افغانان حساب کتاب نه ورکوونکي ځايي چارواکي پړ بولي

يو نهيلی رايه ورکوونکی وایی: «موږ تاسې د خپل استازي په توگه وگومارلئ... خو له بده مرغه تاسو هيڅ يو زموږ ستونزې هوارې نه کړې.»

افغانان حساب کتاب نه ورکوونکي ځايي چارواکي پړ بولي

يو نهيلی رايه ورکوونکی وایی: «موږ تاسې د خپل استازي په توگه وگومارلئ... خو له بده مرغه تاسو هيڅ يو زموږ ستونزې هوارې نه کړې.»

Tuesday, 11 November, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د آی ډبپيو پي آر د يوې ورستنۍ غونډې د برخه والو د خبرو اترو له مخې د افغانستان حکومتي چارواکي له پام پرته هر هغه څه کوي چې زړه يې غواړي او هغه چاته غوږ نه ږدي چې رايه يې ورکړې ده. 

د غور، غزني او پروان د ولايتونو په غونډو کې شاوخوا سلو تنو گډون کوونکو د واليانو او همدارنگه د ولايتي شوراگانو ټاکل شوي غړي د خپلو دندو پر وړاندې مسؤول وبلل.

د غور يو کليوال له قيوم شاداب څخه وپوښتل ولې ولايتي چارواکي او ولسوالان خلکو ته د خدمت پر ځای په خپلو شخصي  گټو پسې گرځي.

د ولايت وياند، عبدالحی کاتبي، چې د رابلل شوو ويناوالو په ډله کې وو،  له دې غاړه وغړوله چې گوندې سيمه ييز چارواکي بې کفايته دي، ويې ويل، د خلکو توقع له دې ډېره پورته چې واقعا دې يې چارواکي هوارۍ ته لاره پيداکړي. 

په  غزني کې د ولايتي شورا غړې، حميدې گلستاني وويل، سيمه ييزې حکومتي ادارې بايد شورا ته هره څلورمه خپل کاري رپوټ ورکړي، خو دا نيمگړتيا له تېرو لسو کلونو راهيسې راپاتې ده، ځکه شفافيت او حساب کتاب نشته.   

هغې وويل: «والي، د غزني ښاروال او ولايتي رياستونه شورا ته نه حاضريږي. هغوی د خلکو د استازو پوښتنو ته ځوابونه، نه وايي. هغوی ټيټ پوړي کارکوونکي غوڼدو ته راليږي چې نه معلومات لري او نه د پوښتنو د ځوابولو واک.»

د غوڼدو يو شمېر غړو په مناظرو کې وويل، د ولايتي شوراگانو غړي له واليانو او ولسوالانو څخه بدتر دي.

د غور يو برخه وال، محبوب وويل: «موږ تاسې د خپل استازو په توگه وټاکلئ او تاسو ته مو رايه درکړه، چې زموږ له حقونو څخه دفاع وکړئ او د ستونزو او ربړو پر مهال راسره مرسته وکړئ. موږ نه پوهيږو چې په ولايتي شورا کې اصلا ستاسو دنده څه شی ده.»

د غور د ولايتي شورا غړي، رمضان اخونزاده ومنله چې دا اداره نه ده توانېدلې رايه ورکوونکو ته ځواب ووايي او په دې کې پاتې راغلې چې خلکو ته د مرستو د رسولو ډاډ ترلاسه کړي.

هغه وويل: «ولايتي شورا هغه کفايت نه لري چې دنده يې ورته اړتيا لري.»

په ټولو دريو غونډو کې ويناوال دې هوکړې ته ورسېدل چې حساب کتاب ورکول د قانون له واکمنۍ سره يوځای يو بنسټيز اصل جوړوي.  

د پروان د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، عبدالواحد هاشمي وويل، دا د خلکو حق دی چې پوه شي حکومت ورته کوم کارونه سرته رسوي. چارواکي بايد د خپلو اجرااتو حساب ورکړي، په ځانگړي ډول د خپل پاتي والي او اشتباهگانو په اړه د رسنيو له لارې خلک خبر کړي. 

 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists