افغانان له طالبانو سره د روسيې (د اتحاد) غندنه کوي

سياسيتوال دې ټکي ته گوته نيسي چې ښايي مسکو له طالبانو سره گډې گټې ولري.

افغانان له طالبانو سره د روسيې (د اتحاد) غندنه کوي

سياسيتوال دې ټکي ته گوته نيسي چې ښايي مسکو له طالبانو سره گډې گټې ولري.

د افغانستان په لرو بر کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو گډون کوونکو د روسيې د لوړپوړي استازي د هغه وړانديز غندنه وکړه چې ويلي دي ښايي طالبان د داعش په وړاندې جگړه کې يو نوی متحد واوسي.

د ١٩٨٠ کلونو د جگړو پر مهال په کابل کې د (کی، جې بې) لوړپوړي کارکوونکي او اوس په کابل کې د ولسمشر، ولاديمير پوتين ځانگړي استازي، ضمير کابلوف تېره مياشت انټرفکس خبري اژانس ته ويلي و، «د طالبانو گټې زموږ له گټو سره سمون لري.»

هغه ويلي وو: «افغاني او پاکستاني طالبانو دواړو ويلي، هغوی  داعش او د خليفه په توگه د داعش مشر، [ابوبکر] البغدادي په رسميت نه پېژني. دا ډېره مهمه خبره ده. موږ د معلوماتو د راکړې ورکړې لپاره له طالبانو سره مفاهموي کانالونه لرو.»

روسيې له پخوا راهيسې دا اندېښنه درلوده چې که په سوريې او عراق کې د پخواني شوري اتحاد جنگيدونکي مجاهدين راستانه شي او د کور دننه ظلم او وحشت پيل کړي، نو داعش به ځانگړی گواښ رامنځته کړي. 

تېره مياشت د غور، کندز او کابل ولايتونو گډون کوونکو له طالبانو سره د روسيې د هر راز ملاتړ غندنه وکړه او ويې ويل چې دا کار په بشپړ ډول د افغاني گټو ضد دی.  

د کندز د ولايتي شورا غړي، مولوي خوش محمد نصرتيار وويل، له مخالفانو څخه د روسيې هر راز ملاتړ به ټولې سيمې ته يو گواښ وي.

نوموړي زياته کړه، په هر ترتيب طالبان به په ١٩٨٠ کلونو کې له خپل پخواني دښمن، روس سره معامله ونه کړي. 

د مدني ټولنې فعال، قاضي مطيع الله دورمن وويل، کابلوف د بلې موازي جگړې د رامنځته کولو هڅه کوي. 

هغه وويل: «متحده ايالتونو په ١٩٨٠ کلونو کې د مجاهدينو ملاتړ وکړ او له دې لارې يې روسيې ته ماتې ورکړه. نن روسيه غواړي د طالبانو په ملاتړ متحده ايالتونو ته ماتې ورکړي.»

سره له دې چې داعش په افغانستان کې يو شمېر پلويان لري، خو د کوم ستر گواښ په توگه ورته نه کتل کيږي. سياسي شنونکي، محمد حسين نافذ غوښتنه وکړه چې د کابل حکومت دې د کابلوف د وينا په اړه ټينگ غبرگون څرگند کړي.

هغه وويل: «که چېرته خلک او حکومت د طالبانو په وړاندې پرېکنډه گام پورته نه کړي، د افغانستان وضع به د اوسنۍ وضعې په پرتله ډېره ناوړه شي.»

د غور په ولايت کې د ولايتي شورا غړی، عبدالحميد ناطقي هم په دې اند و چې له طالبانو سره د روسيې هره مرسته به يوه غميزه وي.

هغه وويل: «کله چې روسيه افغان طالبانو ته له داعش سره د جگړې لپاره وسلې او مهمات ورکړي، دا کار به نه يوازې افغانستان ته خطرناک وي، بلکې سيمې او ټولې نړۍ ته به يې خطر وروسيږي.»

د کابل په مناظرې کې يوه گډون کوونکي وويل، کېدای شي دغه راز سناريو د افغان حکومت له خوا راپورته شوې وي.

مسکو له کابل سره د زياتيدونکو مرستو وړانديز هم کړی دی او کابلوف وويل چې يوه اندازه سپکې وسلې به د بلې مياشتې په لومړيو کې راورسيږي. 

سياسي شنونکي، سيد فرهاد هاشمي وويل: «د داعش په وړاندې د روسيې په جگړه کې د روسيې او متحده ايالتونو تقابل به افغانستان ته گټور وي. [په دې شرط] چې د افغانستان حکومت وکړای شي له دې تقابل څخه د ځان په گټه کار واخلي.»

Frontline Updates
Support local journalists