افغانستان، ٢٠١٠ / دسمبر - ٢٠١١ / جنوري

له خبريالانو سره د چارواکو د همکارۍ د زړه نازړه توب په اړه رپوټ د رسنيو د فشار د ډلې د رامنځته کېدو لامل شو.

افغانستان، ٢٠١٠ / دسمبر - ٢٠١١ / جنوري

له خبريالانو سره د چارواکو د همکارۍ د زړه نازړه توب په اړه رپوټ د رسنيو د فشار د ډلې د رامنځته کېدو لامل شو.

Thursday, 10 March, 2011

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر له خوا

  له هغه وروسته چې آى ډبليو پي آر ځايي رسنيو ته په مخ کې د پرتو ننګونو په اړه يو رپوټ خپور کړ، په هرات ولايت کې د رسنيو د حمايت کمېټه رامنځته شوه. 

دآى ډبليو پي آر د ځايي خبريال، شاهپور صابر له خوا د جنورۍ د مياشتې د ٢٧ نېټې ليکلي رپوټ ، [په هرات کې د رسنيو آزادۍ ته د خطر زنګ] خبر ورکړى و چې ولايتي او بهرني چارواکي له هغوى سره همکاري نه کوي او د متوازن رپوټ په چمتو کولو کې د هغوى د کار مخه ډب کوي.

د افغان ژورناليزم د مرکز په ګډون، د ځايي رسنيو يو شمېر ملاتړې موسسې د لومړي ځل لپاره په خپلو کې راغوڼدې شوي ترڅو پرتې ستونزې له منځه يوسي او د راتلونکو ستونزو هوارۍ ته يو منظم غبرګون چمتو کړي.

په هرات ولايت کې د افغان ژورناليزم د مرکز رئيس، امام محمد واريماچ وويل، د آى ډبليو پي آر رپوټ د رسنيو د کمېټې د رامنځته کېدو لپاره مرکزي ټکى و.

واريماچ وويل، د هغوى لومړى کار به دا وي چې خبريالانو ته ورپېښې ستونزې له چارواکو سره د خبرو اترو له لارې هوارې کړي. که دا کار بريالى نشو، نو بيا به ويناوې خپرې کړي، ګردي ميزونه او مطبوعاتي کنفرانسونه به جوړ کړي او آن لاريونونه به وکړي.   

هغه وويل: "همدارنګه کمېټه په پام کې لري چې له آى ډبليو پي آر څخه وغواړي د ژورنالستانو د ستونزو په هوارولو کې فعال رول ولوبوي. د يو معتبري خبري رسنۍ په توګه هغه له موږ سره مرسته کولاى شي." نوموړي زياته کړه، د آى ډبليو پي آر رپوټونو د پام وړ اغېزدرلودلاى، ځکه هغوى وکړاى شول په حکومتي ادارو او افغان مدني ټولنو کې زياتو اورېدونکو ته ځانونه ورورسوي.    

د فرياد راديو رئيس، خليل امير له رسنيو سره د حکومتي چارواکو د نه همکارۍ په اړه  د آى ډبليو پي آر د رپوټ ستاينه وکړه. هغه وويل، د ژورنالستانو ډلو د لومړي ځل لپاره غونډې جوړې کړې ترڅو د ادعاشوو محدوديتونو او خنډونو په اړه خبرې اترې وکړي. 

نوموړي  زياته کړه، "چارواکي به د رسنيو په وړاندې خپل چال چلن ته بدلون ورکړي، ځکه په دې به پوه شي هغه رسنۍ چې څيړنيز رپوټونه خپروي، له پېښو خبرې دي او هغه به له ياده ونه باسي."

په هرات ولايت کې د امريکا غږ د خبريال، فاروق فيضي د وينا له مخې،  په رپوټ کې له ځايي چارواکو څخه ليدلې ستونزې بيان شوي دي.

فيضي وويل، د آى ډبليو پي آر د رپوټ له خپرېدا وروسته د هرات ولايت د چارواکو له خوا د رسنيو په وړاندې ځينې محدوديتونه ليرې شوي دي. يو شمېر خبريالانو وويل، په دې وروستيو کې د هرات والي، محمد داود صبا موافقه کړې چې مرکې ورسره وکړي.

د هرات د والي وياند،  شفيق بهروزيان وويل، هغه د آى ډبليو پي آر د رپوټ د خپرېدو هرکلى کوي، ويې ويل، يوازې د رسنيو کره  او رغنده رپوټونه  د هغوى د کار پر بهير مثبت اغېز کوي.

هغه وويل: "په دې وروستيو وختونو کې د هرات ولايت چارواکو له رسنيو سره ښې اړيکې ټينګې کړې دي."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists