افغانان وايي چې له ياده ايستل شوي دي

يو شمېر هېوادوال، چې اوسني ولسشمر ته يې رايه ورکړې وه، دنا هیلۍ احساس کوي.

افغانان وايي چې له ياده ايستل شوي دي

يو شمېر هېوادوال، چې اوسني ولسشمر ته يې رايه ورکړې وه، دنا هیلۍ احساس کوي.

Although mountainous, Khost province offers a direct way into Pakistan. (Photo: Capt. John Severns/US Air Force/Wikimedia Commons)
Although mountainous, Khost province offers a direct way into Pakistan. (Photo: Capt. John Severns/US Air Force/Wikimedia Commons)
Tuesday, 7 November, 2017

د خوست ولايت اوسيدونکي، چې زياترو يې درې کاله دمخه د ولسمشرۍ لپاره په ټولټاکنو کې اشرف غني ته رايه ورکړې وه، له ولسشمر څخه پر ټاکنيزو ژمنو د نه ودرېدو له امله شکايت کوي.

ځايي خلک وايي، هغه ډاډ چې ورته د بودجې د پراختيا، د زده کړو د چمتو کولو او پراخو بنسټيزو پروژو د چمتو کولو په اړه ورکړ شوی و، تر اوسه لاسته نه دی راغلی.   

ځايي حکومتي چارواکي دا خبره نه مني، ټينگار کوي چې په مليونونو امريکايي ډالرو په ارزښت گڼې پراختيايي پروژې لا له وړاندې په دغه ولايت کې پلې شوې دي.

د خوست پښتون مېشته ولايت د ٢٠١٤ کال د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې اشرف غني ته رايه ورکړې وه. د ٢٠١٤ کال د اکتوبر په مياشت کې څه کم يوه مياشت د هغه له ولسمشرۍ وروسته، (اشرف) غني د دغه ولايت له مشرانو سره د ويديوي کنفرانس له لارې خبرې وکړې. په دغه ويديوي کنفرانس کې له هغه وغوښتل شول چې د دغه ولايت بودجه زياته شي ، ځايي پوهنتون سيمه ييزې کچې ته لوړکړی شي ، يو نړيوال هوايي ډگر جوړشي او د برښنا د مزو د غځولو کار گړندی کړي.    

ولسمشر وويل، حکومت يې د خوست د اوسيدونکو د ستونزو هوارولو ته ژمن دی.

د حاجي غازي خان په نامه يوه قومي مشر وويل، سره له دې چې اشرف غني ته يې رايه ورکړې، خو اوس د هغه د ولسمشرۍ د پايلې له امله په خپل دغه کار ډېر پښېمان دی.  

هغه وويل: «موږ آن د ژوندانه لومړنيو اړتياوو ته لاسرسی نه لرو.» نوموړي زياته کړه، بنسټيزې اړتياوي نه دې هوارې شوې. ښوونځي زياتې ستونزې لري، زياتره يې ودانۍ نه لري، مسلکي ښوونکي او درسي کتابونه خو لا لرې خبره ده. په لرې پرتو سيمو کې يو څو روغتيايي کلينيکونه موجود دي.هغه زیاته کړه چې د کاواکه او کمزوري امنيت له امله ناروغان په مرکزي برخو کې روغتونونو ته نشي وړل کېدای.    

د خوست د ولايتي شورا منشي، نورشاه نوراني وويل، د دغه راز لومړنيو ستونزو په هوارولو کې د پاتې راتگ له امله له حکومت سره د عادي افغانانو واټن ډېر پراخ شوی دی.  

هغه په دوام وويل، دغه حالت د نورو پروژو د پلي کولو چانس له منځه وړی دی.

د عادي افغانانو لپاره يوه عمده موضوع پاکستان ته د غلام خان له لارې د تگ راتگ خبره ده.

