افغانان د سلو ورځو په تېرېدو د غني په کارونو قانع نه دي

له خلکو سره سرته رسېدلې مرکې د هغوی د نهيلۍ احساس څرگندوي چې نوی ولسمشر له تمې سره برابر نه دی.

افغانان د سلو ورځو په تېرېدو د غني په کارونو قانع نه دي

له خلکو سره سرته رسېدلې مرکې د هغوی د نهيلۍ احساس څرگندوي چې نوی ولسمشر له تمې سره برابر نه دی.

Afghan president Mohammad Ashraf Ghani visiting Germany, December 5, 2014. (Photo: Sean Gallup/Getty Images)
Afghan president Mohammad Ashraf Ghani visiting Germany, December 5, 2014. (Photo: Sean Gallup/Getty Images)

په کابل کې دنورالرحمن رحمانی لیکنه

افغانان واک ته د محمد اشرف غني له رسېدو سل ورځې وروسته په اتبار کې د تېرايستلو احساس کوي او تر دې دمه د نوموړي له اجرااتو او کړنو خوښ نه دي. هغوی وايي، کېدای شي هغه روغه جوړه، چې نوي ولسمشر کړې، د افغانستان او د هغې د لږ عمره دموکراسۍ په گټه نه وي. 

د کابل په پلازمېنې کې د لسگونو خلکو زياترو هغو يې ، چې مرکه ورسره شوې، ويلي، واک ته د نوي ولسمشر د رسېدو په لومړيو سلو ورځو کې، له ټاکنو څخه دمخه له خلکو سره د کړو ژمنو مخالف کارونه سرته رسولي دي.

غني د ټاکنو پر مهال د خپلو پلانونو په اړه يو په زړه پورې پروگرام وړاندې کړی و، چې واک ته د رسېدو په لومړيو سلو ورځو کې به يې سرته ورسوي. کله چې دا سل ورځې پای ته ورسېدې، په ويب کې د صد روز تر نامه لاندې د غني د اجرااتو د څارنې لپاره يوه پاڼه پرانيستل شوه. په هغې کې ليکل شوي چې د ټاکنو له یو سلو لس ژمنو څخه يوازې څلور هغه يې سرته رسېدلي، ٢٣ يې تر لاس لاندې دي او پاتې ٨٣ يې لا تر اوسه پيل شوي نه دي.

د کابل پوهنتون محصل، ٢٧ کلن شاهپور احمد وويل: «د کمپاين پر مهال هغه ويلي و، سهامي شرکت به نه جوړوي، چې د پخوا په څېر لوړې څوکۍ پر بيلابېلو سياسي ډلو ټپلو باندې وويشل شي، پر ځای به يې وزيران د اهليت او تحصيل  پر بنسټ ټاکل کيږي، خو د کابينې د غړو د نومونو له اعلانولو وروسته، چې له سلو څخه زياتې ورځې يې ونيولې، څرگنده شوه، له مخکيني ولسمشر څخه بدتر دی، نا اهله او له جنگي جنايتکارانو سره تړلي خلک يې واک ته ورسول.»

«هغه په اصل کې وښوده چې يو درواغجن دی. هيڅوک به په راتلونکې کې پر هغه باور ونه کړي.»

د څلوېښت کلن سمندرخان په نامه د کابل ښار يوه بل اوسيدونکي وويل: «حامد کرزي هم ژمنې کړې وې، خو لږ تر لږه هغه د هېواد په رهبرۍ کې يوازې و. له بده مرغه زموږ اوسنی حکومت دوه رهبران لري، پخپله هغه اشرف غني او اجرايه رئيس. لومړنی کار چې هغه د لوړې پر مهال وکړ، د اجرايه رئيس په توگه يې د خپل سيال عبدالله عبدالله پر گومارلو د اساسي قانون تر پښو لاندې کول و. په دوو برخو د خپلو دندو او مکلفيتونو وېشل د افغاني قوانينو خلاف کار دی.»

د خان په اند غني يو ښه اقتصاد پوه دی، نه سياستوال او د افغانستان په څېر هېوادونو کې د ولسمشرۍ څوکۍ هغه چاته اړتيا لري چې ښه سياسي پوهه ولري.

هغه وويل: «هغه په تېرو سلو ورځو کې هيڅ کار هم ونه کړای شو. دننه په حکومت کې په فساد کې د پام وړ زياتوالی راغلی، ځکه ټول وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کيږي؛ امنيتي وضع لا پسې خرابه شوې. هغه ونه کړای شول په دې موده کې کابينه اعلان کړي. زيات شمېر په کار پوه حکومتي مامورين يې له کاره گوښه کړل.»

بلې مرکه شوې مېرمنې، د دوو اولادونو مور، دېرش کلنې صفيې وويل د خلکو په ژوندانه کې مثبت بدلون نه دی راغلی.

هغې وويل: «زه په خپل انتخاب په رښتيا هم خپه يم. ما په دې فکر غني ته رايه ورکړه چې افغانستان ته به بدلون ورکړي؛ ځکه د هغه له نوماندۍ دمخه د يوې نړيوالې موسسې له خوا د نړۍ د غوره مفکرانو په ډلې کې دويم شخص ټاکل شوی و. مياشتې، مياشتې وخت يې ونيو چې هغه او سيال يې، عبدالله د ٢٠١٤ کال د جون د ټاکنو پر پايلو موافقه وکړي. په پای کې د نړيوالې ټولنې، په تېره بيا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د وزير د منځگړتوب له لارې د ملي يووالي پر اوسني دوه سري حکومت سلا وشوه. مياشتې، مياشتې نورې ورته په کار دي چې پر يوې ستراتيژۍ يا پرېکړې هوکړې ته سره ورسيږي. په سلو ورځو کې د کابينې د اعلان په اړه د حکومت پاتې راتگ د حکومت د مشرتابه د ستونزو يوه ښه بېلگه ده.»

