Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانان حکومت ته د نوازشريف په راستنېدو خپه دي

.د پاکستان راتلونکي صدراعظم ته د افغانستان په کورنيو چارو کې د يو لاسوهونکي مداخله گر په سترگه کتل کيږي، خو يو شمېر بيا د ځينو تغييراتو په تمه دي
By Hafizullah Gardesh, Mina Habib
نوازشريف. (Photo: US Defence Department/R.D. Ward)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالانو، حفيظ الله گردش او مينا حبيب ليکنه  

په داسې حال کې چې يو شمېر افغانان په وروستيو ټاکنو کې د مسليم ليگ برياليتوب يو خطر بولي، خو نور شنونکي په دې تمه دي چې د گوند مشر، نواز شريف به په خپلو اړيکو کې يوه نوې پاڼه پرانيزي.

څرنگه چې ٦٣ کلن شريف د درېم ځل لپاره د صدراعظم په توگه رامنځته کيږي، افغانانو ته په ١٩٨٠ کلونو کې د شوروي تر ملاتړ لاندې ادارې په وړاندې د مجاهدينو له مقاومت سره د هغه مرسته ورپه زړه کيږي. د حکومت له بدلېدو وروسته د واک د ترلاسه کولو لپارهدجهادى تنظيمونو ترمنځ  داسې اوږده جگړه رامنځته شوه چې هېواد يې پر کنډوالو بدل کړ. گڼ شمېرافغانان هغو تېرو پېښو ته گوري چې هېواد يې د اسلام آباد د بربڼدو لاسوهنو او دسيسو له امله له خپل ځان څخه د دفاع وس له لاسه ورکړ.   

شريف د خپل صدارت په دويمه دوره کې په ١٩٩٧ کال کې په کابل کې د طالبانو حکومت په رسميت ويېژاند.

دې کړکېچنې مخينې ته په کتنې په پارلمان کې د سويلي ولايت کندهار د غړي، عبدالرحيم ايوبي په څېر يو شمېر افغانان [نواز] شريف د افغان ولس زوړ او پوخ دښمن بولي.

ايوبي آی ډبليو پي آر ته وويل: "داسې کومه تمه نشته چې د هغه پاليسي به له افغانستان سره په اړيکو کې کوم بدلون راولي. دا هغه سړی دی چې د شوروي ملاتړې حکومت له رانسکورېدو وروسته يې زموږ هېواد ويجاړ او داسې اور يې پکې بل کړ چې لا تر اوسه يې په لمبو کې سوځيږو."

په کابل کې د مطيع الله په نامه يوه زده کوونکي په ځغرده وويل: "دا به د افغانانو ډېره ناپوهي وي چې له يو وژونکي (قاتل) څخه تمه ولري د هغوی پر ټپونو پټۍ کيږدي."

شريف د خپل صدارت درېمه دوره په داسې وخت کې پيپلوي چې د افغانستان او پاکستان اړيکي خورا ترينگلې شوي دي. کابل په پرله پسې ډول وايي اسلام آباد طالبانو ته د يو څرگند تکتيک له مخې د استوگنې خوندي ځای ورکړی، ترڅو د افغانستان دولتي دريځ کاواکه او له امله يې له پاکستان سره په شمال لويديځه پوله کې کنترول له لاسه ورکړي. د هغه پولې پر سر، چې افغانانو ته د منلو وړ نه ده، د افغانستان او پاکستان د سرتېرو تر منځ وروستۍ نښتې موجود تاوتريخوالی نور هم پسې زيات کړ. (د زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: افغان طالبانو د ټوپک خولې پاکستان ته واړولې.)

افغان ولسمشر، حامد کرزي د می د مياشتې په ١٢ د تيلفون له لارې [نواز] شريف ته د برياليتوب له امله د مبارکۍ د ويلو په ترڅ کې د اړيکو د رغاوي او له افغانستان سره د "ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې"د اسلام آباد د مرستې هيله څرگنده کړه.

د بهرنيو چارو د وزارت وياند، جانان موسی زي زياته کړه، د پاکستان نوی حکومت دې په خپله خاوره کې د "د ترهگرو ځالې"ورانې کړي.

