افغانان د ټاکنو د ځنډ له امله په غوسه دي

د اساسي قانون له مخې بايد پارلماني ټاکنې څو اوونۍ دمخه پيل شوی وای.

افغانان د ټاکنو د ځنډ له امله په غوسه دي

د اساسي قانون له مخې بايد پارلماني ټاکنې څو اوونۍ دمخه پيل شوی وای.

Following the last parliamentary election, staff move ballot boxes at Independent Election Commission warehouses in Kabul, September 2010. (Photo by Paula Bronstein /Getty Images)
Following the last parliamentary election, staff move ballot boxes at Independent Election Commission warehouses in Kabul, September 2010. (Photo by Paula Bronstein /Getty Images)
Friday, 12 June, 2015

د پارلماني ټاکنو د پيلېدو په اعلان کې د کابل ځنډ پر دموکراتيک بهير د خلکو باور ته زيان رسوي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې بايد ټاکنې د پارلمان د ټاکلې مودې له پای ته رسيدو ٣٠ – ٦٠ ورځی دمخه سرته ورسيږي. د اوسنۍ قانون جوړوونکي ادارې پارلمان پنځه کلنه موده د جون د مياشتې په ٢٢ پای ته رسيږي.

وروستۍ ټاکل شوې نېټې راغلې او تېرې شوې، خو د ټاکنو خپلواک کميسون، چې د نوموړې بهير مسؤول ارگان دی، په رسمي ډول د ټاکنو د ځنډ په اړه کوم خبرتيا خپره نه کړه. د ټاکنو د خپلواک کميسون د سکرتريت مرسيتال، اورنگ زيب آی ډبليو پي آر ته د دې کار د شونتيا خبرې کړي دي.

هغه وويل: «موږ د ټاکنو سرته رسولو ته پوره چمتووالی نيولی، خو يوازې بودجه په لاس کې نه لرو. که حکومت سبا ته بودجه راکړي، نو ټاکنې سرته رسوو.»  

د آی ډبليو پي آر له خوا په خوست، ننگرهار، پکتيا او هلمند ولايتونو کې د خلکو په جوړو شوو غونډو کې گډون کوونکي يوه خوله و چې د ټاکنو ځنډ پردیموکراتیک  بهير د خلکو بې باوري زياته کړې او همدرانگه هېواد يې د تازه ناامنيو لوري ته ټېل وهلی دی.  

امير بهير دخوست پوهنتون استاد  په نامه يوه استاد دیوې پوښتنې په ترڅ کې  وويل، د اساسي قانون ٨٣ مادې په روښانه ډول د ټاکنو د سر ته رسولو وخت په گوته کړی دی.

هغه وويل: «اوسنۍ ولسي جرگه واک نه لري، چې د ټاکلې دورې له پای ته  رسېدو وروسته قوانين جوړ کړي ... او د حکومت پر اجرااتو څارنه وکړي.»

په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه خبرونې مشر، صاحب الدين ځدراڼ وويل: «داسې ښکاري چې نيمگړې بودجې او د ټاکنو په سيستم کې د رفورم نشتوالي لاره د پارلماني ټاکنو ځنډ ته هواره کړې ده.»

نوموړي په دې اړه، چې د ټاکنو خپواک کميسون په اصل کې د ټاکنو سرته رسولو ته چمتو دی، پر حکومت غږ وکړ د ټاکنو نېټه وټاکي.  

د نوموړي ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، محمد امين شاه الفت وويل، بايد تر هر څه مخه پر ټاکنيز نظام باور رامنځته شي. 

هغه وويل: «تر اوسه د خلکو د خبرتيا کارونه سرته نه دي رسيدلي. ولس په مخکنيو ټاکنو کې د فساد له امله نهيلي شوی دی. هيڅوک دا احساس نه کوي چې گوندې رايه يې کوم ارزښت لري.»

د ولسمشرۍ د تېرکال اوږدې دوه ځلي ټاکنې د درغلۍ تر سيورې لاندې راغلې. د ټول هېواد په کچه د رايې شمېرنې پايلې وځنډول شوې، ترڅو د متحده ايالتونو د باندنيو چارو د وزير، جان کري له منځگړتوب وروسته محمد اشرف غني د سپتمبر پر ٢٩ واک ترلاسه کړ.  

