افغانان خپل اولادونه له بنسټپالو مدرسو څخه وباسي

د ځوانو ځانمرګو بريد کوونکو د رپوټونو له امله ميندې او پلرونه دې ته هڅېدلي چې پاکستاني مدرسو ته د زده کړې لپاره د خپلو زامنو د لېږلو په اړه عاقلانه پرېکړه وکړي.

افغانان خپل اولادونه له بنسټپالو مدرسو څخه وباسي

د ځوانو ځانمرګو بريد کوونکو د رپوټونو له امله ميندې او پلرونه دې ته هڅېدلي چې پاکستاني مدرسو ته د زده کړې لپاره د خپلو زامنو د لېږلو په اړه عاقلانه پرېکړه وکړي.

These children are getting their education at a school in Kapisa province. Children who go to Pakistan to attend religious schools are more vulnerable to recruitment by insurgent groups. (Photo: Isafmedia/US Navy Petty Officer 1st Class Mark O’Donald)
These children are getting their education at a school in Kapisa province. Children who go to Pakistan to attend religious schools are more vulnerable to recruitment by insurgent groups. (Photo: Isafmedia/US Navy Petty Officer 1st Class Mark O’Donald)

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، آرش کابلي ليکنه

هغه افغان کورنۍ، چې زامن يې پولې ته څېرمه په پاکستاني ديني ښوونځيو يا مدرسو کې زده کړه کوي، غواړي د ځانمرګي بريدونو په ليکو کې يې د جذب له ډاره بېرته خپلو کورونو ته وروغواړي.

د موضوع په اړه عامه خبرتيا له هغه وروسته پراخه شوه، چې افغان تلويزيوني کانالونو   د پاکستاني مدرسو ماشومانو ته د ښوونکو له خوا له چاودېدونکو توکو څخه د ډکو واستکټونو د کارولو او افغان يا نړيوالو امنيتي ځواکونو ګاډو ته د نژدې کېدو پر مهال د هغې د چولو روزنه ورکوله او لارې چارې يې ورښودې. له شواهدو څرګنديږي، چې ورته ويل کېدل په دې بريدونو کې دوی ته هيڅ ډول زيان نه رسيږي او روغ رمټ پاتې کيږي.     

د پلازمېنې کابل، شمال ختيځ ته  د کاپيسا په پروت ولايت کې د اوولسو هلکانو کورنيو يا هغوی له پاکستاني مدرسو څخه بېرته راغوښتی او يا يې  له بېرته تګ څخه منع کړي دي. 

يو پلار د خپل اتلس کلن زوی کيسه وکړه چې څنګه يې يو کال دمخه پاکستان ته استولی و، خو کله چې په رخصتيو کور ته ستون شوی و، ډېر توپير پکې ليدل کېده.  

هغه وويل: «زما زوی د حکومت ډېر سخت مخالف شوی و. هغه ويل ځانمرګي بريدونه د شهادت لوړه درجه ده او په اسلام کې  نيک کار بلل شوی. مسلمانان بايد د يهودانو او د هغوی د انډيوالانو په وړاندې جهاد وکړي.» 

زوی يې ورته ويلي وو، د جمعې په ورځو کې د مدرسو زده کونکو ته د امريکايانو او برتانويانو تصويرونه ښودل کيدل، چې سرونه يې ورپرې کيږي.    

پلار يې په پای کې وويل: «زه خپل زوی ته اجازه نه ورکوم، بېرته په پاکستان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ځکه پوهيږم چې له لاسه يې ورکوم.»

دا مدرسې چې اوس له طالبانو سره ملګرې شوي، د پاکستان او تر هغې وړاندې د برتانوي هند دينی مدرسو ته ورګرځي  چې ډېره موده ورته افغانان د ديني زده کړو لپاره ورتلل.

هغه مهال چې په ۱۹۷۹  کال کې شوروی سرتيرو پر افغانستان يرغل وکړ او لويديځ له مجاهدينو سره مرستې پيل کړې د پاکستان پولو ته څېرمه پرتو مدرسو د اسلامي احساساتو په راپارولو کې ستر رول ولوباو. دا کار هغه وخت بيا تکرار شو چې په نوي يمو کلونو کې د طالبانو غورځنګ رامنځته شو او له ۲۰۰۱  کال وروسته يې د افغان حکومت او د هغه د لويديځو انډالانو په وړاندې جهاد اعلان کړ. 

اوس زيات شمېر افغان کورنۍ له دې ډاريږي چې اولادونه  به يې د ځانمرګو بريدونو لپاره  د ځوانانو د ګومارلو له لارې د بغاوت په ستراتيژۍ کې ښکېل شي، ځکه ځوانان ژر توافق کوي او د لويانو په پرتله  يې ګومارل اسان دي.

د کاپيسا ولايت ختيځ ته د لغمان ولايت يو اوولس کلن هلک، چې په پېښور کې له مدرسې څخه کور ته د رخصتۍ د تېرولو لپاره راغلی و، د خپلې مدرسې د تدريس څرنګوالی بيان کړ.

هغه وويل: «موږ ته تل ويل کيږي چې يهودانو او نصاراوو پر اسلامي هېوادونو بريدونه کړي. هغوی د مسلمانانو وقار او دين ته زيان رسوي. موږ ته داسې فلمونه ښودل کيږي چې امريکايان د خلکو کورنه لټوی او وژني يې ... يا پر ولسي خلکو بمبارۍ کوي. هغوی موږ ته په فلسطين کې د اسرائيلو له خوا د خلکو [د] عام قتل [فلم] وښوده. له دې امله ځوانان، آن کوچنيان د متحده ايالتونو په وړاندې جهاد ته حاضر شوي.»    

