افغانان د جنسيت د سرغړونې پر قانون خبرې اترې کوي

يو شمېر خلک په دې اند دي چې ښايي ځنډول شوی قانون د سرغړونو په مخنيوي کې مرسته وکړای شي، خو نور بيا وايي په اسلام کې د ښځو حمايت خوندي دی.

افغانان د جنسيت د سرغړونې پر قانون خبرې اترې کوي

يو شمېر خلک په دې اند دي چې ښايي ځنډول شوی قانون د سرغړونو په مخنيوي کې مرسته وکړای شي، خو نور بيا وايي په اسلام کې د ښځو حمايت خوندي دی.

د آی ډبليو پي آر له خوا په افغانستان کې د تنظيم شوو مناظرو په يوې لړۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د تر اختلاف لاندې قانون د اهميت په اړه د خلکو نظرونه بېلا بېل وو.

سره له دې چې دا قانون په ٢٠٠٩ کال کې د ولسمشر د يو فرمان له مخې نافذ شوی و،  خو د ٢٠١٣ کال د می په مياشت کې د پارلمان له خوا رد او ترهغې راوروسته په المارۍ کې بند دی. د پارلمان بنسټپالو غړو ادعا کوله چې دا قانون له اسلامي قوانينو سره په ټکر کې دی. 

د آی ډبليو پي آر په يو شمېر مناظرو کې، چې د کندهار، کونړ او پکتيا په ولايتونو کې د جولای د مياشتې په وروستيو کې جوړې شوې وې، یوشمیرګدونواالو وويل، د قانون پلي کېدل خورا مهم دي، په داسې حال کې چې يو شمېر نورو ويل، افغاني ټولنه لا  تر اوسه دغه راز قوانينو ته چمتو نه ده.

په سويلي ولايت کندهار کې، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د معلوليت لرونکو خلکو د څانگې مشر، صاحبزاده نالان د غونډې برخوالو ته وويل، هر هغه څوک چې د جنسيت په وړاندې د تاوتريخوالي د قانون مخالف دی، د بشري حقونو پلوي نه دی. 

هغه وويل: «عموما دا هغه افراد وو چې د ښځو فردي، انساني او مدني حقونو ته ژمن نه دي او په ولسي جرگه کې يې د دغه قانون مخالفت وکړ. د هغوی دليل دا و چې دا قانون زموږ د دود او دستور مخالف دی.»

په کندهار کې د محمد ظفر غورځنگ په نامه يوه قاضي وويل، د څو لسيزو جگړو له امله خلکو د قانوني موضوعگانو په اړه لږ معلومات لاسته راوړي او د ځينو دودونو د زيان په اړه نه پوهيږي.  

غورځنگ وويل: «د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو قانون منځپانگه زياتره له اسلام سره په ټکر کې نه ده. که څوک وايي چې په ټکر کې ده، دليل يې دا دی چې هغوی د موضوع په اړه پوره معلومات نه لري.»

د مدني ټولنې يو فعال، محمد ذاکر پتيال وويل، په افغانستان کې د امنيت د پرله پسې نشتوالي له امله زده کړه او د تحرک له ازادۍ څخه برخمن کېدل، چې ښځو بنسټيز حقونه دي، تر پښو لاندې شوي.

په کندهار کې يوه قانونپوه، حکمت الله افغان پر دې ټکي زور واچاوه چې زياتره افغاني دودونه گټور دي، خو يو شمېر داسې دودونه هم شته چې بايد له منځه وايستل شي. سره له دې هم قانون جوړوونکو ته په کار ده چې دودونه په پام کې ونيسي.   

هغه وويل: «افغانستان يو اسلامي او دوديزه ټولنه ده. که تاريخ ته وگورو، قومي مشرانو او ديني عالمانو د خلکو د معلوماتو په لوړولو کې په زړه پورې مرسته کړې او اوس هم کولای شي په دغه کار کې خپله وڼده سرته ورسوي.»

په سويل ختيځ ولايت، پکتيا کې د ولايتي شورا غړي، جنت خان څنکنی  وويل، په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د حکومت له رانسکورېدو راوروسته د ښځو د ژوند په بهتره کولو کې ډېر کارونه سرته رسيدلي دي. زده کړې، روغتيا او عدالت ته لاسرسی ټول بهتر شوي دي، خو دې ته لا وخت پاتې دی چې افغاني ټولنه د جنسيت د برابرۍ اصول ترلاسه کړي.    

