افغانان په شمال کې د امنيتې مسوليتونو د لېږد کومه نښه نه ګوري

د بلخ ولايت استوګن وايي بهرني سرتيري د پخوا په څېر خپل لټون ته دوام ورکوي.

افغانان په شمال کې د امنيتې مسوليتونو د لېږد کومه نښه نه ګوري

د بلخ ولايت استوګن وايي بهرني سرتيري د پخوا په څېر خپل لټون ته دوام ورکوي.

Thursday, 10 May, 2012

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه
د جنوري په مياشت کې د بلخ په ولايت کې افغان امنيتي ځواکونو ته د ناتو تر مشرۍ لاندې د امنيت د لېږد له رسمې سپارلو سره سره اوسيدونکي شکايت کوي چې هغوی [بهرني سرتيري] د پخوا په څېر هرچېرته ليدل کيږي.
په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو سرتيرو تر وتلو دمخه د امنيت د لېږد د يوه پړاو د يوې برخې په توګه د جنوري په ۲۵ د مراسمو په ترڅ کې امنيتي مسؤوليت رسما افغان پوځونو ته وسپارل شو.
د بلخ او همدارنګه  د سمنګانو، سرپل او شبرغان په ولايتونو کې انتقال رسما بشپړ شوی دی. په مرکزي ولايت باميانو کې د انتقال بهير په ۲۰۱۱ کال کې پيل شوی او تمه ده چې د ۲۰۱۳ کال ترنيمايي پورې بشپړ شي.
په بلخ کې پخوا د امنيت مسؤوليت د ولايتي بيارغاوني ۵۰۰ کسيزې ډلې پر غاړه وو، چې د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوال سوله ساتي ځواک (آيساف) سويډن او فنلنډ د هېوادونو ځواکونو پکې ګډون درلود. امريکايي واحدونه هم په سيمه کې ځای په ځای شوي وو. 
ناتو انتقال ته د يو روان بهير په توګه ګوري، نو ځکه به يې سرتيري فعال پاتې وي، په داسې حال کې چې مشري به د افغان واحدونو پر غاړې وي او عمده عملياتي رول به لري. د بلخ ولايت زياتره اوسيدونکي انګيري چې د ناتو له واحدونو څخه د [مسؤوليت د] انتقال معنا له صحنې څخه د هغوی وتل دي، خو هغوی په غوسه دي چې داسې نه دي شوي.
د ګلبدين په نامه د چمتال ولسوالۍ يوه اوسيدونکي وويل: «موږ خوشحاله وو، چې افغانانو امنيتى  مسؤوليت پر غاړه واخيست. څنګه چې موږ ګډه ژبه، عقيده او فرهنګ لرو، نو هغوی به زموږ ستونزې هوارې کړي. خو ګورو چې کوم بدلون رانغی. د بهرنيانو، چې کله زړه وي، د خلکو کورونو ته ننوزي. کورونه لټوي او پر سړکونو خلک ودروي او تالاشي کوي.»    
د بلخ د دولت آباد اوسني او د چاربولک پخواني ولسوال، امير محمد وقار وويل، نړيوال پوځونه د پخوا په څېر په دواړو ولسواليو کې فعاليت کوي.
هغه وويل: «د (انتقال) ټول نومول شوي پړاوونه سمبوليک دي. [بهرنيو ځواکونو] پخوا ويل، پوځي دنده سرته رسوي او اوس وايي په بيارغاونه بوخت دي، خو موخه يې يوه ده او هغه په افغانستان کې د حضور ساتنه ده.»  
د چاربولک اوسيدونکي شريف وويل، د بهرنيانو له خوا ګزمې او ((ځورونې)) هماغسې دوام لري. د اپرېل په وروستيو کې سرتيرو د خپلو سپو په مرسته يو کور ولټاوه او يو تن يې له ځان سره يوړ.
د مارچ د مياشتې په ديارلسمه د فنلنډي واحدونو قوماندان، ډګروال جوني ليندمن وويل، د ولايتی رغاونې د ډلې نوم پر انتقالي حمايوي ډلې بدل شوی. د هغوی د سرتيرو په دنده کې به کوم ((عمده بدلون رانشي.))
هغه وويل: «موږ به د سپارل شوې دندې سرته رسولو ته، لکه هغسې چې تر اوسه مو دوام ورکړی،  دوام ورکړو.»   
د بلخ والي عطا محمد نور وايي هغه تمه درلوده چې د ناتو سرتيري به خپل عمليات تر پخوا ډېر لږ کړي. 
هغه وويل: «موږ باور درلود د بهرنيانو له خوا رامنځته شوي موازي جوړښتونه به د امنيت د لېږد د بهير له پيليدو سره سم له منځه لاړ شي، خو دا کار تر اوسه نه دی شوی. دا په دې معنا چې خپلسري کارونه لا دوام لري.» 
په عين وخت کې والی ومنله چې افغان اردو د ناتو بشپړو وتلو ته چمتووالی نه لري.
هغه وويل: «افغان ځواکونه ځمکنۍ او هوايي دفاعي وړتيا نه لري. هغوی [په وسايلو] سمبال نه دي او ورکړ شوې ټوله مرسته بېځايه تللې ده.»   
په داسې حال کې چې ښايي د بلخ اوسيدونکي د بهرنيو سرتيرو د وتلو له امله خوشحال وي، خو يو شمېر خلک د افغان ځواکونو وړتيا تر پوښتنې لاندې نيسي چې ګوندې ودې توانيږي د بهرنيو سرتيرو تر وتلو وروسته امنيت تامين کړای شي. پر کابل او نورو ښارونو د ياغيانو د وروستيو بريدونو په وړاندې د پوليسو او ملي اردو پر سرتېرو [غبرګون] د خلک باور نه دی پياوړی کړی. (د کابل له جګړې وروسته افغان پوځونه تر نيوکو لاندې راغلل.)
د دفاعي چارو ماهر، متقاعد ډګروال عبدالله خان په نمايشي ډول د امنيت د سپارلو موضوع  رد کړه.
هغه وويل: «د مسؤوليت لېږد يوازې د افغان بيرغ پر اوچتولو او د بهرنيو هېوادونو د بېرغ په راکښته کولو نه تر سره کيږي.»
سياسي شنونکي، آصف موسوي وويل، ښايي د امنيت د لېږد د سپارلو اعلان د ناتو د غړو هېوادونو له خوا يو چل وي، تر څو خپل ولس ته ووايي هغوی بريالي شوي دي: خو په حقيقت کې داسې نه ده. 
د فهيم همدرد په نامه يو بل سياسي شنونکي وويل افغان ځواکونه خپلواک نه دي.
هغه وويل: «د افغان امنيتي ځواکونو په ټولو برخو کې بهرني سلاکاران شتون لري. افغان ځواکونه د هغوی له اجازې پرته هيڅ هم نشي کولای. په دې توګه څنګه څوک کولای شي ادعا وکړي چې مسؤؤوليت سپارل شوی دی؟»
عبداللطيف سهاک په بلخ کې د آی ډبليو پی آر له خوا يو روزل يوی خبريال دی.
 

Conflict
Frontline Updates
Support local journalists