نوموړي ځوان وويل، هغه ډېر ليوال دي چې پېښور ته ستون شي، خو مور و پلار يې هلته له تګ څخه منع کړی. بايد د هغوی خبره ومني. 

د نوروولايتونو په څېر په کاپيسا کې د طالبانو د موجودې پټې ادارې يو تن غړي د ځوانانو د جلب اوجذب دفاع وکړه او د هغوی د مغز د پرېمنځلو ادعا يې رد کړه.

هغه وويل: « څوک چې وايي دا خلک غوليدلي، هغوی د متحده ايالتونو لاسپوڅي دي. خلک په پاکستاني مدرسو کې نيک کارونه او جهاد زده کوي. هغوی دا واقعيت درک کړی چې انسانان په دې نړۍ کې د يو څو ورځو ميلمانه دي. له دې امله بايد د خپل دين او راتلونکي ژوند لپاره څه وکړي [توښه برابره کړي]. هغوی هغه اسلامی مفهومونه زده کوي چې جهاد ته پکې زيات ارزښت ورکړ شوی.  په دې توګه عملي ګام اخلي؛ د اسلامي ارزښتونو لپاره جنګيږی؛ د خپل خدای جل جلاله رضا تر لاسه کوي او خپل راتلونکی ژوند روښانه کوي.» 

افغان حکومت، له دې امله چې پاکستاني مدرسي ځوانان ځانمرګي بريدکوونکی روزي، د هېواد دننه د مدرسو په جوړولو پيل کړی دی. 

د افغانستان د پوهنې وزارت وياند، عبدالصبور غفراني وويل، اسلامي مدرسو ته په ډېره جدي سترګه کتل کيږي او د اړوندې څانګې څوکۍ  يې د معينيت کچې ته لوړه شوې ده.

هغه وويل: «موږ په هېواد کې ۶۵۰ مدرسې لرو او په راتلونکو درېو کلونو کې به دا شمېره ۱۰۰۰ مدرسو ته لوړه شي.»

د کاپيسا ولايت د پوهنې د رياست مرستيال، عبدالرسول ساپی وويل، په دې ولايت کې اوس ۱۴ ديني مدرسې دي؛ د هرې ولسوالۍ په سر يوه دينی مدرسه او پاتې نورې د ولايت په مرکز، محمود راقي کې دي. په ټولومدرسو کې  څه باندې ۸۰۰ زده کوونکي لوست لولي.

د تګاب د امنيې قوماندان، پاچا ګل بختيار وويل، ددې ولسوالۍ: «خلکو ژمنه کړې چې خپل اولادونه پاکستان ته وانه استوي. موږ ژمنه کړې، چې ديني مدرسې ورته جوړې کړو او د اسلامي دينی عالمانو تر نظر لاندې يې وروزو.»   

د ښوونکو په توګه د ښو او سموديني عالمانو غوره کول پخپله ستونزمنه دنده ده. په کابل کې يو دينی عالم، چې ويې نه غوښتل نوم يې وليکل شي، د «کافرو هېوادونو»  په وړاندې  ځانمرګي بريدونه پر ځای کار وباله.    

نوموړي عالم د فلسطين، لبنان او عراق په وړاندې د متحده ايالتونو او اسرائيلو ظالمانه کړنو ته په ګوتې نيولو وپوښتل: «آيا دا معنا لري چې ددې فرعونانو مخې ته چوپ کښېنې؟ تر هغه چې د امريکايانو او د هغوی د متحدينو ظلم  دوام لري، ځانمرګي بريدونه او نور خطرناک تاکتيکونه دواړه قانونی او جايز دي.» 

د نوو مدرسو د جوړولو کار د تاج محمد په نامه د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ اوسيدونکو ته ناوخته خبره وه.  نوموړي کاپيسا ته د راتګ پر مهال آی ډبليو پي آر ته خپله کيسه وکړه.

هغه وويل مېرمنې  يې پاکستان ته وليږه ترڅو له هغه وروسته په بيړه خپل ۱۴ کلن زوی راولي چې خبر يې تر لاسه کړی و، ماشومان د ځانمرګي بريد کوونکو په توګه روزل کيږي. 

تاج محمد، په داسې حال کې چې اوښکې يې پر مخ روانې وې، وويل: «کله چې پاکستان ته ورسېدم، دوه، درې شپې په مدرسې کې پاتې شوم. د زوی همټولګيوالو مې راته وويل، چې هغه د يوې سيالۍ لپاره بلې مدرسې ته تللی دی او بېرته راځي. هغوی زما د غولولو لپاره بېلابېلې بهانې کولې. په درېمه ورځ د مدرسې سرښوونکي راته وويل، زوی مې په جهاد کې شهيد شوی دی. خدای جل جلاله دې اجر درکړي. ددې خبر له اورېدو وروسته راباندې نړۍ تياره شوه او بېخوده شوم.»    

کورته د راتګ پر مهال تاج محمد يو څو ورځې خپله مېرمن خبره نه کړه، خو په پای کې يې ورته حقيقت ووايه.

هغه وويل: «له هغه ورځې راوروسته زما مېرمن پرځای پرته ده او له خپلې بسترې نشي خوځېدای.»

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists