افغانان د جبري ودونو له امله تېښتې ته اړ کيږي

زياتره بند ته اچول شوې ښځې له جبري ودونو څخه تښتېدلې دي.

افغانان د جبري ودونو له امله تېښتې ته اړ کيږي

زياتره بند ته اچول شوې ښځې له جبري ودونو څخه تښتېدلې دي.

Friday, 26 November, 2010

د آی ډبليو پي آر د خبريال، بهمن بومان ليکنه

په افغانستان کې زياتره ښځې په خپله خوښه ميړونه نشي کولای. اتلس کلنه زيبا له همدې کبله، له هغه وروسته له کوره وتښتېده، چې پر يو هلک مينه شوه.

کله چې زيبا او د هغې د ترور زوی له يو بل سره د واده خبره وکړه، د هغې پلار له دې کار سره مخالفت وښود او د پنځلس زرو ډالرو لوړ ولور غوښتنه يې وکړه.

هغې وويل: ((زما پلار غوښتل چې د همدومره ولور په وړاندې مې د تره زوی ته واده کړي، چې ٤٠ کلن دی او ښځه او ماشومان لري..په حقيقت کې هغه غوښتل ما وپلوري. زما ترورزي او ما وپتيله چې وتښتو او خپله موضوع د محکمې له لارې هواره کړو.))

زېبا د مزارشريف په ښار کې د ښځو يو استوګنځي ته پنا يوړه او له تېرو دوو مياشتو راهيسې هلته اوسيږي. .

د هغې اتيا کلن پلار، نورالدين هغه استوګنځي ته ددې لپاره وبلل شو چې که چېرته لور او پلار يوې موافقې ته ورسيږي. هغه په کلکه د ترور له زوی سره د زېبا واده رد کړ.

هغه د زېبا پر ترورزي تور پورې کړ، چې زېبا يې په چل ول له کوره ايستلې ده. هغه وويل: ((که چېرته دا هلک له يو څلورو تنو سره راغلی وای او زما پر لور يې مرکه کړی وای، نو ولې به مې ورته نه وای ورکړی؟ هغه زما نوم بد کړ.اوس هيڅ لاره نه ده پاتې چې خپله لور له هغه سره واده ته پرېږدم.))

زېبا يو څه نيکمرغه ده. نه يوازې د هغې کورنۍ له منځګړتوب سره رضايت لري، چې کور ته يې راولي، بلکې د تېښتې لپاره يې يو خوندي ځای هم موندلی دی.

د افغاني قوانينو له مخې ښځې او نجونې چې له کوره وتښتي، تر يوه کاله پورې د بند په سزا محکومېدلای شي. له دې کار څخه کورنۍ ته د ورپېښ شوي شرم له امله کله ناکله کورنۍ خپلې لوڼې بېرته په خپلو کورنو کې نه پريږدي.

حميد صفوت، د افغانستان د مرستې د ډلې مشر دی چې د مزارشريف د استوګنځي پالنه کوي. په دې استوګنځي کې ٣١ تنه ښځې او نجونې اوسيږي. هغه وويل، په ٢٠٠٦ کال کې ددې استوګنځي له جوړېدو راوروسته يې د بغلان،سمنګانو، بلخ، جوزجان، سرپل اوفارياب د ولايتونو د تښتېدو له څه دپاسه ١٤٠٠ پېښو معاملې سرته رسولې دي.

لانجې زياتره د خبرو اترو او منځګړتوب له لارې هوارې شوي، خو اوونۍ، اوونۍ او آن مياشتې يې نيولي دي.

په افغاني بنسټپاله ټولنه کې د ښځو د راتلونکو په اړه زياتره پرېکړې د کورنۍ د نارينه غړو له خوا سرته رسيږي. څارونکي وايي دوديز قوانين اسلامي قوانين تر سيوري لاندې راولي. اسلامي قوانين ښځو ته اجازه ورکوي چې په خپله خوښه ميړه وکړي او جبري ودونه منع کوي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکې ادارې د شمال د څانګې مشر، قاضي سيد محمد سامع وايي، له کوره د تښتيدونکو نجونو شمېره په وروستيوکلونو کې زياته شوې ده.

د بلخ ولايت د شولګري د ولسوالۍ اوسيدونکې، ١٦ کلنه سامعه د هغو نجونوپه ډلې کې ده، چې د نوموړې موسسې مرسته غواړي. هغه غواړي دا موسسه ورسره د کوژدې له ماتولو سره مرسته وکړي، چې له هغې څخه ٢٢ کاله مشر سړي ته ورکړ شوې ده د هغې کورنۍ نوموړې نجلۍ په شپږ کلنۍ کې د هغه سړي په نامه کړې وه او اوس غواړي دا واده سرته ورسوي. .

هغې وويل: ((زه نه غواړم له هغه چا سره واده وکړم چې زما د عمر څو برابره عمر لري. له دې امله دې دفتر [د بشري حقونو کميسون] ته راغلې يم، ترڅو خپله کوژده فسخ کړم.))

د بشري حقونود ملي کميسون د ښځود چارو مشرې، فوزيې نوابي وويل، هغې له ښځينه بند څخه د ليدنې په بهير کې يو شمېر نجونې وليدې، چې پنځلس يې د بلخ ولايت، ٢٢ تنه يې د جوزجان ولايت، اته د سرپل ولايت او څلور تنه د سمنګانو په ولايت کې له کوره تښتېدلې وې.

هغې وويل: ((هغوی ټولو ويل، له خپلې خوښې پرته واده شوې دي. يو شمېر يې له دې امله له کورونو څخه تښتيدلي دي چې بې دليله وهل کېدې او يو شمېر نورې يې په ((بدو)) کې ورکړل شوې وې.))

((بد)) يو افغاني دود دی چې نجونې د کورنۍ د نوروغړو د پورونو او يا د قتل په وړاندې واده کيږي.

سامع دا مني چې ((بد)) د بېوزلۍ او د ليک لوست د کچې د ټيټوالي په ګډون له کورنوڅخه د ښځو د تېښتې لامل کيږي. .

نوموړي دا هم وويل، نوې پديدې، لکه د بهرنيو سريالونو ننداره او ګرځنده تليفونونه ښځو ته غير حقيقي تمې پيدا کوي او د کورنۍ اغېز راتيټوي. هغه د ((بهرني فرهنګ د يرغل)) د مخنيوي غوښتنه وکړه.

د بلخ ولايت د ښځو د حقونو د دفاع د ټولنې مشرې، ملالۍ روشندل په ټينګه دا خبره ردوي او وايي پر ځای يې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له نسکورېدو راوروسته د چاپي رسنيو، رادېو او تلويزيون غوړېدا له ځوانو مېرمنو سره مرسته وکړه چې له خپلو حقونو څخه خبرې شي..

هغې وويل: ((له حقونو څخه د هغوی خبرتيا په ښځو کې يو جرات رامنځته کړ او هغوی يې دې ته اړ کړې چې له کوره وتښتي.)) 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists