افغانان د ټاکنيز نظام د اصلاح د پلان ستاينه کوي

د ټاکنيز نظام د زيات دموکراتيک کولو لپاره په پام کې له نيول شوو بدلونونو څخه عمومي حمايت

افغانان د ټاکنيز نظام د اصلاح د پلان ستاينه کوي

د ټاکنيز نظام د زيات دموکراتيک کولو لپاره په پام کې له نيول شوو بدلونونو څخه عمومي حمايت

Wednesday, 28 October, 2015

د راتلونکو ښو ټاکنو د سرته رسولو لپاره د افغانستان د ټاکنيز نظام د سمون د پلاوي له خوا تدوين شوی يوولس فقره ييز پلان د آی ډبليو پي آر د يوې مناظرې د گډون کوونکو له ستاينې سره مخامخ شو. 

حکومت د ټاکنيز نظام د سمون کميسون د روان کال په پيل کې رامنځته کړ چې له اوږدې مودې راهيسې د ځنډول شوو پارلماني ټاکنو د سرته رسولو دمخه د رايې ورکولو سيستم له سره ورغاوي.

د اوسني پارلمان قانوني دوره سږکال د جون د مياشتې په ٢٢ پای ته رسېدلې او ولسمشر، محمد اشرف غني د يو فرمان له لارې د هغې دوره د نوو ټاکنو تر سرته رسولو پورې وغځوله.

تېره مياشت د اورزگان، کونړ، کندهار او پکتيکا د ولايتونو په غونډو کې پام د ټاکنيز نظام د سمون وړانديزونو ته اوښتی و، ترڅو په مخکنيو ټاکنو کې د سرته رسېدلو پراخو درغليو د تکرار مخه ونيول شي. په دې وړانديزونو کې د پېژندپاڼو د وېش، د ښځو د پراخ لاسرسی او دندې سرته رسولو ته د نوماندانو د وړتيا د ډاډمنولو د سيستمونو رامنځته کول شامل دي. 

د افغانستان په سويل مرکزي ولايت، اورزگان کې د ولايتي شورا غړي عبدالکريم خادمزي د کميسون د پلان ستاينه وکړه.

هغه وويل: «که حکومت دا پلان تصويب کړي، د ټاکنيز بهير د شفافيت په راوستلو کې به مرسته وکړي.»

ليکوال او ژورنالست، نجيب الله لطيف وويل: «ما د ټاکنيز نظام د اصلاح د کميسون يوولس فقره ييز پلان لوستی دی، چې تر ټاکنو دمخه د برښنايي پېژندپاڼو پر وېشلو ټينگار کوي.»

هغه وويل، په روان حالت کې يو سړی کولای شي د رايې د ورکولو له يوه کارت څخه زيات کارتونه لاسته راوړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه خبرونې د څانگې مشر، عبدالجليل وويل، اداره يې د کميسون د اصلاح د وړانديزونو ملاتړ کوي.

هغه وويل: «د حل هغه لارې، چې د ټاکنيز نظام د اصلاح کميسون ولسمشر ته وړاندې کړي، پلي شي، کېدای شي راتلونکې ټاکنې ښې وي.»

په ختيځ ولايت کونړ کې د مناظرې برخوال هم خوشبين وو. ژورنالست او د مدني ټولنې فعال، خيبر ډگر هيله څرگنده کړه چې وړاندېز شوي بدلونونه به د افغان قانون جوړوونکو وړتيا او اهليت د منلو وړ کړي.

هغه وويل: «په راتلونکې کې به جنگ سالاران ونه کړای شي په زور خپل نوماندان بريالي کړي، ځکه د ټاکنيز نظام د اصلاح کميسون پارلمان ته د ځان د نومولو لپاره د لوړو زده کړو درلودل مخکنی شرط ايښی. دا يو ښه خبر دی.»

نوموړي زياته کړه: «زه دامنم. د پارلمان غړي بايد لوړې زده کړې ولري، ځکه قانون جوړوونکي مهمې پرېکړې کوي چې ټول ولس اغېزمنوي.»

د کونړ ولايت د نورگل ولسوال، سيد زېورشاه سادات وويل، افغانان اوس د ټاکنو د درغليو پر خطر ښه پوهېدلي او د دې ترڅنگ ډېرې غوښتنې هم لري.

