افغانان له خپلو سياستوالو څخه د ډېر څه تمه لري

له رايه ورکوونکو څخه وغوښتل شول چې په راتلونکي کال کې پارلمان ته له ورتلونکو کسانو څخه لوړ معيارونه وغواړي

افغانان له خپلو سياستوالو څخه د ډېر څه تمه لري

له رايه ورکوونکو څخه وغوښتل شول چې په راتلونکي کال کې پارلمان ته له ورتلونکو کسانو څخه لوړ معيارونه وغواړي

Friday, 12 December, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د ليکوالو ليکنه

افغانانو په سويل ختيځو ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړو شوو غونډو کې پر خپلو ټاکل شوو سياسي استازو نيوکې وکړې.

گڼ شمېر برخوالو وويل، د راتلونکي کال په پارلماني ټاکنو به له خپلو سيمه ييزو نوماندانو څخه لوړ معيارونه وغواړي. هغوی وويل دا د منلو وړ نه ده چې سياستوالو ته د زده کړې ټيټه کچه وټاکل شي. يو شمېر اوسني سياستوال د دندې وړ نه دي.

د زابل ولايت په مرکز، قلات کې د نومبر د مياشتې د ٢٦ نېټې په مناظرې کې قومي مشر، محمد اسمعيل زابلي وويل، د پارلمان غړو د هغوی استازيتوب ونه کړای شو او نه يې د هغوی ستونزې هوارې کړې. پرځای يې خپلو شخصي گټو ته پام اړولی دی.

زابلي وويل: «موږ په زابل کې له خپلو ټولو موجودو ستونزو سره کابل ته لاړو، خو کله چې هلته ورسېدو، زموږ استازو ځواب رانه کړ. هغوی له موږ څخه ځانونه پټ کړل.»

د زابل د ولايتي شورا غړي، اسدالله کاکړ ومنله چې د ملي پارلمان غړي کله ناکله بې پروايي کوي. هغه وويل، په ورته وخت کې بايد خلک پر دې وپوهيږي چې سياستوال څومره وس لري.

هغه وويل: «زموږ خلک نه پوهيږي چې د هغوی استازي په حقيقت کې څومره واک لري. د هغو شيانو غوښتنه ورڅخه کوي چې د هغوی په وس کې نه وي. له دې امله سوء تفاهم رامنځته کيږي.»

د نوموړي له دې تبصرو سره يو گډون کوونکي، رحمت الله دروېش مخالفت څرگند کړ، ويې پوښتل: «که موږ له خپلو استازو څخه د ښوونځيو، ښوونکو، پوهنتونونو، روغتونونو او سړکونو غوښتنه کوو، آيا دا کارونه د هغوی له واکه بهر دي؟»

دروېش وويل، ټاکل شوي استازي دنده لري چې د خپلو موکلينو  اندېښنې دولت او حکومتي ادارو ته ورسوي.

د مدني ټولنې فعال، نوراغا نوري وويل، د پارلمان غړي کولای شي حکومت حساب کتاب ته راکاږي.

هغه وويل: «که چېرته د هغوی د ادراو اجراات نيمگړي وي، د ولسي جرگې غړي واک لري چې چارواکي راوغواړي او توضيحات ترې وغواړي.  که چېرته چارواکي پړ وبلل شي، د پارلمان غړي کولای شي چې د باور رايه ترې بېرته واخلي او له څوکۍ يې گوښه کړي.»

د زابل ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، عبدالمقيم افغان هڅه وکړه چې د پارلمان د غړو رول څرگند کړي.

هغه وويل: «د ملي شورا استازي درې عمده دندې لريۤ؛ لومړی، د قوانينو او پالسيو طرح، دويم، د حکومت پر کړنو څارنه او درېم د خلکو د ستونزو معلومول او له دولتي لوړپوړو چارواکو غوږونو ته د هغوی رسول.»

د افغانستان په ختيځ کې د کونړ ولايت د خاص کونړ په ولسوالۍ کې د جوړې شوې مناظرې گډون کوونکو وويل، سياستوال بايد يو لړ ځانگړي معيارونه ولري.

 د طاوس خان په نامه يوه قومي مشر وويل، د پارلمان يو شمېر پخواني او اوسني غړي تر دې کچې نيمگړې زده کړې لري، چې ښايي هيڅ ټاکل شوی نه وای. آن يو شمېر يې جعلي بريليکونه جوړ کړي.

