افغانان د دوهم بن کنفرانس څخه خوشاله ندي

زيات شمېر افغانان تشې خبرې د هېواد پرمختګ ته بس نه بولي.

افغانان د دوهم بن کنفرانس څخه خوشاله ندي

زيات شمېر افغانان تشې خبرې د هېواد پرمختګ ته بس نه بولي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

د دويم بن کنفرانس ته افغانانو بېلابېل غبرګونونه څرګند کړل؛ يو شمېر څارونکي نوموړی کنفرانس ځکه ستايي چې اوسني حالت ته د هېواد د رسېدلو يوه نښه څرګندوي، خو نور يې مازې يوه بې ارزښته سمبوليکه غونډه بولي. 

د دسمبر د پنځمې نېټې په غونډې کې له سلو څخه د زياتو هېوادونو او نړيوالو موسسو استازو ګډون کړی و. د کنفرانس برخوالو د غونډې په پای کې يو دري دېرش ماده يي پرېکړه ليک تصويب کړ، چې په  ۲۰۱۴ کال کې په پام کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره د ملاتړ او مرستوپر جاري ساتلو يې ټينګار کاوه.   

د [غونډې] برخوالو ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي، خو ددې مرستو په اړه يې، له فساد سره د مبارزې،  د نشه يي توکو د سوداګرۍ او حکومتوالۍ په ګډون، خپل پخواني شرطونه  يو ځل بيا تکرار کړل.

دا غونډه له واک څخه د طالبانو په رانسکورولو پسې د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې د بن له لومړی کنفرانس څخه لسکاله  وروسته، چې حامد کرزی يې د انتقالي حکومت د مشر په توګه وټاکه او همدارنګه يې د ټاکنو تګلاره جوړه او نوی اساسي قانون يې تصويب کړ، جوړيږي.

د پارلمان غړې، شکريې بارکزۍ د کنفرانس ستاينه وکړه، ويې ويل، په کنفرانس کې د لوړ پوړو څېرو ګډون د افغان حکومت د اعتبار څرګندوی و.    

هغې وويل، تر ۲۰۲۴ کاله پورې د مرستو او ملاتړ ډاډ ته ښايي د يو عمده بريا په سترګه وکتل شي او په راتلونکې لسيزه کې بايد افغانستان پر خپلو پښو د ودرېدلو وس ولري.

سياسي شنونکي فاروق بشر وويل، مهمه خبره دا وه چې د غونډې رياست په خپله د افغان حکومت پر غاړه و، په داسې حال کې چې لس کاله دمخه د بن د لومړي کنفرانس مشري ملګرو ملتونو کوله.

بشر ددې خبرې هرکلی وکړ چې د ۲۰۱۱ کال کنفرانس د سولې له پراخ او هر اړخيز بهير سره پر ملاتړ او پر اوږد مهالو اقتصادي مرستو ټينګار کړی دی.

نوموړي يادونه وکړه، کنفرانس دا هم څرګنده کړه،  چې هېواد لا تر اوسه هم د نړيوالې ټولنې تر پام لاندې دی.

هغه وويل: «افغانستان لا تر اوسه ددې فرصت لری چې د نړيوالو له پام څخه د خپلې کورنۍ وضعې د ښه کولو او په نړۍ کې د خپل حيثيت د لوړولو لپاره کار واخلي.»

يو شمېر نورو افغانانو ګوته وڅنډله چې د نوموړي کنفرانس ادعا شوې برياوې تر هغه څه ډېرې لږې وې چې له مخکينۍ غونډې تر لاسه شوې وې. په هغې غونډې کې د ډېرو مرستو ژمنه شوې وه، خو لږه تر لاسه شوه.

هغوی وويل، د بن دويم کنفرانس له عمومي نظره او د هغې د ګډونوالو له مخې زياتې نيمګړتياوې درلودې.

د تغيير او اميد دائتلاف وياند، سيد فاضل سانچارکي وويل: «د بن دويم کنفرانس يوې تجملي غونډې ته ورته و، چې هېوادونه پکې راټوليږي او د ټاکلو مراسمو په اړه ويناوې اوروي. يوازنۍ نتيجه يې دا وه چې پکې د کرزي د حکومت غوړه مالي وشوه.»

 سانچارکی وويل، د فساد موضوع ته هغومره پام ونشو. له ملياردونو ډالرو مرستو سره سره افغانستان په کمزوري اقتصادي حالت کې پاتې دی.    