د خوست د عدالت د ټولنې مشره، نعمت بي بي عمري دا مني چې پراخې درغلۍ د خلکو د باور کچه کمزورې کړې ده. 

هغې وويل: «دا پلا بايد ولس او حکومت دواړه رڼو او شفافو ټاکنو ته لار هواره کړي، چې د خلکو غوره او وړ استازي پارلمان ته لار پيدا کړي.»

په ننگرهار کې شنونکي، آصف شينواري وويل، د ټاکنو د پاتې راتگ لامل د کمزوري حکومت موجوديت دی.

شنواري وويل: «هغه خنډونه چې حکومت ورسره د رغندو ټاکنو په سرته رسولو کې مخامخ دی، د مناسب امنيت نشتوالی او د وړ بوديجې نيمگړتيا او همدارنگه د خلکو بې باوري ده. که چيرته دا ستونزې له منځه لرې شي، نو پارلماني ټاکنې ډېر ژر سرته رسېدای شي.»

ليکوال او ژورنالست، ارشاد رغاند وويل، د بهرنيو او کورنيو عناصرو سياسي لاسوهنه يوه بله ستونزه ده، خو د کوم ځانگړي هېواد يا ډلې نوم يې وانخست. 

هغه وويل: «سياسي جوړښتونو، چې په تېره کې يې له وسلو څخه کار اخيستی، اوس غواړي د قانون ماتولو لپاره له بلې وسېلې څخه کار واخلي او خپلې گټې ترلاسه کړي.» نوموړي پر مدني ټولنې غږ وکړ چې له اساسي قانون څخه د دفاع په لاره کې ودريږي.

د پکتيا ولايت په مرکز گردېز کې گډون کوونکو وړانديزونه وکړل چې د ټاکنيز نظام رغاول کولای شي د خلکو باور بېرته راژوندی کړي. 

په پکتيا کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د څارنې د څانگی مشر، مير حبيب الله سادات وويل: «په ټاکنيز نظام کې د شفافيت درامنځته کولو  يوه لار د برښنايي پېژندپاڼو ويش دی. زه خلکو ته ډاډ ورکولای شم چې دا ستونزې د نوموړو پېژندپاڼو له لارې هوارېدای شي.»

د پکتيا ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه خبرونې د څانگې مشر، شېرعلي فيضي زياته کړه: «له بده مرغه حکومت له سره له پارلماني ټاکنو سره لېوالتيا نه لري او نه د ټاکنو له خپلواک کميسون سره مرسته کوي چې وکړای شي يوه نېټه اعلان کړي.»

د پکتيا پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو د پوهنځي استاد، عبدالله غزنوي وويل: «تر هغه چې د ټاکنو بهير ځنډيږي، پر حکومت او ټاکنيز کميسون به بې باوري روانه وي.»

نوموړي زياته کړه: «تېرو ټاکنو ډېر زيان رامنځته کړی دی.»

په سويلي ولايت، هلمند کې د پوليسو مشر، محمدعلي ومنله چې د ولسمشريزو تېرو ټولټاکنو خلک له خوبه راويښ کړل او داسې احساس يې وکړ چې د هغوی رايه هيڅ ارزښت نه لري او سياستوال يوازې د درغلۍ له لارې ځانونه واک ته رسوي.   

هغه وويل: «خلک اندېښنه لري چې پر دموکراتيک بهير به سترگې پټې شي، يو ځل بيا به جنگ سالاران وي، ملېشې به وي او جگړې به وي. خلک خپلو شتو او په حقيقت کې خپل ژوند ته اندېښمن دي.»

د هلمند ولايت د ښځو د چارو د رياست څخه شريفې وويل، ځينې چارواکي په لاسي ډول اوبه خړوي، چې هيڅ ټاکنې سرته ونه رسيږي.

هغې وويل: «د ټاکنو ځنډ به د حکومت او ولس تر منځ واټن پراخ کړي. ياغيان به له دې وضعې څخه گټه پورته کړي او دولت ته به له خطره ډکې ستونزې رادمخه کړي.»

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists