښه شوي، خو زياته يې کړه چې نورو زياتو کارونو ته لا اړتيا په مخې کې پرته ده.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists