افغانان د ناتو له خوا د مرګ ژوبلې ورکړې شمېره نه مني

په کنفرانس کې د ناتو او طالبانو له خوا د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېر په اړه د بحث لپاره د نظر يووالی موجو نه و.

افغانان د ناتو له خوا د مرګ ژوبلې ورکړې شمېره نه مني

په کنفرانس کې د ناتو او طالبانو له خوا د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېر په اړه د بحث لپاره د نظر يووالی موجو نه و.

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

په کندهار ولايت کې پر  ۱۶ ولسي وګړو ډزې له کابل کنفرانس څخه يوه اوونۍ وروسته هغه مهال رامنځته شوې چې ګډون کوونکو د ناتو له خوا د ورکړ شوې مرګ ژوبلې شمېرې ونه منلي او پر لويديځو پوځونو يې تور پورې کړ چې جنايتکارانو ته سزا نه ورکول کيږي.

د مارچ د څلورمې نېټې کنفرانس، چې د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) په مرکز کې جوړ شوی و، د افغان سياستوالو او د امنيتي چارو کارپوهانو ته يو چانس و، چې په هېواد کې د لويديځو سرتېرو د کړنو په اړه د اوږدې مودې  موجود شکايت څرګند کړي.

د متحده ايالتونو د يو بريدګې له خوا د مارچ د مياشتې د يوولسمې نېټې له وژنو څخه څرګنديږي چې د قهر او غوسې لړۍ به پراخه شي. (د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: له لېونيو ډزو وروسته د طالبانو د سخت غبرګون ډار)

ناتو او يوناما  ټينګار کوي چې د زياتره ولسي مرګ ژوبلې مسؤوليت د طالبانو او نورو ياغي ډلو پر غاړه دی. 

د يوناما له خوا د فبرورۍ په مياشت کې د يوه خپاره شوي رپوټ له مخې په افغانستان کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د ولسي خلکو مرګ ژوبله مخ په لوړېدو ده. په رپوټ کې راغلي، ياغيانو د ۲۰۱۱ کال ۳۰۲۱ تنو ولسي وګړو ته په رسېدلې مرګ ژوبله کې   ۷۷ سلنه مرګ ژوبله اړولې ده، چې زياتره يې د چاوديدونکو توکو د چولو له  لارې ترسره کړې ده. د ايساف سرتېري او د افغان حکومت پوځونه  د ۴۱۰ تنو د مرګ ژوبلې مسؤوليت لري. په جګړو کې د ولسي مرګ ژوبلې په نورو ۲۷۹ پېښو کې د مسؤولو لورو پېژندل ګران کار و.   

د ايساف د قوماندانۍ مرستيال، جنرال ادريان برادشاو په کنفرانس کې د وينا پر مهال د ناتو د شمېرې له مخې د ياغيانو ډلې په تېرو څلورو مياشتو کې د شمارل شوو د ۱۰۳۰ تنو ولسي وژنو په ډلې کې د ۹۵۸ تنو يا ۹۳ سلنه د مړينې مسؤولې وبللې. 

پاته ۷۲ وژنې د ايساف او په عملياتو کې د ناتو  د سرتېرو په خوا کې د شاملو افغان امنيتي پوځونو  له خوا ترسره شوي دي. د ايساف له خوا د مرګ ژوبلې په ورکړ شوې  ۱۰۳۰شمېره کې د افغان حکومت پوځونه شامل نه دي چې په يوازې سر يې عمليات ترسره کړي دي.

د ايساف او په افغانستان کې د متحده ايالتونو  دپوځونو قوماندان، جنرال جان الن وويل، لدې شمېرو څرګنديږي چې د ولسي خلکو ساتنه او حفاظت د ناتو تر مشرۍ لاندې پوځونو په لومړيتوب کې راځی.

نوموړي د رسنيو غونډې ته وويل: «ايساف زيار کاږې د افغانستان خلکو ته امنيت چمتو کړي. موږ پر ځان زور راوړی چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره هر راز هلې ځلې وکړو. دې هلو ځلو نتيجه ورکړې ده.»

د غوندې يو شمېر برخوالو د نوموړي پر دې وينا ملنډې ووهلې. د کنفرانس له بهير څرګنده شوه چې د لويديځو سرتېرو او د هغوی د افغان متحدينو تر منځ  پراخ واټن موجود دی.

د مشرانو جرګې يوه غړي، حاجي امان الله عظيمي د ايساف شمېرې په غوسې ردې کړې.

هغه وويل: «څنګه کولای شو ستاسو پر ورکړل شوو شمېرو باور وکړو؟ په افغانستان کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې شمېره خپل لوړېکچېته رسېدلې. موږ تل د تېرې لسيزې په بهير کې ستاسو له خولې اورېدلي چې هغه [د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې شمېره] به راټيټه شي. له بده مرغه موږ نه کموالی وليد او نه ستاسو د تکتيک بدلون.» 

برادشاو عظيمي ته وويل،  ايساف د هر ولسي فرد په مړينې خواشينی دی. لويديځ سرتيري هم لوړه بيه پرې کوي. .

هغه وويل: «زموږ پوځونه هم  په افغانستان کې وژل کيږي. هغوی هم کورنۍ او اولادونه لري.» 

له کنفرانس وروسته د ايساف د شمېرو په اړه پوښتنه وشوه، نو يو ګډون کوونکي آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه د خندا وړ دي.