څمکني زياته کړه: «دا به سخته وي چې دمگړۍ د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي قانون پلی شي، ځکه د خلکو پوهه تر هغه کچې لوړه شوې نه ده.»

په پکتيا کې د ښځو د شبکې يوې غړې، نجيبې پکتياوال وويل، د قانون پلي کول ډېره مهمه خبره ده.

هغې وويل: «کله چې په يوې ټولنې کې قانون نه وي، هلته بې نظمي وي. قانون ته زموږ په افغاني ټولنه کې درناوی نه کيږي. په لرې پرتو سيمو کې ښځې له ډېرو ستونزو سره لاس او گرېوان دي.»

د افغانستان سويلي سيمو ته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د ښځو د حقونو د څانگې مشرې، زرمينې شمس گوته وڅنډله چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی مخ په زياتېدو دی. هغې وويل، د تېر کال په پرتله چې ټولې ١٩٧ پېښې پکې ثبتې شوې وې، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په سويلي ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د سرغړونو ٣٤٦ پېښې ثبتې شوي دي.

شمس د جنسيت پر وړاندې د تاوتريخوالي په ځپلو کې د سيمه ييزو کارکوونکو د ژمنو ستاينه وکړه. 

هغې وويل: «لويې څارنوالۍ، محکمو او نورو دولتي ادارو له موږ سره د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو په موندلو او څېړلو کې بشپړه مرسته کړې ده.»

د پکتيا د استيناف د محکمې د جنايي پلټنو رئيس، محمد اسحق وويل، کارکوونکو يې تر خپل وس پورې د مجرمينو په څارلو او تعقيب کې مرسته کړې ده.

د افغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې يو شمېر شنونکو وويل، که چېرته اسلامي قوانين وړ او مناسب حمايت چمتو کړي او پيروي يې وشي، نو د جنسيت په وړاندې د تاوتريخوالي قانون ته به اړتيا رامنځته نشي.

د نوموړي ولايت د ښځو د چارو د رياست د اطلاعاتو مشر، سراج الحق وويل: «که چېرته زموږ هېودوال پر اسلامي اصولو او قواعدو وپوهيږي او د هغې له مخې عمل وکړي، نو د ښځو په وړاندې به د تاوتريخوالي کومه نښه هم ونه ليدل شي.»

د دم کلي اوسيدونکې، سيدې وويل: «اسلام په څرگنده ويلي چې د ښځو حقونه بايد ورکړل شي، خو زموږ په ټولنه کې دا کار نه کيږي. په دې اړه بايد ديني عالمان کوم رول ولوبولای شي؟»

د سيمي يوه ديني عالم، مولوي نجيب الله حقيار د هغې د پوښتنې په ځواب کې وويل، سيمه ييز دودونه  کله ناکله  ديني مفاهيمو مخالف عمل کوي.  

هغې وويل: «زموږ په ټولنه کې اسلام او پښتونولي يو له بل سره ټکر کوي. په يوې کورنۍ کې هر مېړه او ماندينه، هر ورور او خور، هر پلار او زوی په دې تقابل کې سره شريک دي. په لنډ ډول هغه څه چې اسلام ښځو ته ورکړي، پښتونولۍ يې نه ورکوي. د دې کار اصلي لامل د ليک لوست نشتوالی او ناپوهي ده.»

د غونډې يو شمېر نورو گډون کوونکو ويل، بايد قانون پلی شي.

د تنوير پوهنتون د سياسي علومو استاد، نايب خان ساپي وويل، د جنسيت د تاوتريخوالی قانون «يو څه ستونزې لري، خو د له منځه وړلو پرځای به دا غوره کار وي چې په قانون کې سمون او تعديل راوستل شي.»

د کونړ د ولايتي شورا غړې، روهينې مشواڼۍ وويل، که چېرته دا قانون په سم ډولی پلی شي، نو د ښځو په ژوند کې به بدلون راولي.

 

 

Frontline Updates
Support local journalists