افغان شنونکي وايي داسې بريښي، شريف، هغسې چې يې د ټاکنو د کمپاين پر مهال څرگنده کړې وه پر بل اړخ ډډه لگولې. هغه يادونه کړې وه، د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې به له نړيوال ايتلاف څخه ووځي او د پاکستان د طالبانو سره به د سولې په اړه خبرو اترو ته کيني. په دې خبره په کابل کې يو شمېر خلک داسې انگيري که چېرته پاکستاني ملېشې په خپل هېواد کې بريدونه ودروي، نو په ډېره اسانۍ به له افغاني طالبانو سره يوځای کېدو او ملاتړ ته چمتو شي او د پولې دې خوا ته به په شل او شوټولو لاس پورې کړي.

سياسي او دفاعي شنونکی، عبدالواحد طاقت باور لري چې شريف د هغه هېواد د غښتلې اردو او پوځي استخباراتو او د طابانو په گډون د اسلامي ډلو تر منځ د توطئې د کړۍ يوه برخه ده.

هغه وويل: "دا ملکي حکومتونه، نه دي چې د افغانستان په اړه تگلاره جوړوي."نوموړي پر پوځي –استخباراتي –اسلامي اتحاد تور پورې کړ، چې "پر نورو سياسي گوندونو بريدونه کوي، له صحنې څخه يې وباسي او ميدان يوازې د نوازشريف گوند ته خالي کوي."

هغه وويل: "موږ له هغه حکومت څخه څه تمه درلودای شو چې د داسې ډلو له خوا رامنځته شوی وي؟ جگړه او د افغانستان ورانول يوه څرگنده خبره ده."

سياسي شنونکی ستار سعادت له دې خبرې سره موافق دی چې اردو او پوځي استخباراتي کړۍ پر ټول پاکستان حکومت بر لاس لري. نوموړي وويل، شريف په اړيکو کې خپلواک نه، بلکې يو يرغمل دی. 

هغه وويل: "تېر حکومت زيار يوست چې په پوځ او آی ايس آی کې بدلونونه راولي، خو څه يې له لاسه ونه شول. که چېرته نوازشريف غواړي د اردو او آی ايس آی له منگولو ځان خلاص کړي او دا کار وکړای شي، نو له افغانستان، سيمې او نړۍ  سره به د اړيکو د ښه کېدو په اړه يو څه هيله را پيدا شي. خو د ملېشو له زور او  قوت څخه د نوازشريف د ترخې تجربې له مخې به هغه دې ته زړه ښه نه کړای شي چې په واک او سياسي قدرت کې يې لاسونه لنډ کړي."

سعادت وويل، په مثبت اړخ کې "نواز شريف يو کاروباري سړی دی. هغه ښه پوهيږي چې له منځنۍ اسيا سره د پاکستان اقتصاد د افغانستان له لارې ترسره کېدای شي. که هغه په رښتيا وغواړي د پاکستان اقتصاد له اوسنې ويجاړ حالت څخه را وباسي، له افغانستان سره له سولې او ملگرتيا پرته بله چاره نه لري."

د محمد يونس فکور په نامه يو بل شنونکی مني، د افغانستان په اړه د شريف مخنيه ښه نه ده، خو په دې اند دی، څرنگه چې سياسي اوضاع بدله شوې، دا حالت هم بدليدای شي. 

هغه وويل: "موږ بايد پر خلکو د هغوی د پخوانيو کړنو پر بنسټ قضاوت ونه کړو. سياستوال تل د خپل هېواد او خپل گوند د گټو او منافعو له مخې خپل دريځونه بدلوي. دا په افغانانو پورې اړه لري چې په پاکستان کې له رامنځته شوي نوي حکومت سره د څه راز اړيکو جوړول غواړي. څنگه کولای شي دې ته يې راوبولي، په صادقانه ډول داسې دوستانه اړيکي ټينگ کړي چې د دواړو هېوادونو په گټه وي."

د ملي ايتلاف وياند، سيد فاضل حسين سانچارکي هم د پاکستان نوي حکومت ته د شک په سترگه گوري.

هغه وويل: "پاکستان له گڼو کورنيو ستونزوسره  لاس او گرېوان دی. په دې حالت کې به نواز شريف د يوې نوې ستراتيژۍ له مخې کار کوي. له گاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکو ټينگول به ددې ستراتيژۍ يوه موخه وي."

سانچارکي وويل، افغانستان د پخوا په څېر يو هېواد نه دی. هغه زياته کړه: "په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د شتون له امله به پاکستان و نه کړای شي، هغسې چې دمخه يې کول، په خلاص مټ لاسوهنه وکړي."

حفيظ الله گردش په افغانستان کې دآی ډبليو پي آر اديتور او مينا حبيب په کابل کې د آی ډبليو پي آی له خوا يوه روزل شوې خبرياله ده.