Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانان د پاکستان په اړه د کرزي په څرګندونو حيران دي

د کرزي ددې څرګندونو معنا به په حقيقت کې څه وي، چې ويليٍ يې دي، که متحده ايالتونو پر پاکستان بريد وکړي، نو هېواد به يې د پاکستان تر شا ودريږي.
By Khan Mohammad Danishju
President Hamed Karzai. (Photo: Don Dees/US Defense Department/Flickr)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

له متحده ايالتونو سره په جګړې کې د پاکستان د ښکېل کېدو پر مهال د افغانستان د ملاتړ په اړه د افغانستان د ولسمشر، حامد کرزي تبصرې د هېواد دننه او بهر د حيرانتيا لامل شوي.

کرزي د پاکستان له جيو تلويزيوني خصوصي  شبکې سره د اکتوبرپه ۲۲ په يوې مرکې کې ويلي و: «که چېرته د پاکستان او متحده ايالتونو ترمنځ جګړه ونښلي، نو موږ به د پاکستان تر شا ودريږو.»

د نوموړي دې تبصرو يو څه اندېښنې راوپارولې، په تېره بيا، چې دا تبصرې اسلام آباد او کابل ته د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د وزيرې، هلري کلنټن له سفر سم سره سمې وې.    

په داسې حال کې کلنټن په اسلام آباد کې پر پاکستان ټينګار وکړ، ترڅو د هغو ياغيانو مخه ډب کړي، چې د هغه هېواد له شمال لويديځو سيمو څخه پر افغانستان بريدونه کوي. دا بيخي هماغه څه و، چې د کرزي په ګډون يې افغان مشران وايي. 

زياتره افغانان له اوږدې مودې راهيسې په دې باور دي، چې د اسلام آباد د مشرتابه ځينو کړيو طالبان او د «حقانې د شبکې» په څېر  نورې ډلې تر تخرګ لاندې نيولي، ترڅو افغانستان په يوې تلپاتې ګډوډۍ او ناکرار حالت کې پرېښودل شي او همدارنګه د هند مخه ونيول شي، چې د لته د پښو د کېښودو ځای ونه ومومي. 

د حقاني شبکه د افغانستان په ځينو برخو کې د طالب ياغيانو د روانو فعاليتونو ترڅنګ د جون او سپتمپر په مياشتو کې پر کابل باندې په بريدونو تورنه ده او ډېری داسې پوښتنې يې راپيدا کړي، چې ولې دا ډله د پاکستان د شمالی وزيرستان په اجينسۍ کې برالا  فعاليت کوي. (د لا زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: افغانان د ياغيانو د مخنيوي په اړه د پاکستان پر ارادې شک لري.)

د کرزي له تبصرو څخه د راولاړو شوو اندېښنو له امله د هغه دفتر ډېر ژر نوموړې تبصرې ردې کړې.

[د ولسمشر] وياند، ايمل فيضي وويل، د ولسمشر تبصرې اړول [تحريف] شوي. د هغه تبصره په پاکستان کې پر ميشتو ياغيانو د متحده ايالتونو د بريدونو په اړه نه وې. په ورستيو وختونو کې د متحده ايالتونو ځواکونو د ملېشو د لوړپوړو مشرانو د وژلو لپاره له بې پيلوټه الوتکې څخه کار اخيستی. د می په مياشت کې [د امريکا] ځانګړو ځواکونو په ايبټ آباد کې د القاعدې مشر، اسامه بن لادن وموند او ويې واژه.

هغه زياته کړه، کرزي ويلي وو، «که چېرته امريکا پر پاکستان بريد وکړي او د پاکستان خلک له افغانستان څخه مرسته وغواړي، نو دا به زموږ  [اخلاقي] مسؤوليت وي، چې له هغوی سره مرسته وکړو. د افغانستان دروازې به د هغوی پر مخ پرانيستې وي.»      

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند، جانان موسی زي پر هغې زياته رڼا واچوله او خبريالانو ته يې وويل، د هغه تبصره له ټولې مرکې څخه راايستل شوې، ځکه له څه ناڅه يوه ساعت مرکې څخه يوازې يوه دقيقه خبرې راايستل شوي. 

هغه وويل، نوموړې خپره شوې مرکه «کره او سمه (متوازنه) نه وه.»

افغان سياسي شنونکو دا خبره رده کړه چې ګوندې د کرزي تبصرې  د بهرنۍ پاليسۍ د بدلون نښه ده. هغوی وپوښتل، په داسې يوه نازک حالت کې، چې په افغانستان کې تاوتريخوالی دوام لري او د متحده ايالتونو او پاکستان تر منځ اړيکې تر بل هر وخت غړند شوي، د داسې  تبصرو کول سم او عاقلانه کار نه دی.

د کرزي د ادارې د عمده سياسي مخالفې ډلې، د افغانستان د ملي متحدې جبهې وياند، سيد فاضل سانچارکي په دې وروستيو کې د پاکستان له زاړه غليم، هند سره د ستراتيژيک تړون يادونه وکړه او ويې ويل د ولسمشر تبصره تر يوې کچې د اندېښنو د راپارېدو لامل شوې.

