افغانان د سرو زرو د لاسته راوړلو په هيله

افغانستان له اتو کلونو ځنډ څخه وروسته د يونان پلازمينې، اتن، ته په المپيايي لوبو کې د ګډون لپاره نارينه او ښځينه لوبغاړي ليږي.

افغانان د سرو زرو د لاسته راوړلو په هيله

افغانستان له اتو کلونو ځنډ څخه وروسته د يونان پلازمينې، اتن، ته په المپيايي لوبو کې د ګډون لپاره نارينه او ښځينه لوبغاړي ليږي.

Wednesday, 16 November, 2005

له ١٩٩٩ کا ل څخه را په دې خواد لومړي ځل لپاره به افغانستان سږکال المپياته لوبغاړي واستوي. د سپورت لوبغاړي به سږکال اوړى په اتن کې د سوک وهلو، غېږې نيولو، تي کواندو، ځغاستې او د ډګر د لوبو په سياليو کې ګډون وکړي.


په هېواد کې د لازمو اسانتياوو او وسايلو دنشتوالي له امله ١٦ تنه لوبغاړي اوس په ايران کې په تمرينونو بوخت دي. د هغوى لګښت د اسيايي المپيک کمېټې په غاړې اخيستى دى.


د افغانستان دالمپيک د کمېټې لوړپوړي چارواکي، عبدالستار لېوال وويل، يوازې په لوبوکې ګډون د هېواد لپاره سترارزښت لري. افغانستان په ١٩٩٩ کال کې د طالبانو له خوا په ښځينه لوبغاړو باندې د بنديز له امله د المپيک په نړيواله کمېټه (آى او سي) کې غړيتوب له لاسه ورکړ. د تېر کال په اوړي کې آى او سي بېرته افغانستان ته په لوبو کې د ګډون اجازه ورکړه.


لېوال د سپورت افغاني مينه والو ته يادونه کوي، چې د اګست د مياشتې په لوبو کې دې د خپلو لوبغاړو د مدالونو د ګټلو په تمه نه وي.


لېوال وايي: "موږ داتېر څو کلونه له نړى څخه ګوښه شوي وو. مسلکي سپورتي لوبغاړي مو يا له هېواده وتلي او ياهم مړه شوي دي. پاتې نور د لوبو په ډګر کې له وروستيو پراختياوو بې خبره دي. له دې امله نه ښايي زيات هيله من واوسو."


لېوال زياتوي، د المپيک د ملي کمېټې د ټيم غړي په نړيوالو سياليو کې د ښو ځلېدونکو لوبغاړو له ډلې څخه غوره شوي دي.


شل کلن سوک وهونکى، بشرمل سلطاني د تېرو څلورو کلونو راهېسې لوبو ته مخه کړې ده او تر اوسه يي د فلپاين د المپيک د لوبو په ګډون دوه ځلې دريم مقام ګټلى دى. په فلپاين کې هغه ته د المپيک په لوبو کې د ګډون امتياز ورکړ شو. هغه اوس په ايران کې تمرين کوي او وايي، چې په يونان کې به د خپل هېواد بيرغ ورپوي.


د ٦٩ کيلوګرام په وزن کې سيالي کوونکى، سلطاني وايي: "ماته په ايران کې په ښو وسايلو د تمرين چانس راپه برخه شو. هڅه کوم چې زيات غښتلى شم. موږ ښه ټرينران او په زړه پورې چاپېريال لرو. دا زما د برياليتوب رازونه دي."


د سوک وهلو د ملي فدراسيون تخنيکي او مسلکي مرستيال، نجيب الله حسيني وايي، سلطاني لا له وړاندې په لوبو کې د ګډون د امتياز په تر لاسه کولو افغانستان ته وياړ ورپه برخه کړى دى.


په ايران کې دتمرين کوونکو افغاني لوبغاړو په کتار کې څلور ښځينه لوبغاړې هم شته، چې دوه تنه يي په تي کواندو او دوه نورې يي په ځغاسته او د ډګر په لوبو کې سيالۍ ته ځانونه چمتو کوي.


هغوى په داسې يو ځاى کې سياليو ته وړاندې کيږي، چې نندارچيان به يي هم نارينه او هم ښځينه وي، په داسې حا ل کې چې په هېواد کې يي يوازې د ښځو نندارچيانو په وړاندې لوبې کولې. ليوال ټينګا رکوي، چې ښځينه لوبغاړې به اسلامي او افغاني ارزښتونه او مقرارت په پام کې نيسي او د لوبو په مها ل به اوږده پتلونونه او د اوږدو لستوڼو کميسونه اغوندي.


د المپيک پخواني افغاني سيالي کوونکي د لوبو ډګر ته په بېرته ورستنېدو خوشحالي کوي، خو له مينه والو غواړي، چې دا ځل دې پايلو ته زيات هيله من نه اوسي.


اته پنځوس کلن غېږ نيوونکى، جان آغا، چې له ١٩٦٤ کال څخه تر ١٩٧٢ کال پورې يي د المپيک په دريو نړيوالو سياليو کې ګډون کړى، وايي: "برى او ماتې موږ ته اهميت نه لري، څه شى چې اهميت لري هغه د المپيک په نړيواله کمېټه کې بېرته د افغانستان د غړيتوب تر لاسه کول دي. موږ يوه روښانه راتلونکې لرو."


يو زيات شمېر لوبغاړي اود المپيک ځايي چارواکي د سپورت په ډګر کې دبودجې د لږوالي له امله نهيلي دي. د افغانستان دالمپيک کمېټه په ايران کې تر تمرين لاندې افغاني لوبغاړو ته يوازې جامې او يوڅه لومړنۍ اړتياوې چمتو کوي. لېوال وويل، د ايتاليي هېواد المپيک د ملي کمېټې د ودانۍ په بيا رغاولو کې مرسته کړې. نور شيان ټول د ١٩٧٠ کلونو په لومړيو کې د پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه له وخته پاتې دي.


سلطاني د چارواکو د بې پروا احساس له امله نهيلى دى. هغه وايي: "کله چې په مانيلا کې د المپيک په لوبو کې د ګډون دامتياز له تر لاسه کولووروسته هېوادته راستون شوم، يوازې ملګرومې راته شاباس ووايه."


اوس چارواکې ددې اندېښنه نه لري، چې لوبغاړي به په کوربه هېواد کې د پنااخيستلو هڅه وکړي؛ ځکه دمخه په زياترو لوبو کې د سياليو پرمهال دا هڅه کېده.


دالمپيک د ملي کمېټې د بهرنيو اړيکو رئيس، ګل محمد وايي: "په تېرو کلونو کې يو شمېر لوبغاړي بهر ته ولاړل. خو بېرته راستانه، نه شول. دوه تنه سوک وهونکي په ايټاليي کې په لوبو کې له ګډون وروسته بېرته هېوادته رانغلل. اوس "هغه دوه تنه پښېمانه دي او هېواد ته يي د بېرته راتګ غوښتنه کړې ده."


Frontline Updates
Support local journalists