د خوست سوداگرو او حکومتي چارواکو له ډېر پخوا څخه شکايت درلود چې حکومت باید د رسمي تگ راتگ د تنظيمولو لپاره له پاکستان سره دوه اړخيز تړون لاسليک کړي.

نوراني وويل: «ولسمشر (اشرف) غني ژمنه کړې وه چې د رسمي سړک په توگه به غلام خان ټرانزيتي سړک ... او په خوست کې به د اوبو يو بند جوړ کړي، په ځايي حکومت کې به فساد ته د پای ټکی کېږدي، په ولايتي څوکيو به وړ او لايق اشخاص وگوماري، وارداتي برښنا به چمتو کړي او په مرکزي حکومت کې به د خوست خلکو ته ونډه ورکړي.» نوراني زياته کړه: «خو دغه يوه ژمنه هم تر اوسه سرته رسېدلې نه ده.»

د پوهنتون يوه محصل، گل پاچا وويل، د پوهنتون د ښه کولو ژمنه په ځانگړي ډول د خندا وړه ده.

هغه وويل: «زه ولسمشر ته وايم، دا سمه ده چې ته نشي کولای زموږ پوهنتون سيمه ييزې کچې ته لوړ کړې، لږ تر لږه، خو يې ولايتي کچې ته لوړ کړه. موږ آن برښنا نه لرو.»

د خوست يوه بل اوسېدونکي، بصورالدين افغان دعوه وکړه، چې په ٢٠١٤ کال کې غني د برښنا او انرژۍ وزارت ته امر کړی و ترڅو د اتلسو مياشتو په اوږدو کې خوست ته برښنا وغځوي. درې کاله تېر شول، خو هيڅ کار سرته ونه رسېد.   

هغه وويل: «زموږ غوښتنه له ولسمشر څخه دا ده چې خپلې ژمنې عملي کړې، نه زموږ خلک نهيلي کړي او نه يې هيلې ووژني.»

د اجمل خان زلمي په نامه يوه بل ځوان وويل، امنيت هم ناوړه شوی دی.

هغه وويل: «د خوست له بازاره درې کيلومتره وړاندې طالبان، غله او نور وسله وال افراد موجود دي. موږ د خوست له امنيتي چارو څخه څو څو ځلې وغوښتل چې په سميه کې د تالاشۍ پوستې زياتې کړي، خو هغوې يوازې ژمنې کوي او کوم عملي گام نه پورته کوي.»

د بيارغونې په چارو کې يو شمېر خلکو کابل په دوه گوني چلند تورن کړ.

د مدني ټولنې پوه فعال، فيض الله غمخور ويل: «حکومت متوازنې پراختيا ته ژمن نه دی. د افغانستان په ځينو برخو کې د مليونونو ډالرو په ارزښت پروژې پلې کيږي. خو په خوست کې تراوسه کومه لويه پروژه نه ده پلې شوې. دغه نا انډول توب د ښې حکومتوالۍ په لار کې يو ستر خنډ جوړوي.»

حکومتي چارواکي وايي، د ولايت د بنسټيزو پروژو او د عادي خلکو د ژوندانه د سمون لپاره د پام وړ کارونه سرته رسېدلي دي.

د خوست د والي وياند، مبارز ځدراڼ آی ډبليو پي آر ته وويل: «په تېر کال کې په دې ولايت کې د سړک جوړولو، کرنيزې پراختيا، زده کړې او د څښلو د اوبو په چمتو کولو کې د ٣٦ مليونو په ارزښت له سلو څخه د بيارغاولو زياتې پروژې پلې شوې دي.»

نوموړي زياته کړه، د حکومت د اوږدې مودې د ژمنو په ليکه کې د ١٢٠ مليونو په ارزښت د برښنا د يوې پروژې د غځولو کار له پکتيا څخه د خوست ولايت ته پيل شوی دی. د يو سب ستيشنن د جوړېدو کار په خوست کې پيل شوی، چې د ځدراڼ په وينا به د يوه کال په موده کې گټې اخيستنې ته چمتو شي.  