نوموړي زياته کړه: «که چېرته نړيوال څارونکي په سم ډول د ټاکنو کميسون څارلی وای او گټورې سلا مشورې يې ورسره کړی وای، نو دمخه به مو هم دا راز ستونزې نه درلودې.»

هغه مهال چې يوه گډون کوونکي د ټاکنيز نظام د اصلاح د کميسون د قانونيت پر اړه پوښتنه وکړه، سادات په ځواب کې وويل، له پوښتنې پخپله څرگنديږي چې افغانستان څومره پرمختگ کړی دی. 

هغه وويل: «موږ ته پکار ده چې ١٤ کاله دمخه وضع راپه زړه کړو؛ هغه مهال موږ کوم سيستم نه درلود او نه مو داسې سرچينې درلودې چې پر خپلو پښو روان حکومت مو پرې جوړ کړی وای. خلکو له خپل ولسوال څخه د پوښتنو فرصت نه درلود.»

هغه وويل: «اوس پر دې باور يو چې رايې ورکول په رښتيا هم زموږ راتلونکې بدلولای شي.»

په سويلي ولايت کندهار کې د ولايتي شورا پخوانۍ غړې، فريدې احمدي مناظرې ته وويل، برښنايي پېژندپاڼې به په سياست کې د ښځو مشارکت ته وده ورکړي.

هغې وويل: «د کندهار ښځې د رايې ورکولو ستونزه لري. درغلي د هغوی له حقونو څخه نوره سرغړونه هم کوي. د دې کار د درولو لپاره د برښنايي پېژندپاڼو وېش يو لومړيتوب شمېرل کيږي.»

د مدني ټولنې فعال او د کندهار د ځوانانو د ټولنې مشر، فريد احمد ظفر وويل، د ټاکنيز نظام د اصلاح د برياليتوب لپاره غښتلی لاس او نړيوال ملاتړ پکار دی.

هغه وويل: «اصلاحات د ملي يووالي د حکومت د مشرانو او همدارنگه د متحده ايالتونو او نړيوالې ټولنې پياوړې ارادې ته اړتيا لري.»

ظفر يادونه وکړه، هغه مهال چې بهرنيو حکومتونو گواښ وکړ، که د ټاکنيز فساد په اړه گام وانخستل شي، نو خپلې مرستې به بندې کړي، «له هغه وروسته افغان حکومت اړ شو په بيړه پر اصلاحاتو خبرې وکړي.»

د کندهار د ښځو د چارو رئيسې، رقيې اڅکزۍ وويل، ډاريږي چې اصلاحات به يوازې د نندارې لپاره وي.

هغې وويل: «په دې هېواد کې د هر څه لپاره قوانين جوړېږي، خو پلي کېدل يې نشته.»

په کندهار د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، عبدالرحمن وويل، امنيتي ستونزې د عادلانه ټاکنو پر وړاندې د يو ستر خنډ په توگه په خپل ځای پاتې دي.

هغه وويل: «که برښنايي پېژندپاڼې ونه وېشل شي، د ټاکنيز کميسون له خوا د اصلاحاتو پلي کېدل کومه مرسته نه کوي. که چېرته امنيت ډاډمن نشي، له درغلۍ سره مل ستونزې به نه يوازې موجودې وي، بلکې زياتې به شي.»

په سويل ختيځ کې د پکتيکا په ولايت کې د جوړې شوې مناظرې گډون کوونکو وويل، که اصلاحات هر څومره گټور وي، تر پارلماني ټاکنو دمخه به يې پلي کېدو ته وخت نه وي. 

د مدني ټولنې يوه فعال، محمدالله همتيار د پلان پر مهمو توکو رڼا واچوله، لکه د برښنايي پېژندپاڼو وېش، په ټاکنيز کميسون کې د ښځينه کارکوونکو گومارل او د دې ډاډ تر لاسه کول چې يوازې زده کړې لرونکي نوماندان ځانونه نومولای شي. هغه يادونه وکړه، دا کارونه ډېر وخت ته اړتيا لري چې پلي شي.

هغه وويل: «د اصلاحاتو په پلان کې داسې شيان شته چې ټاکنيزه روڼتيا ډاډمنولای شي، خو دا کار د راتلونکو پارلماني ټاکنو دمخه ناشونی دی.» 

د ولايتي شورا غړي، عبدالمبين فقيرزاده وويل، د دې کار پوه لاره داده چې رايې ورکول نور هم وځنډول شي.

 

Frontline Updates
Support local journalists