افغانان له سرپرستو چاروکو څخه ستړي شوي دي

يوازې د گوتو په شمېر واليان په رسمي توگه گومارل شوي دي. سيمه ييز حکومتونه بېنظمه او له گډوډۍ سره مخ دي.

افغانان له سرپرستو چاروکو څخه ستړي شوي دي

يوازې د گوتو په شمېر واليان په رسمي توگه گومارل شوي دي. سيمه ييز حکومتونه بېنظمه او له گډوډۍ سره مخ دي.

Friday, 15 May, 2015

د آی ډبليو پي آر د مناظرو د لړۍ د وروستۍ غونډې د برخوالو د وينا له مخې په يو شمېر مهمو څوکيو کې د دايمي چارواکو په گومارلو کې د کابل پاتې راتگ په هېواد کې گډوډۍ او فساد ته لاره پرانستې ده.

په تېر سپتمبر کې د ولسمشر اشرف غني له ټاکل کېدو وروسته يو څو تنه ولايتي چارواکي په رسمي ډول گومارل شوي، خو زياتره لوړې څوکۍ د سرپرستو چارواکو له خوا اداره کيږي.  

د دې کار د ځنډ پړه تر يوې کچې د غني له سيال عبدالله عبدالله سره د واک د وېش پر موافقې اچول کيږي، چې صدارت ته ورته، د اجرايه رياست نوې رامنځته شوې څوکۍ ورته ورکړ شوې ده. 

غني او عبدالله دواړه د دې واک لري چې لوړ پوړي چارواکي وگوماري. هغوی هر يو بيا خپل خپل کسان تر غور لاندې نيسي. 

په کونړ، غزني او نورستان ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر د تېرې مياشتې د مناظرو برخوالو گوته وڅنډله چې وضعه کاواکه ده. 

د کابل سويل ته پروت غزنی  ولايت، کې زين العرب ميري وويل، د روان ځنډ له امله حکومتي کارکوونکو له کار سره خپله مينه له لاسه ورکړې ده.  

هغې وويل: «د رياستونو کارکوونکي چارواکي په دې اند دي چې په نژدې راتلونکي کې به له دندو گوښۀ شي. له دې امله نه دوی او نه سرپرستان له خپلو کارونو سره مينه ښيي.»

د غزني د ولايتي شورا مرستيال مشر، عبدالجامع جامي له دې خبرې سره يوه خوله دی، زياتوي، د هغه ځای ځايي حکومت غړند اجراات لري او دولت له يو شخصي شرکت څخه اته سوه مليونه افغانۍ (١٤ مليونه امريکايي ډالره) پوروړی دی.

هغه وويل: «موږ له سرپرستو چارواکو سره ډېرې زياتې ستونزې لرو. په تېرو شپږو مياشتو کې په ناقانونه ډول پر زرگونو هکټاره ځمکې گېډه اچول شوې، خو دې سرپرستو چارواکو د دې کار په وړاندې د هيڅ مسؤوليت احساس نه دی کړی.»

د افغانستان په ختيځ کې د پروت ولايت کونړ اوسيدونکو وويل، پر لوړو څوکيو باندې د دايمي چارواکو په گورمارلو کې پاتې راتگ د لټۍ او سستۍ د رامنځته کېدو لامل شوی دی.

د کونړ د والي استازي، ننگيالي ساجد وويل، سيمه ييز حکومت په ټپه ولاړ دی. هغه يادونه وکړه، کله چې يو والي د يوه کارکوونکي د گومارنې، تبديلۍ يا له کاره د گوښه کولو واک ونه لري، نو د هيڅ راز بدلون جوگه کېدای نشي. 

هغه وويل: «د کونړ زياتره کارکوونکي له قانون څخه سرغړونه کوي، خو والي هيڅ مناسب گام نشي پورته کولای، ځکه د دې کار واک او زور نه لري.»

د کونړ د ولايتي شورا مرستيال مشر، جمال الدين سيار دا مني چې: «سرپرست چارواکي فکر کوي، نن دلته دي، خو سبا نشته دي. له دې امله هيڅ کار نه کوي.»

په لويديځ ولايت، فراه کې د مناظرې برخوالو هم پر کابل نيوکه وکړه او د مرضيې کريمې په نامه يوې دولتې کارکوونکې سيمه ییز حکومت گوزنډ وهلی (فلج) وباله.

کريمي وويل: «ټول کارونه يې د سرپرستانو له خوا سرته رسيږي او په پايله کې د فراه خلک له بېروزگارۍ او د امنيت له نشتوالي سره مخ دي.»

د فريد هيبت په نامه يوه حقوقپوه وويل: «د يو سرپرست چارواکي او د هغه چارواکي د کارونو په منځ کې لوی توپير دی چې رسما پر کار گومارل شوی وي، ځکه سرپرست چارواکی نه واک لري او نه خلکو او ټولنې ته د مسؤوليت احساس.»

د ښځو د حقونو يوې فعالې، پروين طوفان وويل، ځايي خلک داسې انگيري چې گوندې خيانت ورسره شوی.

هغې وويل: «موږ په څومره مينه رايې ورکړې. د ولسمشرۍ له لومړي پېر ټاکنو څخه يو کال تيرېږي، خو اوسني حکومت تر اوسه زموږ ستونزې نه دي هوارې کړي؛ بلکې په حقيقت کې يې زياتې کړي دي.»

د ولايتي شورا يو استازي، گل احمد فقيري د ځايي حکومتي ادارو له کارونو څخه دفاع وکړه، ويل يې، له سياسي انتقال وروسته هغوی له خپل وس سره سم کارونه پر مخ وړي دي.

هغه وويل: «زه دا منم چې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته بېروزگاري ډېره شوې او امنيت خراب شوی، خو هغه کارونه بايد له پامه ونه غورځوو چې په تېرو شپږو مياشتو کې سرته رسيدلي دي.»

نجيب الله نجيب، چې د فراه د والي په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل: «موږ په دې ټکي سره يوه خوله يو چې سرپرست چارواکي له خپلو کارونو سره مينه نه ښيي. موږ هڅه کوو دې کار ته د پای ټکی کېدو.» 

د افغانستان په لرې ختيځه څنډه کې د نورستان په ولايت کې چارواکو گوته وڅنډله چې که حالت سم نشي، ښايي ناکراري رامنځته شي. د ولايتي شورا مشر، شاهدالله نورستاني وويل، خلک ډېر ژر لاريونونه پيلوي. 

نوموړي يادونه وکړه، ولسوالان او د ټيټو څوکيو کارکوونکي له کاره د گوښه کېدو ډار نه لري. د دې کار معنا داده چې کارونه په لږه کچه روان دي او فساد مخ په غوړېدو دی.

هغه وويل: «موږ په نورستان کې يو رسمي والي غواړو، که هغه اوسنی والي وي، يا نوی څوک راځي. موږ د سرپرستۍ له سيستم سره موافق نه يو.»

د سيد آغا عرفان په نامه يوه اورېدونکي وپوښتل، سرپرست والي څه شی کولای شي چې د گړندي ناوړه کېدونکي امنيتي حالت مخه ونيسي.؟

نورستاني وويل، هغه په دې اړه شک لري، زياتره يې په حقيقت کې خوشحاله دي چې وضعه خرابه وي، هغوی پاتې شي او له اله گولې سره د مقابلې دنده ورته وسپارل شي.

 

Frontline Updates
Support local journalists