هغه وويل: «که چېرته موجود حکومت د پاکستان ملاتړ کوي، ښايي پر وزيرستان او د پاکستان پر نورو سيمو يې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په وړاندې غبرګون څرګند کړی وای.  افغانستان هيڅکه هم د پاکستان د ملاتړ په اړه داسې کوم دريځ نه دی نيولی. د کرزي دا تبصرې يوازې د افغانستان خلک او نړيواله ټولنه  په يوه ناڅرګند دريځ کې [د شک او ترديد په حالت کې] ودروي.» 

د سيمه ييزو چارو شنونکي، عبدالرشيد وزيري وويل، که ولسمشر ښه کولای، نو ښايي داسې يو دريځ يې نه وای نيولی چې زياتره افغانان ورسره مخالف دي. 

هغه وويل: «نهه نوې سلنه افغانان پاکستان ته د ملګري په سترګه نه ګوري. هغوی ددې هېواد پر ملګرتيا شک لري.» 

وزيري هم د سانچارکی په څېر ټيګار وکړ، ويې ويل د پاکستان تر څنګ درېدل د اسلام آباد ددې ډار لږول و، چې له هند سره ستراتيژيک تړون به [د پاکستان د] رانغاړلو (احاطه کولو) ګواښ رامنځته نه کړي.

هغه وويل: «ولسمشر زيار ايست د پاکستان خلک پر دې وپوهوي، چې نور هېوادونه به پرې نږدي د هغوی خاوره پر پاکستان کې د لاسوهنې لپاره وکاروي.» (د تړون د اغېز په اړه د لا زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: افغانان له هند سره د تړون هرکلی کوي.)    

د هارون مير په نامه يوه سياسي شنونکي وويل، افغان مشران بايد تل په پوره پام وينا وکړي، ترڅو د هغې ناوړه کارونې او يا ناسم تعبير ته ځای پاتې نشي.

هغه وويل: «ولسمشر ښايي دپلوماتيکې او شمېرلې خبرې کړی وای، ترڅو يې هيچا د ناسم تعبير وس نه درلودای. له پاکستاني تلويزيون يا نورو رسنيو سره د ولسمشر خبرې [مرکې] ښايي ډېرې څرګندې او تلل شوې وې، ځکه آی ايس آی [پوځی استخباراتي سازمان] دا رسنۍ څاري او کولای شي له داسې تبصرو څخه هر راز تعبير راوباسي.» 

مير وويل، په واقعيت کې پاکستاني چارواکي دا تبصرې جدي نه بولي، ځکه هغوی په هر ډول د افغانستان لپاره خپله ټاکلې اجيندا لري.  د بېلابېلو دلايلو له مخې همدا خبره د افغانستان د لويديځو متحدينو په  اړه هم سمه ده.    

هغه وويل: «لويديځوال د افغانستان د ولسمشر له دا راز تبصرو سره بلد دي. هغوی يې ډېرې جدي نه بولي، ځکه  زياتره په بېلابېلو مناسبتونو داسې تبصرې شوې، خو وياند يې وروسته هغه ناسمې بللې او يا په بل تعبير يې اړولي دي.» 

 افغان ژورنالست، يعقوب کومک وايي له دې سره هرڅوک بلد دی، چې ضد او نقيض بيانونه وروسته ډېر ژر رد شوې دي. خو زياته يې کړه، دا سمه نه ده چې د افغانانو د حساسيت په پام کې له نيولو پرته وار له واره د ضدو او نقيضو بيانونو له لارې پړه واچول شي.

 د عيد محمد په نامه د کابل يو اوسيدونکی د هغو ډېرو افغانانو له ډلې څخه يو افغان دی، چې د ولسمشر نقل شوې وينا يې ځوروونکې بللې ده. 

هغه وويل: «زه ډاډمن يم که يوه ورځ کرزی د افغانستان له خلکو وغواړي چې راشي او د نورو هېوادونو په وړاندې د پاکستان ترڅنګ ودريږي، نو پخپله له کرزي پرته به نور څوک رانشي. خو که له خلکو وغواړي، چې راشي او د پاکستان په وړاندې ودريږي، نو آن د هېواد مېرمنې او نجونې به دې کار ته چمتو شي.»

د حاجي داود په نامه د کابل يو بل اوسيدونکي بيا بل نظر درلود. ويل يې افغانستان د پاکستان د فشار په وړاندې تر دې کچې کمزوری او زيان منونکی دی، چې کله ناکله يو څه غولوونکې غوړه مالۍ ته اړتيا ليدل کږي.    

هغه وويل: «آن که دا تبصرې صادقانه هم نه وي، موږ ته ښه ده چې زيرک واوسو. موږ  ته ښايي تل د خپلو خلکو ګټې په پام کې ونيسو. که مازې يو څو خبرې زموږ غليم خوشحالولای شي، ولې يې ونه وايو او خوشحاله يې نه کړ؟»