هغه وويل: «ترهر څه وړاندې ښايي د  سولې او امنيت پر موضوع خبرې شوی وای.؛ ځکه د هېواد ځينې برخې لا تر اوسه هم د طالبانو په لاسونو کې دي. نشي کېدای هلته د پرمختګ پروګرامونه پلي شي.»

تر کنفرانس دمخه ياغيانو ته د استازيتوب د نه ورکولو په اړه اندېښنې موجودې وې. يو شمېر ويل د طالبانو رابللو به د سولې له بهير سر مرسته کړی وای.     

د طالبانو دوو تنو پخوانيو غړيو: ملا عبد السلام ضعيف او مولوي وکيل احمد متوکل، چې د افغان حکومت تر سيورې لاندې اوسيږي، په غونډې کې ګډون کړی و.

له طالبانو سره د روغې جوړې کومه نوې تګلاره وړاندې نشوه. غونډې مازې له رسمې لارې  يادونه وکړه، طالبان په دې شرط په غونډې کې برخه اخيستلای شي، چې اوسنی اساسي قانون ومني. 

د طالبانو نه ګډون د مدني ټولنې يو شمېر ډلې خوشحاله کړې. هغوی د دسمبر په لسمه نېټه په کابل کې لاريون کړی و او ټينګار يې درلود چې د وسله والو ډلو غړي، چې پر بشري سرغړونو تورن دي، بايدتر عدلي تعقيب  لاندې ونيول شي او عفوه ورته ونشي. 

د يونس اختري په نامه د بشري حقونو او د انتقالي عدالت يو فعال آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه او د هغه نورو  ملګرو لاريون کوونکو غوښتنه کوله، ټول هغه وګړی چې پر جنايتونو تورن وي، که د حکومت دننه وي او يا له حکومت بهر، محاسبې ته راکښل شي.

پاکستان په غونډې کې د ناتو د هوايي بريد له امله ګډون نه و کړی، چې د نومبر په ۲۵ يې ۲۴ تنه پاکستاني سرتيری ووژل.   

يو شمېر څارونکي احساس کوي، د يو مهم لوبغاړي په توګه د پاکستان ګډون، چې زياتره افغانان پرې د ياغيانو د ننګې او ملاتړ تور پورې کوي، ډېر اړين او  ضروري و. 

بشر ددې نظر مخالف و چې ګوندې د پاکستان شتون به کومه مثبته اغيزه کړی وای.

هغه وپوښتل: «آيا کله هم پاکستان کومه ژمنه سرته رسولې ده؟ آن پاکستان له افغان حکومت سره رسمي تړونونه تر پښو لاندې کړي دي. له دې امله يې ګډون يا نه ګډون پر بهير کوم اغيز نشي کولای.» 

د آی ډبليو پي آر له خوا مرکه شوي عادي افغانانو د بلې نړيوالې غونډې په اړه خپله ليوالتيا څرګنده نه کړه؛ ځکه د درېو لسيزو جګړو اغېز لا اوس هم ډېر څرګند دی. 

د کابل پوهنتون محصلې، شبنم وويل: «اوس د کار او عمل وخت دی، نه د وينا او خبرو. ډېر کنفرانسونه جوړ شول، خو خلک ورباندې باور نه لري؛ ځکه عملا هيڅ په لاس راغلي نه دي.»  

د نورو افغانانو په څېر هغې هم پاکستان د ستونزو لامل وباله.

هغې وويل: «تر هغه چې نړيواله ټولنه په ګاونډيو هېوادونو کې د ترهګرۍ جرړې له منځه ونه باسي او طالبان په افغانستان او ترهګر په پاکستان کې خپل شتون ته دوام ورکړي، نه به افغانستان او نه به نوره نړۍ امن او خوندي واوسي او نه به د بن په کنفرانس کې تر بحث لاندې نيول شوي  پرمختيايي پروګرامونه د عمل جامه واغوندي.» 

د کابل ښار د خيرخانې مېنې اوسيدونکی، ۳۰ کلن بشير احمد له دې سره موافق دی چې له ترهګرۍ سره مبارزه د برياليتوب کلي ده.   

هغه وويل: «موږ پيسې نه غواړو، موږ مرستې نه غواړو.  که په رښتيا هم نړيواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره خواخوږی لري، نو د  فساد او ناامنۍ ځالې دې له  منځه يوسي.  دا جوته ده چې دا [ځالې] چېرته دي.» د هغه دا خبرې په څرګنده پاکستان ته متوجه وې.

هغه د بن  دخبرو اترو په اړه وويل: «موږ هر کال د کنفرانس نوم اورو. خو په ژوند کې يې اغېز په سترګو نشو ليدلای.»

Frontline Updates
Support local journalists