افغانان لا تر اوسه هم ایران ته ځي

له خطر سره سره په لسګونو زره افغانان د ښه ژوند په لټه له پولې اوړي.

افغانان لا تر اوسه هم ایران ته ځي

له خطر سره سره په لسګونو زره افغانان د ښه ژوند په لټه له پولې اوړي.

Thursday, 15 February, 2018

په لویدیځ فراه ولایت کې د عبدالاحد همدرد په نامه یوه اوسیدونکی غواړي د کار په لټه د نیمروز ولایت له لارې ایران ته د تګ خطر په غاړه واخلي.

هغه وايي د انسانانو قاچاق وړونکو ستم  او د بې رحمه کارفرمایانو تر استثمار پورې له پراته خطرونو څخه ښه خبر دی.

هغه وویل: «دا لاره د ځوانانو لپاره ډېره خطرناکه ده. ما په خپلو سترګو لیدلي چې زیات شمېر ځوانان د دغې خطرناکې لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.»

همدرد وویل، په فراه کې کار نشي موندلای چې خپل ځان او کورنۍ او خواړه پیداکړي. له دې پرته چې په بهر کې ځانته کار په لټه کې شي، بله چاره نه لري.

د نیمروز ولایت د پولو په اوږدو کې چارواکي وايي، ایران ته په لویو جوپو کې د افغانانو له تګ څخه څرګندیږي چې د هغوی شمېره نه ټیټیږي. د ورځې تر زرو تنو پورې له پولې اوړي.

د نیمروز د والي ویاند، خالد ستار وویل، ځینې تلونکي کسان تر ۱۴ کلونو پورې عمرونه لري، چې روان تاوتریخوالي او له هغې سره مل بې روزګارۍ له هېواد څخه وتلو ته اړ کړي دي.

په 1968 کال کې په افغانستان کې دکارګرګوند کودتا ، په 1992 کال کي دشوروي پلوه رژیم سقوط او دمجاهدینو حکومت جوړېدل او له هغې سره سم دکورني جګړې پیلېدل هغه پېښې وې چې افغانان یې مجبوره کړل چې ایران او پاکستان ته په پراخه کچه مهاجرشي

پخوا دغو هیوادونو کې  زیاترو افغانانو ته د کار اجازه او کورنیو ته به يې زده کړه چمتو کېده. اوس  زیاتره افغانان په دغوهیوادونوکې  په ناقانونه توګه ځي او د سرغړونو او ځبېښاک په وړاندې زیان منونکي وي.

د فراه ولایت د مدني ټولنې د شبکې رئیس، عتیق الله نورزاد وویل، سخته ده چې د ستونزې د اندازې په اړه سم او کره نظر لاسه راوړل شي. زیات شمېر کوچېدلی خلک ورک کیږي، کیدای شي تر یوه بریده د انسان قاچاق کوونکي لاسونو ته ولویږي.  

هغه وویل: «انسان قاچاق وړونکو د دې هېواد د ځوانانو او کورنیو په وړاندې ډېرې ستونزې پیدا کړی دي. کله ناکله دا کار د تلونکو کسانو په مرګ پای ته رسیږي.» نوموړي په دوام وویل، د مرکزي او همدارنګه محلي حکومت لپاره د ستونزې یوازنی ممکنه لاره دا ده چې ځوانانو ته د کور دننه کاري فرصتونه رامنځته کړي.  

د بلخ ولایت د چمتال ولایت اصلي اوسیدونکی، ۳۵ کلن عبدالحمید په دې ښه پوهیږي چې څه ستونزې يې په وړاندې پرتې دي.

هغه وویل: «زه لس ځلې ایران ته تللی یم، څلور ځلې پر انساني قاچاق وړونکو پېرل شوی او پلورل شوی یم.» هغه زیاته کړه، هر ځل شاوخوا د ۵۰ ډالرو په وړاندې پېرودل شوی او پلورل شوی دی.

د ولایتی شورا مرستیال، محمد صدیق چخانسوري د اټکل له مخې هره ورځ تر  زرو تنو پورې خلک د افغانستان له  شمالي او مرکزي پولو څخه اوړي.  

هغه وویل: «هغوی اقتصادي کډوال دي او منځ کې هغه کسان هم  شامل دي چې د امنیتي ستونزو له امله تښتي.» هغه زیاته کړه، د حل یوازنۍ لاره، په بنسټیزو کارونو کې د پانګې اچولو په ګډون، د کور دننه د دندو رامنځته کول دي.))

نوموړي په دوام وویل، د کانونو د ایستلو او د اوبو د برښنا د سکتور فعالول به د کار ډېر فرصتونه رامنځته کړي.

له پولې څخه د اوښتلو له خطر څخه پرته، زیات شمېر افغانان په ایران کې د استوګنې پر مهال پر نشو اخته کیږي. ستار وویل، کله چې بېرته راستنیږي، نو پر نشو روږدی وي او د ځايي ټولنې پر اوږو بل پیتی ورزیاتوي

د فراه ولایت د کډوالو او راستنېدونکو رئیس، حاجي ګل ساپي وویل: «موږ د ایران پولې ته څېرمه هغو  کډوالو او مهاجرو ته کمپونه جوړ کړي دي، چې له پولې را اړول کیږي. د کډوالو دا کمپونه دوې برخې لری؛ یو د کورنیو لپاره او بل هغه چاته چې یوازې وي.»

سايي په دوام وویل: «په دغو کمپونو کې د روغتیا څارنې، زده کړې او روزنې په څېر د ژوندانه بنسټیزې اسانتیاوې چمتو کوو.»

د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي، ۳۵ کلن لعل محمد، له هغه وروسته چې له ایرانه وشړل شو، په دغه  کمپ کې اوسیږي، وویل، له پولې څخه د تېرېدوو د هڅې پر مهال د ایران د پوله ساتونکو په ډزو کې زیات شمېر ملګري  وژل شوي يا ټپیان شوي دي.

د نیمروز ولایت د پولیسو ویاند، محمد عمري وايي، د پولې د سمو روزل شوو پولیسو د نشتوالي له امله ناشونې ده چې ایران ته د ناقانونه تلونکو مخه ونیول شي.

هغه وویل، پولیس تر خپل وس زیار کاږي چې د انسان قاچآق وړونکو مخه ونیسي. د تېر کال راهیسې يې په دې تړاو، د یوه ایراني تبعه په ګډون، شاوخوا سل تنه نیولی دي. له هغوی ټولو څخه پلټنې روانې دي.

Frontline Updates
Support local journalists