Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانان د سوداګرۍ په وړاندې پاکستان د خنډونو په رامنځته کولو تورنوي

د نوي تړون له مخې بايد د پاکستان له لارې د وارداتو صادراتو بهير اسانه شوی وای، خو افغانان وايي چې تر اوسه دا کار نه دی شوی.
By Khan Mohammad Danishju

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

افغان سوداګر وايي د پاکستان له لارې د سوداګريزو مالونو د لېږلو په اړه د يو تړون له لاسليک کېدو سره سره د هغوی صادراتي او وارداتي توکي په هغه هېواد کې بند پاتې دي.

افغانستان او پاکستان د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر کې  د سوداګريزو مالونو د ترانزيت يو نوی تړون لاسيک کړ، خو نوموړی تړون د ۲۰۱۱ کال تر سپتمبر پورې د افغاني مالونو د بانکې تضمين د نشتوالي له امله پلی نشو. د نوموړي تضمين لپاره متحده ايالتونو کابل ته پنځه ميليونه امريکايي ډالره ورکړل.

سره له دې چې د تړون له مخې د سوداګريزو مالونو ترانزيت په وړيا توګه سرته رسيږي، افغان صادروونکي وايي پاکستاني چارواکي په خپله خاوره کې د [افغاني] موټرو د تګ راتګ مخه نيسي. په سلګونه ګاډي په شمال ختيځ ښار، پېښور کې درول شوي دي.

په دې ورځو کې، چې افغاني لارۍ هندي بازارونو ته مالونه وړي، بايد په پېښور کې ودريږي او خپلې موټرې هلته تشې کړي. له هغه ځايه بيا پاکستاني لارۍ نوموړي مالونه باروي. افغان سوداګر او چارواکي غوره ګڼي د هغوی خپلې لارۍ د پاکستان له لارې هند ته مالونه وليږدوي.         

په وچه کې پروت افغانستان د سوداګرۍلپاره پر خپلو ګاونډيو هېوادونو ډډه لګوي او لکه څرنګه چې پاکستان سمندر ته لاره لري، نو له دې امله يو عمده شريکبانډی ګڼل کيږي. کابل پر پاکستان تور پورې کوي چې  طالبانو ته يې خوندي ځای ورکړی، له دې امله يې ورسره اړيکې ترينګلې شوی دي.

يو شمېر څارونکی په دې باور دي چې پاکستان په قصدي توګه [د سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو د جوړولو له لارې] پر افغانستان فشار راوړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مشر، محمد قربان حقجو وايي دا لړۍ پخوانۍ او ژورې ريښې لري.  

هغه وويل: «پاکستان له سوداګريز تړون څخه پر افغانستان د فشار د يوې آلې په توګه کار اخلي. له دې امله موږ باور نه لرو چې ګوندې نوموړې ستونزه دې د نغدي تضمين له ورکړې وروسته هم هواره شي.»  

په کابل کې د پاکستان د سفارت يوې سرچينې، چې ويې غوښتل نوم يې پټ پاتې شي، آی ډبليو پي آر ته وويل، تضمين ته ځکه اړتيا ليدل کيږي، ترڅو ډاډ تر لاسه شي  چې د ترانزيت سوداګريز مالونه دې  دمخه ټاکل شوې لارې وليږدول شي او خپل مالونه او يا لارۍ د پاکستان دننه ونه پلوري. 

سرچينې زياته کړه، د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري افغانانو [سوداګرو] ته د ښه نيت له مخې درې مياشتې وخت ورکړ، چې له تضمين پرته پاکستان ته دننه شي او صدراعظم، يوسف رضا ګيلانی دا موده شپږ مياشتې نوره هم اوږده کړه. 

د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال، خان جان الکوزي وويل، په حقيقت کې دا حق يوازې څلوېښتو لاريو ته ورکړ شوی و، په داسې حال کې، نورې ۳۰۰ لارۍ، چې صادراتي مالونه پکې بار دي، لا تر اوسه په پېښور کې بندې پاتې دي.

الکوزي وويل، وارداتي توکي هم له مياشتو مياشتو راهيسې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

هغه وويل: «د پاکستان حکومت له خوا د خنډونو د رامنځته کولو له امله همدا اوس په وارداتي توکو بار له۴۰۰۰  څخه تر ۴۵۰۰ پورې لارۍ د کراچۍ په بندر کې بندې پاتې دي. پاکستان سوداګرو ته اجازه نه ورکوي هغه افغانستان ته وليږدوي. سربېره پر دې پاکستاني حکومت پر هر کانټينر له ۳۰۰۰  څخه تر ۱۰۰۰۰ امريکايي ډالرو پورې اضافي محصول او جريمه لګولې ده.»  

د افغانستان د سوداګرۍ وزير، انور الحق احدي په کابل کې د رسنيو يوې غونډې ته وويل: «که له پاکستان څخه ضروري توکي را ونه لېږدول شي، بيې به لوړې شي او خلک به له زياتو ستونزو سره مخامخ شي.» 

د ميرزا محمد په نامه د کابل ښار يوه اوسيدونکي وويل، بيې لا له وړاندې لوړې شوي دي: «کله چې د يوه شي د اخيستلو لپاره بازار ته لاړ شم، نو ګورم چې بيه له پرون څخه لوړه شوې. هټيوال وايي مالونه يې له پاکستان څخه نه دي رارسيدلي.»  

افغانان وايي نوموړي محديتونه غير عادلانه دي، ځکه پاکستاني سوداګر په افغانستان کې په پراخ زړه فعاليت کوي. 

يو شمېر [افغانان] د اسلام آباد په وړاندې د ورته اقدام غوښتونکي دي، په داسې حال کې چې يو شمېر نور وايي د حل لاره دا ده،  پر پاکستان دې تکيه کمه شي او پر ځای دې د ايران له  لارې زيات مالونه راوړل شي، چې هم سمندر او هم شمال ته د منځنۍ اسيا هېوادونو له لارې ځمکنۍ لاره لاري.