Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانان له چارواکو څخه سختې پوښتنې کوي

د جون د مياشتې غونډې له روان تاوتريخوالي څخه نيولې بيا تر چاپېريال پورې موضوعگانو باندې څرخېدې.
By IWPR Afghanistan

نژدې يو زر تنو د دې موقع تر لاسه کړه چې تېره مياشت د هېواد په نهو ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړوشوو مناظرو کې سيمه ييز چارواکي تر سختو پوښتنو لاندې ونيسي.

د زياترو گډون کوونکو لپاره دا لومړی ځل و چې په عمومي غونډو کې له چارواکو سره مخامخ وگوري.

د کابل ولايت د چهارآسياب د ولسوالۍ اوسيدونکي، حاجي سخي، چې د لومړې ځل لپاره يې په داسې غونډو کې گډون کړی وو، وويل: «نه پوهېدوم چې مناظره څه شي ته وايي او ولې خلک راغونډيږي چې د يوې موضوع په اړه خبرې اترې وکړي.»

نوموړي زياته کړه: «په دې مناظرې کې له گډون او د هغې پر ارزښت له پوهېدو وروسته به زيار وکاږم، چې په هره مناظره کې، که د کابل په لرې برخه کې هم وي، گډون وکړم، ځکه له تجربو څخه پر زده کړې سربېره، له حکومتي چارواکو سره په خبرو کې د ډېر ډاډ احساس راته پيداکيږي.»

د گلاب جان په نامه يو بل گډون کوونکي زياته کړه: «کله چې حکومتي چارواکي په مناظرې کې گډون ته راځي، هر راز پوښتنو ته ځواب وايي، خو حکومتي چارواکي له دې مناظرو بهر له عادي خلکو سره سمې خبرې نه کوي، پوښتنې خو لا پر ځای پريږده. له دې امله تل زيار باسم په مناظره کې برخه واخلم او له مېلمنو پوښتنې وکړم.»

د بغلان په مناظره کې د زمري په نامه يوه گډون کوونکی له دې سره موافق و چې دا راز غونډې حساب کتاب ته د چارواکو د راکښلو يوه په زړه پورې لار ده. 

نوموړي زياته کړه: «په دې مناظرو کې چارواکي تر فشار لاندې راځي او په ډول يې خپلو مسؤوليتونو ته پام اوړي.»

د نيلم په نامه يوې بلې گډون کوونکې وويل: «مناظرې ډېرې زياتې اغېزمنې دي او که د تلويزيون له لارې خپرې شي، نو اغېزمنتوب به يې لا پسې زيات شي.»

د پروان، هرات او بغلان په ولايتونو کې گډون کوونکو په دې اړه خبرې اترې وکړې چې روان تاوتريخوالي څرنگه د بيارغاونې کارونه تر اغېز لاندې راوستي دي. 

د هرات ولايت د مالي چارو د رياست استازي، حبيب الله سرور زاده وويل: «د جگړې سختوالي او د امنيت د نشتوالي له امله څو مرستندويه موسسو د ودانولو له پروژو سره خپلې مرستې ځنډولي يا يې لږې کړي دي. د امنيت د نشتوالي له امله د ملي پيوستون د پروگرامونو پروژې هم اغېزمنې شوې دي.»

د ملي پيوستون پروژې له سيمه ييزو ټولنو او کليوالو سره مالي مرسته کوي چې هغوی په خپله خوښه پراختيايي پروژې سرته ورسوي.

د هرات د ولايتي شورا غړې، جهانتاب طاهري زياته کړه: «د هرات اوسيدونکي د روان تاوتريخوالي له امله تر دې کچې بې زړه شوي چې هغوی نه يوازې د ودانولو له سترو پروژو سره مينه نه لري، بلکې د نيالگيو له کېنولو سره هم مينه نه لري، ځکه د سولې په نه تامين کېدو يې ټولې هيلې له لاسه ورکړي دي.»

د روژې په مياشت کې د جگړې اخلاقي اړخ د دايکندي، غور او فارياب ولايتونو د مناظرو موضوع وه.

د داملا گل احمد لطفي په نامه يوه ديني عالم وويل: «مسلمانان بايد د روژې په مبارکه مياشت کې له هر راز جگړو، آن لفظې ناندريو څخه ډډه وکړي. اسلام په هر وخت کې د مسلمانانو ترمنځ جگړې منع کوي.»

د ملکي کسانو پر برمته کولو د کابل، بادغيس او سمنگانو په ولايتونو کې خبرې اترې وشوې.

د سمنگانو د ديني عالمانو د شورا يوه غړي، مولوي عبدالهادي وويل، دا عمل د اسلامي ارزښتونو مخالف کار دی.

نوموړي وويل: «د شريعت د څرگندو احکامو له مخې هغه څوک چې يرغمل نيسي، ځورول کوي، سړي تښتوي، شوکه کوي او خلک وژني هم په دنيا او هم په اخرت کې د سزا وړ دي.»

د جوزجان او هرات ولايتونو تر منځ د سکايپ له لارې په جوړې شوې مناظرې کې گډون کوونکو د چاپېريال په اړه خبرې اترې وکړې. 

د هرات ولايت د فرهنگ رئيس، مير معروف حسيب وويل، ځايي خلکو له ښاروالۍ سره د ښار په پاکولو، د نيالگيو په کرلو او د خځلو په ټولولو کې مرسته کړې.

نوموړې زياته کړه: «له ستونزو او د ښاروالۍ له نيمگړتياوو سره سره د هرات ښار له ټولو ښارواليو څخه پاک او ستره ښار دی. د دې کار يوازنی لامل د ښاريانو د خپلې خوښې کار او د هرات ښاروالۍ له خوا په ډله ييزو کار کې د خلکو عمومي گډون دی.»

د هرات يوې گډون کوونکې شايستې وويل: «موږ د دا ډول مناظرو ستاينه کوو، ځکه د خپل ښار له حالت څخه د خبرېدو تر څنگ موږ پرته له دې چې د جوزجان ښار ته لاړ شو، د هغې له حالت څخه خبر شو.»

د ويديويې اړيکو له لارې د غور او پروان ولايتونو په مناظره کې گډون کوونکو د سولې په تامين کې د سيمه ييزو چارواکو د اجرااتو د څرنگوالي په اړوند د نظر بشپړ توپيردرلود.

په پروان کې يوه قومي مشر، شېرزاد د سيمه ييزو هڅو ستاينه وکړه، ويې ويل: «د سولې شورا له قومي مشرانو سره په گډه د سولې د تامين لپاره کار کوي. موږ له مخالفينو او کليوالو سره په مختلفو لارو چارو کار کړی چې کراري راولو او پايلې يې ښې وې.»

د غور د خلکو نظر بل شان و.

د ولايتي شورا غړي، سخي جاوېد وويل، په ولايت کې د سولې د تامين لپاره ټولې هلې ځلې پاتې راغلي.

هغه وويل: «د سولې کمېټه زيار باسي هغه خلک راوبولي چې له حکومتي چارواکو سره يې يوځای والی يې کوم اغېز نه لري. هغوی هغه خلک نشي زغملای چې د سولې په تامين کې مهم رول لوبولای شي.»

د رحيمې په نامه يوې گډون کوونکې وويل، د نظر راکړه ورکړه ډېره گټوره وه.

هغې وويل: «موږ کولای شو په دې لارې په مختلفو ولايتونو کې د خلکو له نظريانو خبر شو. موږ کولای شو د سولې په تامين او د ستونزو په هوارولو کې د يو بل له تجربو څخه گټه واخلو.»