د صفيې په اند « د ټاکنو د پايلو ځنډن اعلان د خلکو پر اقتصادي حالت ډېره ناوړه اغېز وکړ. ډېری خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او زيات شمېر نور يې هم له لاسه ورکوي.»

د تېر کال د اپرېل د پنځمې نېټې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هيڅ يو نوماند هم پنځوس جمع يوه رايه ونه گټله. له دې امله دويم پړاو ته لاړې. په لومړي پړاو کې غني ٣٢ سلنه او عبدالله ٤٥ سلنه رايې وړې وې. عبدالله په دويم پړاو ټاکنو ٤٤ سلنه رايې تر لاسه کړې او شاته پاتې شو. غني ٥٦ سلنه رايې تر لاسه او گټونکی  شو. دواړو لورو د درغلۍ ادعاگانې وکړې. د هېواد په کچه د بيا شمېرنې اړتيا رامنځته شوه او د نوي ولسمشر نومول يې شاته وغورځول. په پای کې غني د سپتمبر په ٢٩ نېټه دنده پيل کړه.  

ټول مرکه شوي خلک يوه خوله نه وو چې عبدالله ته د نوې څوکۍ د ورکولو په اړه د غني معامله بيخي ناسم کار و. ځينو ويل، هغه ځکه په دې اړه نرمي وښوده چې له پياوړو گوندونو سره يې د غاړې غړۍ کېدو زور نه درلود، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې نور هم پسې زورور شوي وو.

د کابل پوهنتون د ژورناليزم  پوهنځي استاد، عبدالقهار جواد په دې اند دی چې ولسشمر له نړيوالې ټولنې نيولې بيا د افغان سياسي ډلو ټپلو ټولو لورو تر فشار لاندې و.

جواد وويل: «د غني په څېر يوه تکنوکرات ته، چې په لويديځ کې يې زده کړې کړي او په دې وروستيو کې هېواد ته راستون شوی، دا ډېره ستونزمنه وه له هغو سياسي تنظيمونو څخه ځان بېغمه کړي، چې په هېواد کې خپلې کوچنې ډلې ټپلې لري او پراخې سيمې يې تر لاس لاندې دي. هغه بايد د خپلې پنځه کلنې دورې په بهير کې د دې ډلو له خوا د واک انحصار پای ته ورسوي. که داسې ونه کړي، د دويمې دورې لپاره به پرې څوک باور ونه کړي.»

د غني وياند، نظيف الله سالار زي دا ادعاوې رد کړې چې گوندې د هغه لومړنۍ درې مياشتې بريالۍ نه وې.

هغه وويل: «درې مياشتې هغومره وخت نه دی. سره له دې هم ولسمشر د واک په لومړيو سلو ورځو کې يو څو بنسټيز گامونه پورته کړل. نوموړي له متحده ايالتونو سره دوه اړخيز امنيتي تړون او د ناټو د ځواکونو د دريځ په اړه يو تړون لاسليک کړ؛ په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته يې د فساد تر ټولو لويه بېلگه، د کابل بانک دوسيه حل کړه؛ هغه د لندن په کنفرانس کې د افغانستان استازيتوب وکړ او همدا راز د ناتو د غړو هېوادونو په گډون يې سعودي عربستان او پاکستان ته سفرونه وکړل، چې افغانستان ته د سولې په راستنولو کې مهم رول لوبولای شي.»

نوموړي چارواکي وويل، د دې لامل، چې ولې غني ونشو کړای په سلو لومړيو ورځو کې کابينه جوړه کړي، دا و، چې د اهليت وړ افرادو د غوره کولو په لټه کې و. هغه وويل: «حکومت  وتوانید  يوه ځوانه  کابينه وړاندې کړي، چې  ددغې کابینې کارونه به  په هرو شپږو مياشتو کې دولسمشر او پارلمان له خوا ارزول کیږي اودښه کار نه کولو په صورت کې دمسول کس په اړه به پریکړه وشی.»

سره له دې دې خبرې د هغه مرکه شوو خلکو قناعت تر لاسه نه کړای شو چې د دې رپوټ د چمتو کولو لپاره ورسره مرکې شوې وې.

د پوهنتون يوې محصلې، ٢٤ کلنې شگوفې شفيق وويل: «د کابل بانک دوسيې سمبوليکه بڼه درلوده؛ ځکه هغه د لندن په کنفرانس کې گډون کاوه. بايد يو څه لاسته راوړنې له ځان سره وړې وای، ترڅو له دې لارې نور ملاتړ هم ترلاسه کړی او وښيې چې د فساد په وړاندې مبارزه کې ډېر جدي دی. دا خبره حقيقت لري چې ما هغه ته رايه ورکړې او نور مې هم هڅولي هغه ته رايه ورکړي. څنگه چې د افغانستان د ولسمشر په توگه د هغه په ټاکلو کې ما ونډه اخيستې، نو د هغه په هره نيمگړتيا کې زه خپل ځان شريک او گناهکار بولم.»

نور رحمان رحماني په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر مشر دی.  

Frontline Updates
Support local journalists