افغانان د ټاکنيز نظام اصلاح غواړي

د آی ډبليو پي آر د مناظرو د وروستيو لړيو د ويناوالو د وينا له مخې ډېر سخت او جدي کار ته اړتيا ليدل کيږي چې د راتلونکو پارلماني ټولټاکنو دمخه په ټاکنيز نظام کې سمون راوستل شي.

افغانان د ټاکنيز نظام اصلاح غواړي

د آی ډبليو پي آر د مناظرو د وروستيو لړيو د ويناوالو د وينا له مخې ډېر سخت او جدي کار ته اړتيا ليدل کيږي چې د راتلونکو پارلماني ټولټاکنو دمخه په ټاکنيز نظام کې سمون راوستل شي.

Tuesday, 29 September, 2015

 

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ښايي د پارلمان د ټاکلې مودې له پای ته رسېدو ٣٠ - ٦٠ ورځې دمخه نوې ټاکنې سرته ورسيږي. د اوسني قانون جوړوونکي ارگان ټاکلې موده د جون د مياشتې پر ٢٢ نېټه پای ته رسېدلې. ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان له مخې د پارلمان اوسنۍ موده د رايو ورکولو تر مودې پورې وغځوله. 

کارپوهانو په هغو مناظرو کې، چې د آی ډبليو پي آر له خوا د اگست په مياشت کې د زابل، پکتيا او لوگر په ولايتونو کې جوړې شوې وې، وويل، د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسون ته پکار ده چې د رايو ورکولو د سيستم جوړښت گړندی کړي.

د لوگر ولايت د ځوانانو د چارو رئيس، محمد کاظم ابراهيم زاده د مناظرې برخوالو ته وويل، موجود حکومت د ټاکيزو اصلاحاتو کميسون رامنځته کړ ترڅو ټاکنيز نظام شفاف شي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسون په ټاکنيز نظام کې د سترو بدلونونو د راوستلو لپاره له خلکو سره سلا مشورې کړې دي.

د زابل ولايت د سور غر د مدني ټولنې مشر، محمد ابراهيم عبرت وويل: «يو شمېر وړ کسان د ټاکينز نظام د اصلاح په کميسون کې گورمال شوي. که هغوی په صداقت کار وکړي، هيله ده په ټاکنيز سيستم کې به اصلاحات رامنځته شي.»

د زابل د والي سلاکار، احمدخالد ساپي وويل، د ټاکنيز نظام د اصلاح کميسون دا واک لري چې بدلون راولي.

هغه وويل: «د کميسون د رامنځته کولولامل د ټاکنيز ميکانيزم سمون او دې اندېښنو ته غبرگون و چې خلک يې د رايو ورکولو پر بهير بې باوره کړي وو.»

په زابل کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ [فيفا] روزونکي، شفيع الله محمدي په ټينگار سره وويل، سمون ډېر اړين دی، ترڅو د درغليو او هغو پراخو اوازو مخه ونيول شي چې تېرې ټاکنې يې تر سيورې لاندې راوستې وې. 

د مدني ټولنې يوه فعال، شفيع الله افغانزي وويل، د تابعيت د پېژندپاڼو وېش له دې بهير سره مرسته کولای شي.

افغانزي وويل: «پر ټاکنيز نظام د خلکو بې باوري زياتيږي. که د تابعيت د پېژندپاڼو د وېش کار گړندی شي او په سم ډول ووېشل شي، دا ستونزه به تر ډېره برېده هواره شي.»

په پکتيا کې د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه پوهاوي مشر، شېرعلي فيضي وويل، د ټاکنيز نظام د اصلاح کميسون يوازې سپارښتنې وړاندې کولای شي. د ريفورم د تطبيق مسؤوليت د حکومت په غاړه دی. 

په پکتيا کې د فيفا مشر، احسان الله حميدي وويل، د ټاکنيز نظام د اصلاح ١٤ تنه کميشنران نشي کولای پخپله د کره کتنې په سر کې ځای ولري، خو د مدني ټولنې فعال، لمر نيازي گوته وڅنډله، که هغه د ستونزې د هوارۍ د کومې لارې سپارښتنه وکړي، ښايي دوام ونه کړي.

په ورته وخت کې د ولايتي شورا غړي، جنت خان څمکني وويل، په لومړي گام کې اصلاحاتو ته اړتيا نشته. هغه وويل، اوسني نظام بيخي د منلو وړ دی، خو د ټاکنو د خپلواک کميسون دننه پرې سترگې پټې شوې. 

 

Frontline Updates
Support local journalists