هغه وويل: «د پارلمان د غړي په توگه د نوماند کېدو لومړنی شرط بايد لوړ تحصيل وي. د پارلمان غړی بايد لږ تر لږه د حقوقو فارغ وي، ځکه د هغوی دنده د قانون جوړول دي، چې د بېسوادۍ پر ځای مسلکي زده کړو ته اړتيا لري.»

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنگ د رياست کفيل، جنت فدا وويل، ډېری افغانان د ملي سياست پر ځای سيمه ييزو او قومي مسايلو ته زياته اندېښنه لري.

هغه وويل: «که ٣٠ سلنه خلک سياسي پوهه ولري، پاتې اويا سلنه نور يې نه لري. له دې امله په تېرو پارلماني ټاکنو داسې خلک وټاکل شول چې په حقيقت کې يې هېواد ته زيان ورساو. که چېرته ولس لوړه پرمختللې سياسي پوهه درلودلای او وړ او پوهو خلکو ته يې رايه ورکړی وای، پايله به يې يو سوکاله او ودان افغانستان وای.»

د کونړ د مناظرې يو برخوال، اسرائیل غيرت وپوښتل، ولي د نالوستو کسانو او پر جنايتونو تورنو کسانو د مخنيوي په موخه سخت اصول نه دې وضع شوي. 

په کونړ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د عامه اړيکو مشر، سعادت ميرزا په ځواب کې وويل: «موږ به هم خوشحاله شو چې د ټاکنو لپاره سخت معيارونه رامنځته شي، ځکه هغه به زموږ له کار سره هم مرسته وکړي. زه باوري يم چې په راتلونکې کې به سخت معيارونه رامنځته شي.»

د مناظرې يو بل برخوال، عبدالله وپوښتل، ايا قومي مشران به د خپلې نهيلۍ له امله په پارلمان کې د کونړ ولايت اوسنيو غړو ملاتړ ته دوام ورکړي، که نه. 

سعادت وويل، ولس بايد خپل مسؤوليت پر غاړه واخلي او د رايو ورکولو پر مهال غوره ټاکنو ته پام وکړي.

هغه وويل: «خلک بايد هغه چاته رايه ورکړي چې فکر کوي د هغوی د ستونزو د هوارولو وړتيا لري.»

د پکتيا ولايت د خيرکوټ په ولسوالۍ کې په يوې جوړې شوې مناظرې کې د ټاکنو خپلواک کميسون هم تر نيوکو لاندې راغی.

د زرخان کټوازي په نامه يوه قومي مشر وويل، خلک پر کميسون او همدارنگه د ټاکنو پر ټول بهير بې باوره شول. داسې احساس رامنځته شوی و چې نوماندانو د بډو يا د بهرنيو په مرسته ټاکنې گټلي دي.

هغه وويل: «د ټاکنو په کميسون کې ژور بدلون ته اړتيا ده، چې بيا پرې باور رامنځته شي.» نوموړي زياته کړه، د برښنايي تذکرو وېش، ښه امنيتي چمتووالی، د چارواکو څرگند بې پريتوب او د ټاکنو څارنه ډېر اړين توکي دي.

په پکتيا کې د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، ذبيح الله وگړي د کميسون په وړاندې تورونه رد کړل. د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکي گرم نه دي. کوم شي ته چې اړتيا  ده هغه د ټاکنې د ټول بهير څېړنه ده.

د پارلمان په ولسي جرگې کې د پکتيا د خلکو استازي، حاجي قدير خروټي ومنله چې د هغه يو شمېر همکاران د ډاډ وړ نه دي، خو ويې ويل، دا د رايه ورکوونکو دنده ده چې د نوماندانو په اړه زيات معلومات راټول کړي. 

هغه وويل: «خلک بايد هغه نوماند ته رايه ورکړي چې پوره زده کړې يې کړې وي. ځکه يو لوستی سړی د ناپوهه سړي په پرتله د قانون په بېلابېلو اړخونو ښه پوهه او معلومات لري.»

له خروټې څخه د ټاکنو د خپلواک کميسون د بڼې د بدلون په اړه پوښتنه وشوه، ويې ويل، دا به يو ښه گام وي.

 

 

Frontline Updates
Support local journalists