ځدراڼ وويل، د ښوونې او روزنې په برخه کې هم ولايتي حکومت او د کابل مرکزي حکومت په گډه مالي مرسته کارونه سرته رسولي دي.

هغه وويل: «زموږ د هلو ځلو او د ولسمشر د پام له امله متحده عربي اماراتو د خوست له پوهنتون سره د ٣٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت يوه پروژه تر لاس لاندې نيولې، چې تر اوسه پورې ٨٠٠٠٠٠ ډالره لگيدلي. نوموړې مرسته به د پوهنتون ډېری ستونزې هوارې کړي.»

د غلام خان د ترانزيتي بندر په اړه هغه وويل، افغان چارواکي چمتو دي چې هغه د يو رسمي بندر په توگه وپېژني  اوس يوازې د پاکستان موافقې ته سترگې په لار دي. د پاکستان لوري  په وينا دا کار دمگړۍ ځنډېدلی، ځکه په شمالي وزيرستان کې د ترهگرۍ ضد کمپيان پلی شوی دی.  

د کوچنۍ کچې پروژو پلي کول به د خوست د اوسيدونکو ژوند تر يوې کچې ښه کړي.  

په خوست ولايت کې د کرنې، اوبو رسولو او مالدارۍ له رياست سره د متحده ايالتونو د غير انتفاعي موسسې CRD-F له خوا د يو مليون امريکايي ډالرو د پروژې مسؤول، سيف الله کريمزي وويل: «له پروسږکال راهيسې موږ په دغه ولايت کې ١٥٠ شين کوريزې کروندې جوړې کړي او په پام کې لرو چې نورې هم جوړې کړو.»

هغه وويل: «د دغو شين کوريزو کروندو په پايله کې به د خوست کروندگر هر کال ٩٣٠ ټنه سابه بازار ته وړاندې کړي. دا کار به د هغوی ژوند وربدل کړي.»

دغه مرستې د رحيم خان په څېر د ډېرو ځايي خلکو ملاتړ تر لاسه کړی دی.

هغه وويل: «پخوانيو حکومتونو د کروندگرو پروا نه ساتله، خو اوس يوه شين کوريزه کرونده لرم چې د ملي يووالي د حکومت له خوا راته جوړه شوې ده. اوس د پخوا په پرتله شپږ چنده حاصل اخلم. له ژوند څخه مې ډېر خوښ يم. اوس مې ورځنی عايد ٦٠ ډالره دی.»

د مرستې يوه بله لاسته راوړونکې، مېرمن سنتاره يوه کونډه مېرمن ده چې CRD-F ورته د چرگانو يو کوچنی فارم جوړ کړی ترڅو خپله کورنۍ پرې وچلوي.

هغې وويل: «له هغه وروسته چې مېړه مې مړ شو، نوموړې موسسې راته څو چرگانې، د چرگانو خواړه، واکسين او نور اړوند توکي راکړل. هره ورځ شاوخوا دېرش هگۍ ټولوم. له خپل ژوند او حکومت څخه ډېره خوښه يم چې پر بېوزلو کورنيو پام کوي.»

کارپوهان د جگړې د ضد د يوې لارې او بديل په توگه د پراختيا او بيارغاونې پر اهميت ټينگار کوي.

سياسي شنونکی سپین روان نورزی وايي، کابل ته په کار ده چې پر خپلو ژمنو ودريږي او وسله وال مخالفان پياوړي نه کړي چې د جلب او جذب لپاره يې تر حکومت زيات شهرت موندلی دی.  

نوموړي په دوام وويل: «زما په اند که چېرته حکومتي مشرانو پر خپلو ژمنو عمل کړي وای چې خلکو ته يې ورکړې وې ...  خلک به يې شاوخوا ته راغونډ شوي وای او پر حکومت به يې ډډه لگولي وای. په پای کې به د مخالفانو ليکې د جنگياليو له کمښت سره مخ شوي وای.»

Frontline Updates
Support local journalists