نوموړي د نامه د نه ښودلو په شرط وويل: «بهرنيان فکر کوي هغه څه چې دوی وايي افغانان يې په ړندو سترګو مني. هغوی بايد پوه شي، آن ددې هېواد هر ماشوم  پر دې پوهيږي چې هغوی څه کوي.»

تاوتريخوالي له کنفرانس  بهر هغه مهال هم دوام درلود، چې کله د فشار د يوې خپلواکې ډلې، د افغانستان د بشري حقونو د موسسې مشر، لعل ګل له برادشاو سره مخامخ شو او ورته ويې ويل، افغانان او بهرنيان د هيڅ لپاره وژل کيږي. 

لعل ګل برادشاو ته وويل: «ستاسو مرګ ژوبله او د افغانانو مرګ ژوبله بې ګټې ده.»  

هغه وويل د لويديځ د بغاوت ضد هڅې يوازې هغه مهال بريالۍ کيږي  که هغه د پاکستان د پولې بلې غاړې ته، د امريکا د تش په نامه متحد، په خاورې کې سرته ورسيږي.

لعل ګل وويل: «د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي او د طالبانو مشران هم هلته اوسيږي. برېدو نه بايد پر هغو مرکزونو سرته ورسيږي، خو تاسو د افغانستان په کلو بانډو کې ترهګر لټوئ. ايا دا عادلانه ده؟»

برادشاو د لعل ګل د نيوکو ځوابونه ورنه کړل، خو کنفرانس ته يې وويل، ايساف د ولسي خلکو د زياتې مرګ ژوبلې مسؤوليت لري او ژمنه يې وکړه چې دا شمېره صفر ته راټيټه کړي. 

لعل ګل د کنفرانس په بهير کې د ايساف شمېرې هم شکمنې وبللې، چې ګوندې يوازې اووه سلنه مرګ ژوبله د حکومت او نړيوالو پوځونو له خوا شوې، خو له دې سره موافق و، چې ياغيان زيات شمېر ولسي خک وژني.

هغه وويل، د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې شمېره د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ لوړه شوې، خو ښايي له دې وروسته د کره رپوټ ورکولو له امله نوره هم پورته لاړه شي.

الن دا ونه منله او اوسنی لوړوالی يې د طالبانو د فعاليتونو د زياتيدو لامل وباله.

څو تنو ګډون کوونکو ايساف ته په ټينګه وويل، ترڅو هغو کارکوونکو ته سزا ورکړي چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې لامل کيږي. 

الن په يوې وينا کې د وژنو د بشپړو پلټنو ژمنه وکړه او ويې ويل، «هغه ځان په بشپړه دې ته وقف» کړی، ترڅو ددې ډاډ ترلاسه کړي چې مسؤول افراد عدالت ته راکښل شي.

د پارلمان څو تنو غړو کنفرانس ته وويل، د ايساف هغو کارکوونکو ته سزا نه ده ورکړل شوې، چې په تصادفي توګه يې ولسي خلک وژلي. 

وږمې ساپۍ کنفرانس ته وويل، په ختيځ ولايت، کونړ کې په وروستيومياشتو کې د ناتو په هوايي بمباريوکې يو شمېر ماشومان وژل شول او هغې يې پخلی هم کړی، خو هيچا ته سزا ورنه کړل شوه.

د کابل د پارلمان غړې، شکريې بارکزۍ وويل، هغه باوري ده چې که مرتکبين په سم ډول محاکمې ته راکښل شی، نو د مرګ ژوبلې کچه به ټيټه شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د عملياتو رئيس، جنرال افضل امان وويل، د ايساف غړو ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې  د اړولو له امله سزا ليدلې ده، خو د يوې پېښې يادونه يې هم ونه کړه.   

يوناما په خپل رپوټ کې پر طالبانو او د هغوی پر متحدينو ټينګارکړی چې د چاوديدونکو توکو کارونه ودروي، ولسي خلک په نښه نه کړي، پر جوماتونو بريدونه ونه کړي او بې توپيره ځانمګري بريدونه سرته ونه رسوي. همدارنګه يې پر بهرنيو پوځونو غږ کړی چې روڼوالي (شفافيت)، پوښتنې او قربانيانو ته د تاوان د ورکړې تګلاره سمه کړي. 

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد آې ډبليو پي آر ته د تليفون په ليکه وويل، چې د يوناما شمېرې د امريکايانو په ګټه جوړې شوې دي. 

هغه وويل: «که چېرته يوناما غواړي چې دا موضوع روښانه کړي، بايد راشي او موږ چمتو يو مرسته ورسره وکړو.» 

سياسي شنونکي او د اردو پخواني جنرال، عبدالواحد طاقت وويل، کېدای شي ايساف د هغې په پرتله زياته مرګ ژوبله کړې وي، چې خوله يې پرې خوځولې؛ ځکه پر ناپېژاندو سيمو باندې يې له افغان اردو سره له سلا مشورو پرته هوايي بريدونه سر ته رسولي. برسېره پر دې ايجنټانو يې کله ناکله په دې هيله  ناسم استخباراتي معلومات ورکړي چې پر خپلو دښمنانو باندې يې هوايي بمبارۍ ته وهڅوي.

يو بل پخواني جنرال او د دفاعي چارو ماهر، نورالحق علومي وويل،د مرګ ژوبلې د شمېرو کره کول ستونزمن کار دی، ځکه يوناما او د افغانستان د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه هر يو بېلابېلې شمېرې لري.

Conflict
Frontline Updates
Support local journalists